مستي په کافي اندازه پروتین، کلسیم، ویټامینونه او پروبایټکونه لري. نو دې کې هیڅ شک نه شته چې ستاسو دننه وجود ته ګټه لري. خو دا ستاسو د پوست یا جلد په ځلولو کې هم حیرانونکی رول لرلی شي.
مستې د فلزاتو له پلوه هم غني دي او د التهاب ضد مواد لري چې ستاسو پر جلد د دانوکیو او بخارونو له کبله راپیدا شوی پړسوب او سوروالی له منځه وړي.
مستو کې شته کلسیم بیا د وچ پوستکي سره مرسته کوي. د پوست له نوې کیدو سره هم کومک کوي. په مستو کې شته ویټامین بي (B) مرسته کوي چې پوستکی مو ځلیدونکی او تازه و اوسي.
په ټولیزه توګه مستې ستاسو له پوستکې څخه زهري مواد پاکوي او تازه یې ساتي.
انار
انار ددې تر څنګ چې ستاسو د وجود دفاعي ځواک پیاوړی کوي. پر پوستکې مو بیا د عمر د تیریدو اغیزې کموي . د انارو شربت ( جوس) د تیز لمر او یا عمر د تیریدو له کبله زیانمن شوي پوستکي په رغولو او یا د نښو او اغیزو په کمولو کې ډیره ښه مرسته کولی شي.
غوزان(چارمغز )
د لوږې د تشې د ډکولو سربیره، اغوز د پوستکې د ښکلا یو پټ راز هم دی.
غوذان د اومیګا۳ omega-3) ) غوړ اسید لري چې پر پوستکې ښکلی رطوبت پریږدي، او ورسره مله مغزي مواد ستاسو پوستکي ته ځلا ورکوي او د زیانمنو برخو رغیدلو کې کومک کوي. زموږ پوستکی هره ورځ د چاپیریال ککړتیا له اغیزو زیانمنیږي نو چارمغز دا زیانونه تر ډیره راکمولی شي.
رنګه غټ مرچک
رنګه غټ ( دُلمه) مرچک په ډيره اندازه انټي اکسیډانونه(antioxidant ) لري، دا د عمر د تیریدو نښې راکموي او د مخ د کونځو په کمولو کې ښه اغیز کوي.
انټي اکسیدانونه د هغو عناصرو ضد هم کار ورکوي چې ستاسو د پوستکي حجرې زیانمنوي او مرسته درسره کوي چې یو نرم او ښکلی پوستکی ولرئ.
د لمرګلی ( افتاب پرست ګل ) تخم
د لمرګلي تخم په ډیره اندازه ویټامین اي ( E) لري. دا ویټامین ستاسو د پوستکی حجرې له زیانمنیدو ساتي او د روغ پوست او حجرو په وده او جوړیدو کې ډيره مرسته کوي. په منظمه توګه د لمرګلي د تخم خوراک ستاسو پوستکي ته ځلا او تازه ګي ورکوي.