لیکوال: م احسان الله حقپال
لومړی ادب: له نا مناسبو خبرو (ټوکو ټکالو) څخه ډډه کول:
چې کله څوک یو مجلس ته ولاړ شي، باید د مجلس د ادابو خیال وساتي، یو له هغو آدابو څخه داده چې سړی باید په مجلس کې له بې ځایه بحثونو څخه ډډه وکړي؛ ځکه اکثره وخت همدا بې ځایه بحثونه د غټو شخړو لامل شي، او همداراز له بې ځایه ټوکو ټکالو څخه باید ډډه وشي، په دې اړه ابو حاتم په خپل کتاب روضة العقلاء کښې لیکي: بې کاره ګپ لګولو سره عزت او آبرو له منځه ځي، دوښمني ورسره پیداکیږي، ملګرتیا ورسره ختمیږي او په زړونو کښې کینه پیداکوي، مینه او محبت لمنځه وړي[1] همداراز امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کښې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث نقل کړی:
عن أبي هريرة، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يؤذ جاره، مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ و مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ[2]»
ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څځه روایت ده فرمایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: څوک چې په الله تعالی او ورځ د اخرت ایمان لري نو خپل ګاونډي ته دې تکلیف نه رسوي، او څوک چې په الله تعالی او ورځ د اخرت ایمان لري نو د میلمه اکرام دې کوي، او څوک چې په الله تعالی او ورځ د اخرت ایمان لري نو دخیر وینا دې کوي یا دې چوپتیا غوره کړي.
دوهم ادب: د دوه کسانو په مینځ کې بغیر د اجازې نه کیناستل:
د مجلس له آدابو څخه بل ادب داده چې د دوه کسانو په مینځ کښې بغیر داجازې نه کیناستل؛ ځکه دا داسلام له آدابو څخه خلاف ده چې د دوه کسانو په مینځ کښې بغیر د هغوی له اجازې څخه کینې په دې اړه رسول الله ﷺ فرمایلي:
«لا يجلس بين رجلين إلا بإذنهما[3]»
ژباړه: نه دې کینې (یوکس) په مابین د دوه کسانو مګر د هغوی په اجازې سره.
له دې حدیث څخه داخبره څرګنده شوه چې د دوه کسانو په مابین کې بغیر داجازې کیناستل د اسلام له ادابو څخه خلاف کار ده.
دریم ادب: دوه کسان پخپل منځ کې پټ مجلس نه کول:
د مجلس له آدابو څخه بل مهم ادب داده چې کله په یو مجلس کښې کسان کم وي باید دوه کسان ځانته پټ مجلس شروع نه کړي، دا د اسلام له آدابو څخه خلاف ده، البته که چیرته یو مجلس کې کسان ډیر زیات وي او هر څوک د خپل څنګ ملګري سره مجلس کوي نو بیا څه باک نشته؛ ځکه په کم کسانو کښې چې کله دوه کسه ځانته مجلس شروع کړي، د نورو ملګرو په زړه کښې شیطان وسوسې پیدا کوي، په دې اړه پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا كَانَ ثَلَاثَةٌ، فَلَا يَتَنَاجَى اثْنَانِ دُونَ وَاحِدٍ[4]»
ژباړه: له عبدالله بن عمر [5]رضی الله عنه څخه روایت ده، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې کله درې کسان وي نو دوه کسان دې بغیر له دریم کسه څخه (ځانته) مجلس نه کوي.
څلورم ادب: د مجلس په آخره کې مسنونه دعا ویل:
د مجلس له آدابو څخه اخیري ادب داده، چې کله مجلس پای ته ورسیږي نو په اخیر کې دې مسنونه دعا ووایي کومه چې په احادیثو کې په لاندې ډول راغلې:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ جَلَسَ فِي مَجْلِسٍ فَكَثُرَ فِيهِ لَغَطُهُ، فَقَالَ قَبْلَ أَنْ يَقُومَ مِنْ مَجْلِسِهِ ذَلِكَ: سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ، إِلاَّ غُفِرَ لَهُ مَا كَانَ فِي مَجْلِسِهِ ذَلِكَ[6]
ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت ده فرمایی: رسول الله ﷺ فرمایلي: چې کله یو څوک په یو مجلس کښې کیني او په هغه کې ډیرې (ګډې وډې) خبرې وکړي، او مخکې له پاڅیدو څخه دا کلمات ووایي: سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ، نو په دغه مجلس کې یې چې څه ویلي وي د هغو ټولو ورته بښنه کیږي.
اخذلیکونه او حوالې:
۱ ـ وګوری! أبو حاتم، محمد بن حبان بن أحمد بن حبان بن معاذ بن مَعْبدَ، التميمي، الدارمي، البُستي (المتوفى: 354هـ)،روضة العقلاء ونزهة الفضلاء، المحقق: محمد محي الدين عبد الحميد، ناشر: دار الكتب العلمية – بيروت، ص:۷۷
۲ ابو عبدالله، صحیح بخاري، ج۸ ص ۱۱. و ابوالحسن, صحيح مسلم, ج ۳ ص ۱۳۵۲.
۳ ابوداود، سنن ابې داود ج ۴ ص ۲۶۲.
۴ ابو الحسن، صحیح مسلم ج ۴ ص ۱۷۱۷.
۵ ـ عبدالله بن عمر رضی الله عنهما: نوم یې: عبدالله، د پلار نوم یې: عمر، د نیکه نوم یې: خطاب، اسم کنیه یې: ابو عبدالرحمن دی، ابن عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرو له جملې څخه وو، نوموړی د بعثت په ۳ کال پیدا شوی دی، د خپل پلار عمر رضی الله عنه سره یې یو ځای اسلام قبول کړی دی، په ۷۳هـ کې وفات شوی دی.(الاصابة، جـ ۴ صـ ۱۵۵).
۶ ـ أبو عيسى محمد بن عيسى بن سَوْرة بن موسى بن الضحاك، الترمذي، (المتوفى: 279هـ) ، سنن الترمذي,محقق: بشار عواد معروف, ناشر: دار الغرب الإسلامي – بيروت، چاپ کال: 1998 م، امام ترمذي رحمه الله فرمایي دا حدیث حسن صحیح او ددې وجې نه غریب ده، ج ۵ ص ۳۷۱.