السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته لطفا که راته ووایاست چی بعضی خلک پر مخ باندی تپونه او کالدانی وی نو دی یی سرجری کوی یا هغه تپونه پتوی او تور د تورو داغونو لپاره د مخه یی ایسته کوی نو لطفا حکم یی جه دی دیره مننه
تواب رحيمي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د مخ څخه داغونه لرې کول جايز دي ځکه :
ښايست او سينګار په دوه ډوله دی :
يو هغه ښايست دی چې د هغه په وجه عيب له منیځه وړل کيږي هغه عيب چه د کومې حادثې يا بل څه له وجې منځه راغلی وي ورک کړي دا کوم باک نه لري .
په دليل د دغه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس ته چه پوزه يې په جنګ کې پرې شوی وه اجازه ورکړه چه د طلا له پوزې څخه استفاده وکړي . [1]
دوهم ډول : اضافي ښايست دی او دا ښايست د غيب ورکولو د پاره نه وي بلکه د ښايست د زياتولو د پاره تر سره کيږي دا حرام او نا جايز دی .
ځکه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي : لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .
(الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي اوهغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، اوهغه څوک چه د ډول اوښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای ج خلقت کې تغير راولې
) [2]
ځکه دا کار ددې د پاره تر سره کوي چه ښايست زيات کړي نه ددې د پاره چه عيب له منيځه يوسي .
مګر د ښايست يا پلاستکي جراحۍ زده کړه کوم باک نه لري په شرط ددې چه په حرامو برخو کې ونه کارول شي کوم چه ذکر شول .
او هغه کسان چه غواړي د اضافي ډول او سيګار د پاره پلاستکي عمليات وکړي هغوی ته نصيحت وشي چه دا عمل حرام دی ځکه د طبيب په خوله به دا نصيحت زيات ګټور وي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
فتاوی المعاصر علماء البدالحرام (مکة المکرمة ) (2/833)
آن لاين اسلامې لارښود
[1] أبوداود (4886) اوالترمذی (1770) و قال:«حسن غریب»، اوالنسائی (5162،5161). او حسنه الألبانی؛ کما فی «صحیح أبی داود» (3561)
[2] بخاري