عن أَبِي هُرَيْرَة رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ : قال اللهُ : ثلاثةٌ أنا خصمهم يومَ القيامةِ : رجلٌ أعطى بي ثم غدرَ ، ورجلٌ باع حرًّا فأكل ثمنَه ، ورجلٌ استأجرَ أجيرًا فاستوفى منهُ ولم يُعْطِه أجرَه ( البخاری ۲۲۲۷ ) .
ژاړه : د ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : الله سبحانه وتعالی فرمايي : دری کسان دي چې د قيامت په ورځ به د هغوی دوښمن وم ، اول : هغه کس چې زما په نوم تعهد وکړي او بيا خيانت وکړي ، دوهم : هغه څوک چې آزاد کس و پلوري او د هغه قيمت وخوري ، دريم : هغه څوک چې يو کس څخه کار واخلي خو مزدوري يې ور نه کړي .
المؤمن من أمنه الناس على أموالهم وأنفسهم والمهاجر من هجر الخطايا والذنوب (: صحيح ابن ماجه :۳۱۹۳)
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مؤمن هغه دی چې د هغه څخه د خلکو نفسونه او مالونه په امن وي او مهاجر هغه دی چې د ګناهونو څخه هجرت وکړي ( د ګناهونو ځايونه پريږدي ) .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب