ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال
د کلي يو مالدار سړی د جومات په صحن کې له عاجزۍ ډک لاس سره جارو وهلو بوخت و. د زړه له کومي يې خدمت کاوه، چې ناڅاپه امام صاحب د جومات دروازې ته راښکاره شو. شېبهپهشېبه يې ورته کتل، سترګې يې ډکې شوې، او په نرم او تعجبناک غږ يې وويل:
“صاحب! دا څه دی چې زه يې وينم؟
تاسو… او جارو؟”
مالدار په عاجزانه انداز کې موسکی شو او وې ويل:
“امام صاحب! دا خو ستاسو خبرې دي، تاسې وې چې د جومات صفا کولو ته مو پام راواړاوه، وې ويل چې ډېر اجر لري.
نو ما هم وغوښتل چې دا ثواب ولې له ځان نه تېر کړم؟”
امام صاحب ورو ورو ورنژدې شو، د جارو ډنډه يې له لاسه راواخيسته، او د مينې ډک آواز کې يې ورته وويل:
“محترمه! دا ثواب د هغو خلکو برخه ده، چې ژوند يې يوازې د لاس مزدورۍ سره روان دی.
الله تعالی تا ته د مال و دولت خزانې درکړي دي. ستا د اجر مېدان بل دی ــ جومات ته ودانۍ کول، د بلبونو روښان ساتل، د قالينو بدلون، د اوبو بندوبست، او د امام و مؤذن خرچه ستا د لاسه ده. که ته جارو وهې،
نو دا غریب به څه وکړي؟”
په همدې فکر کې وم، چې ناڅاپه مې د یوې خبري سرلیک ولوسته:
“اسلامي نړۍ حاکم د فل سطي ن پر مظلوم ولس روان ظلم وغندلو…”
زړه مې ساه ونیوله، قلم مې لاس کې ونیو، او په زړونو غږ مې ورته ولیکل:
“د وقت حکمران صاحب! دا د غندنې اجرونه موږ بې وسو ته پرېږده،
دا ستاسو د شان کار نه دی!
تاسو ته الله تعالی څوکۍ درکړې، اقتدار مو تر لاسه دی، پوځ ستاسو تر امر لاندې دی، استخباراتي ادارې ستاسو خدمت ته تیارې دي، او له ټولو لوړ ‘نیشنل ایکشن پلان’ هم ستاسو په واک کې دی.”
“ستاسو کار صرف بیانونه نه، بلکې میدانونه دي. دا وخت د مرمت، نه د مذمت دی!”
“راشئ! بسم الله وکړئ، د الله نوم واخلئ، خپل مسئولیت ته اوږه ورکړئ. لږ تر لږه دا خو ووايئ: که اوربند ونه شو، نو موږ به د خپل بشپړې وس، قوت او نظامي توان سره د مظلوم ف لس طي ني ولس ترڅنګ ودريږو، ميدان ته به راوځو، او له ظالمه به حساب اخلو!”
راشئ غږ پورته کړي اولس ستاسو تر شاه ولاړ دي په ايماني جذبي سره ، خپل برخهوال مسئولیت او حق ادا کړئ.
د الله نوم واخلئ، لږ تر لږه دا خو ووايئ:
“که اوربند ونه شو، نو موږ به د خپلې بشپړې وس سره د فلس طي ن تر څنګ ودرېږو او د ميدان مخ ته به شو!”