د مرتد د سزا شرعي حکمت څه دی ؟

زما محترمو علماؤ مشرانو د سلامونو او احترام نه وروسته ډيره ډيره مننه كوم جه زما تيرى پوشتنى مو په علمي دلايلو جواب كړى، هيله ده چه د ډيرو هغو كسانو شكونه به ورباندې ليرى شوي وي چه د ناوړو تبليغاتو له امله ورته راولاړ شوي وو او ماغوندى خوارانو په دلايلو نه قانع كيدل.

اوس ستاسو حضور ته نوى موضوع چه په همدغه سلسله كى نن سبا ډيره تاوده ده وړاندى كوم هيله كوم رنا ورباندې وغورزوى او هغه دمرتد سزاده چه زما  د قاصرى مطالعى له مخى يي په مبارك قران كې صريح حكم نشته،دوى دا سوْال هم كوي چه عيسايي مسلمان كيدلى شي نو مسلمان ولى خپل دين بدلولى نه شي او د خپلى ادعا له لباره د(لا اكراه في الدين) او(فمن شاء فليؤمن  ومن شاء فليكفر) دلايل راوړي چه كيدى شي تاسو به هم لوستلي وي، اميد دى چه لازمه تشريح وركړى والسلام

عبيد الله


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رښتيا هم چې دا لوی سوال مهمه مسئله ده ، او په دې اړه د اسلام دوښمنو او منافقانو تبليغات هم وجود لري ، او دا سوال څو اړخونه لري ، چې د الله سبحانه وتعالی په فضل او نصرت سره به د خپل وس موافق داسې تفصيل ورکوو :

لومړي په اسلام کې د مرتد سزا :

په اسلام کې د مرتد ( څوک چې د اسلام څخه کفر ته ګرځيدلی وي ) سزا يې قتل ده ، هغه ته به دری ورځې وخت ورکول کيږي تر څو که څه شکونه او شبهات ور پيښ شوې وي هغه لرې او توبه وباسي او کچېرې توبه ونباسي هغه به د اسلامي محاکمې لخوا وژل کيږي .

د مرتد قتل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نص سره ثابت دی چې د ټولو صحابه کرامو ، ائمه کرام او امت ورباندې اجماع ده .

«من بدل دينه فاقتلوه» (رواه الجماعة إلا مسلماً، ورواه ابن أبي شيبة وعبد الرزاق) .

يعنې : چا چې دين بدل کړ (مرتد) شو هغه ووژنئ .

او فرمايي :« لا يحل دم امرئ مسلم إلا بإحدى ثلاث: الثيب الزاني، والنفس بالنفس،والتارك لدينه المفارق للجماعة» (متفق عليه ) .

يعنې : د مسلمان سړي د وينې تويول (وژل ) جايز نه دي مګر د دريو کسانو : واده شوي زنا کاره ، نفس په نفس (قصاص ) او د دين ترک کوونکی د جماعت څخه جلا شوي .

د شرعي احکامو د ثبوت لپاره څلور دلائل دي : قرآنکريم ، سنت ، اجماع او قياس .

ځينې احکام په اجمالي توګه په قرآنکريم کې بیان شوي لکه : أقموا الصلاة (لمانځ ادا کړئ ) ، همدارنګه د حج د فرضيت حکم شوی دی ، خو د تفصيلي احکامو او مناسکو تفصيل په سنتو کې راغلی دی ، د لمونځ او حج د ادا کولو طريقه او کيفيت له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي .

ځکه چې سنت هم د الله تعالی د جانبه وحی ده ، د صحي او ثابتو سنتو څخه انکار په اجماع د څلورو مذاهبو کفر دی .

لقوله سبحانه وتعالی : :[ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ] (الحشر: ۷ ) .

دوهم ، ولي اهل کتاب خپل دين بدلولی شي خو مسلمان خپل دين نشي بدلولای ؟

سوال کوونکی زياتوي : دوى دا سوْال هم كوي چه عيسايي مسلمان كيدلى شي نو مسلمان ولى خپل دين بدلولى نه شي او د خپلى ادعا له لپاره د (لا اكراه في الدين) او(فمن شاء فليؤمن ومن شاء فليكفر) دلايل راوړي چه كيدى شي تاسو به هم لوستلي وي، اميد دى چه لازمه تشريح وركړى والسلام

ځواب

واضح خبره ده چې د اسلام په نزول سره پخواني آسماني اديان منسوخ اعلان شوي ، الله سبحانه وتعالی ته د قبول وړ دين يوازې اسلام دی ، اسلام ټولې نړۍ ته دعوت ورکوي چې د اسلام بر حق دين ته تسليم شي .

لقوله سبحانه وتعالی :إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الإِسْلامُ

مسلمان ځکه خپله دين نشي بدلولای چې د حق څخه د کفر ، طاغوت او ګمراهۍ ته طرف ځي او داسې کول ستره تباهي ده او د الله تعالی پر وړاندې ستر بغاوت دی .

اهل کتاب او د نورو باطلو اديانو پيروان ځکه خپل دين اسلام ته بدلولی شي چې هغوی د کفر او ګمراهۍ څخه د حق طرف ته رجوع کوي .

[لا اكراه في الدين] معنی څه دی ؟

د «لا اکراه في الدين» په تفسير کې څو اقوال دي :

لومړي : دا خطاب د هغه چا لپاره دی چې په دين کې نوي داخليږي ځکه چې اسلام له واضحو دلائلو او حجت سره راغلی دی اکراه ته ضرورت نلري څوک چې اسلام ته داخليږي په بصيرت سره به داخليږي ، او هغه کس چې مرتد شي د هغه حکم جلا دی چې يو ځل يې حق منلی او وروسته يې له هغه څخه انکار کړی .

دوهم: د « لا اکراه في الدين» په تفسير کې بل قول دا دی چې دا خطاب خاص اهل کتاب لره دی ، هغوی که د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنک نه کوي ، د اسلامي حکومت تر قيادت لاندې جزيه ورکول غواړي نو د هغوی په ايمان راوړلو کې اکراه نشته .

دريم قول: دا دی چې دا آیت شريف د جهاد په حکم سره منسوخ شوی دی .

تفسير ابن کثير ليکي :

[لا إِكْرَاهَ فِي الدِّين] أي: لا تكرهوا أحدًا على الدخول في دين الإسلام فإنه بين واضح جلي دلائله وبراهينه لا يحتاج إلى أن يكره أحد على الدخول فيه، بل من هداه الله للإسلام وشرح صدره ونور بصيرته دخل فيه على بينة، ومن أعمى الله قلبه وختم على سمعه وبصره فإنه لا يفيده الدخول في الدين مكرها مقسورًا.

وقد ذهب طائفة كثيرة من العلماء أن هذه محمولة على أهل الكتاب ومن دخل في دينهم قبل النسخ والتبديل إذا بذلوا الجزية . وقال آخرون : بل هي منسوخة بآية القتال وأنه يجب أن يدعى جميع الأمم إلى الدخول في الدين الحنيف دين الإسلام (تفسير ابن کثير رحمه الله ) .

د ﴿فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ معنی څه ده ؟

همدارنګه د : ﴿فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ﴾ [الكهف: 29]، معنی اختيار نه دی چې پر أمر دلالت وکړي ځکه فعل مضارع مسبوق د لام أمر سره راغلی دی چې په تهديد او وعيد باندې دلالت کوي، يعنې : الله سبحانه وتعالی تهديداً او وعيداً داسې فرمايلي دي چې : فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ ،په دليل د دغه قول د الله تعالی : ﴿إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا﴾.

بلکي تهديداً دا الفاظ ذکر شوي .

د مرتد د قتل حکمت څه دی ؟ :

اول :

اسلام د انسان د پنځو سترو شيانو د ساتنې ضامن دي .

دين ، نفس ، نسل ، عقل او مال .

چې ددې پنځو شيانو د حفاظت لپاره يې حدود وضع کړي دي ، لکه :

د دين د ساتنې لپاره د مرتد وژل .

د نفس د ساتنې لپاره قصاص .

د نسل د ساتنې لپاره د زنا او بهتان حدود .

د عقل د ساتنې لپاره د خمرو حد .

د مال د ساتنې لپاره د غلا او قطاع طريق حدود .

دوهم :

د مسلمانانو د يوالی او اجماع بنسټ او آساس عقيده او ايمان دی ، همدا عقېده او ايمان دی چې د شرق څخه تر غربه او شمال څخه بیا تر جنوب يې ټول مسلمانان سره وروڼه ګرځولي دي ، څوک چې د مسلمانانو اجماع او يوالی او بنسټ ته ضرر او صدمه رسوي عظيم جرم دی او د دغه جرم په وجه هغه ته د ارتداد سزا ټاکل شوي ده .

دريم :

مرتد په اسلامي ټولنه کې پر ډاګه د ظلالت او ګمراهۍ بيرغ پورته کوي ، د الله تعالی ، د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم ، اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جنګ اعلان کوي او د اسلام د تخريب کوښښ کوي ، تاسې به هيڅکله داسې مرتد نه وي ليدلی چې هغه دې کافر شوی وي او بیا دې آرام ناست وي بلکي هغه بيا د اسلام پر وړاندې عملي جنګ او تخريب ته لاس اچوي ، نو په همدې خاطر د اسلام مبارک دين د دغه ناسور د له مينځه وړلو حکم کړی دی .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟