د مرتد د توبې کولو کيفيت

د مرتد د توبې کولو کيفيت

مرتد به د اسلام څخه ما سوا د ټولو باطلو اديانو ، کفري عقائدو او اعمالو څخه توبه باسي او شهاتدين به وايي .

او هغه ته به اسلام ته د رجوع کولو او توبه ايستلو لپاره دری ورځې وخت ورکول کيږي .

که بيرته مسلمان شو ښه او که په خپل کفر پاتې شو هغه به د اسلامي محکمې لخوا وژل کيږي چا ته يې په انفرادي توګه د قتل حق نشته .

د مرتد د مال او تصرفاتو حکم :

مرتد چې د اسلام په حالت کې کوم مال ګټلی وي هغه د ده د وارثانو دی ځکه ارتداد د مرګ په شان دی د مسلمان مال مسلمان ته پاتې کيږي ، او هغه مال چې د کفر او ارتداد په حال يې ګټلي وي هغه د في حکم لري بيت المال ته به سپارل کيږي ځکه د ارتداد په حالت کې د هغه نفس او مال مباح وي هيڅ چا ته د هغه حق نشته . همدارنګه د هغه تصرفات به موقوف وي کچېرې اسلام راوړي تصرفات يې صحي دي او که په ارتداد باندې قتل شي تصرفات يې باطل دي .

وعند أبي حنيفة: ينتقل ماكان اكتسبه في حال إسلامه إلى ورثته المسلمين؛ لأن ردته بمنزلة موته، فيتحقق شرط توريث المسلم من المسلم، ويصبح مااكتسبه في حال ردته فيئاً للمسلمين، فيوضع في بيت المال؛ لأن كسبه حال ردته كسب مباح الدم ليس فيه حق لأحد، فكان فيئاً كمال الحربي.
وكذلك تكون تصرفات المرتد حال ردته بالبيع والشراء والهبة والوصية ونحوها موقوفة عند أبي حنيفة: إن أسلم تبينا أن تصرفه كان صحيحاً، وإن قتل أو مات على ردته كان تصرفه باطلاً(الفقه اسلامي و ادله ) .

د مرتد د ميراث حکم :

د امام ابوحنيفه په نزد کوم مال يې چې د اسلام په حالت کې لاس ته راوړی وي هغه به يې خپلو وارثانو ته په ميراث ورکول کيږي او کوم مال يې چې د ارتداد په حالت کې لاس ته راوړی وي د في حکم لري بيت المال ته به سپارل کيږي .

د امام مالک امام شافعي او امام احمد په نزد کله چې مرتد قتل شي د هغه قرض ، ضمانت او د قريبانو نفقه به ورکړ شي ځکه چې دا حقوق دي باقي به بيت المال ته وسپارل شي ( فقه اسلامي ادله ) .

الهم يا مقلب القلوب ثبت قلوبنا علی دينک (آمين يا رب العالمين ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟