د مدېنې منورې زيارت

په مدينه منوره کې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د جومات زيارت کول که څه هم د حج له ارکانو او مناسکو څخه نه دي ، لکن که څوک قصداً ددې سعادتونو څخه محروم شي نو د هغه په باره کې به بې مبالغې دا ويل صحي وي چې د آب حيات غاړې ته رسيدلی وو خو بيا هم د آباد ژوند نه محروم راغی ځکه که غور وکړو مونږ ته د اسلام دا ستر نعمت او دولت د دنيا او آخرت ټولې نيکمرغۍ د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په برکت سره په برخه شوي دي د اسلام رسولو په لاره همغه د هغوی صلی الله عليه وسلم او يارانو يې بې حده تکليفونه ، لوږې ، بدني او مالي قربانو ګالل وو چې نن مونږ د اسلام د ستر نعمت څخه برخمن يو .

  اګر چې ظاهراً د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم جسد مبارک د خاورو په پرده کې پټ دی لکن معنوي شتون يې بالکل حس کيدای شي ته چې هلته لاړ شي د ده مبارک د ناستې ځای ، اوسيدو ځای ، د لمانځه ځای د وحی مقام او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هجرت د ديار ټولې کانامې به ذره ذره ستا مخ کې ياديږي .

ددې موضوع په رابطه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د مغاذ بن جبل ورستئ خدای په آماني ذکر کوو :

د مغاذ بن جبل رضی الله عنه نه روايت دی رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه کله يمن ته د قاضي په حيث لیږلو (دهغه د رخصتولو په وخت کې ) رسول الله صلی الله عليه وسلم هم له هغه سره د څه وصيتونو فرمايلو دپاره د هغه سره روان شو چې مغاذ په سورلی سور ؤ او نبی کريم صلی الله عليه وسلم د سورلی سره لاندې  پياده روان ؤ . کله چې هغه د نصيحت او وصيت کولو فارغ شو ويې وفرمايل : ای مغاذه ! شايد زما د ژوند ددې کال پس بيا زما اوستا ملاقات ونه شي (او ته چې کله د يمن نه پس راشي نو ته به په دې مدينه کې زما سره د ملاقات پر ځای) زما په جومات او قبر تير شي . مغاذ چې دا وارويدل نو د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات فکر يې وکړ او دهغه د فراق له وجې په ژړا شو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د طرف نه مخ د مدینې طرف ته کړ او بيا يې وفرمايل : زما سره ډير نږدې هغه خلک دي کوم چې د خدای جل جلاله څخه ويريږي او د تقوی ژوند تيروي هغه چې هر څوک وي او هر چیرې وي . (رواه امام احمد ) .

د مسجد نبوي فضيلت :

د مسجد نبوي بنست خپله د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا ايښودل شوی دی او دا جومات خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه يارانو رضی الله عنهم په لاسونو جوړ شوی دی ، د مسجد نبوی د فضيلت په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

[صلاة في مسجدي هذا أفضل من ألف صلاة فيما سواه إلا المسجد الحرام].( الطبراني و صحيح ابن حبان ) .

يعنې زما په جومات (مسجد نبوی کې ) لمونځ کول د نورو تمامو جماعتونو د زرو لمونځونه بهتره دی (سوا د مسجد الحرام ) نه

د مسجد نبي د زيارت کولو آداب :

د مدينې منورې ښار ته به په پوره محبت ، شوق او ذوق سره ننوځې پخپل اتاق کې خپل سامان ځای پر ځای کړئ که غسل وکړئ ښه به وي او که نه اودس به وکړئ ، مسواک به ووهئ کله چې د مسجد نبی دروازې ته ورسيدی درود او سلام به ووايئ ، د ننوتلو پر مهال به ښی پښه مخکې کړی او دا دعا به ووايئ : [بسم الله والصلاة والسلام على رسول الله ، اعوذ بالله العظيم وبوجهه الكريم ، وسلطانه القديم ، من الشيطان الرجيم، اللهم افتح لى ابواب رحمتك]

دغه وخت به د جومات فرش ، آرايش او سينګار ته نه ګورئ بلکي په عاجری سره دوه رکعته تحية المسجد لمونځ وکړئ که ځای وي ښه دا ده چې دغه دوه رکعته لمونځ په رياض الجنة کې ادا کړې چې د منبر او حجرې ( د رسول الله صلی الله عليه وسلم کور ) تر مينځ موقيعت لري ځکه دلته يې ادا کول مستحب دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : [ما بين بيتي و منبر روضة من الرياض الجنة و منبری علی حوضي ] (متفق عليه ) ( زما د کور او منر تر مينځ باغ دی له باغونو د جنت څخه او زما منبر به د قيامت په ورځ په حوض کوثر باندې وي ) .

د تحية المسجد د ادا کولو وروسته به د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک زيارت ته ورشئ په ټيټ آواز سره به سلام او درود ووایئ :

 [ السلام عليکم أيها النبی ورحمة الله وبرکاة ، اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجيدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجْيدٌ] (البخاري)   .

او يا يوازې داسې ويل : [السلام عليکم أيهاالنبی ورحمة الله وبرکاة] .

ورسته به لږ مخکې لاړ شې د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه زيارت به وکړئ بيا به لږ مخکې لاړ شي د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه زيارت به ادا کړې او بيا د دنيا او آخرت د فلاح د پاره دعا وکړې .

کوښښ به کوئ چې څو پورې په مدينه منورې کې اوسيږې پنځه وخت لمونځ به په مسجد نبوی کې په پابندی سره ادا کوې .

وروسته به جنة البقيع زيارت ته لاړ شي هلته د اسلام ډير فدايان اصحاب کرام خاورو ته سپارل شوی دي ، مسجد قبا ته به لاړ شي هغه جومات کوم چې لومړی په اسلام کې آباد شوی دی ، بيا به جبل احد ته لاړ شي کوم ځای چې د اسلام او کفر دوهم جنګ شوی دی د احد د شهيدانو دسته جمعې قبر زيارت به ادا کړې او په خپل زړه او دماغ کې به د غيرت او جهاد ولولې تازه او ژوندی کړې .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟