د مجازي عشق د سختې پريشانۍ علاج

سلام اواحترامات د اسلامی سایت کارکونکوته و
وړاندیکوم: پس له سلام زه یوسوال لرم هغه دادی چه زه په یو جنی (جلکی) عاشق وم مکر هغه بل سړی ته ورکړه خووس زما زړه صبر نه کوی زه څه وکړم نو هیله ده چه زما سوال ته جواب راکړی
مننه
دجواب په انتظار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بيګانه ښځې او سړي ملګري ، تعلق او ارتباطات چې په عامه اصطلاح عشق يا محبت بلل کيږي په اسلامي شريعت کې حرام او د ګناهونو او فتنو مجموعه ده .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .

نن عصر محبت او عشق بازی اکثره د ناروا اختلاط نتجه وي نه د ديندارۍ او ښو اخلاقو ، نو د داسې عشق بازۍ په چارو کې عقل سليم خطا کيږي ځکه چې په دې کې د شيطان مداخله وي كما قال الله تعالى : ( وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ) الأنعام/43

مګر که خبره د د ناروا تعلق او اختلاط نه وي خبره د تقوی او ديندارۍ وي په داسې حالت حتی د ښځې د پاره هم جايز ده چې کوم نيک او صالح کس ته د نکاح وړانديز وکړي په دليل د لاندې حديث شريف :

انس رضي الله عنه روايت کوي چه: «جاءت امرأة إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم تعرض عليه نفسها، قالت: يا رسول الله ألك إلي حاجة؟ فقالت: بنت أنس: ما أقل حياءها واسوأتاه، قال: هي خير منك، رغبت في النبي –صلى الله عليه وسلم- فعرضت عليه نفسها» (البخاري ) .

او که خبره د اوسنۍ بې بندباره ټولنې او اختلاط وي د داسې مينې او عشق په نتيجه کې نکاح کول له ځانه سره زيانونه لري .

د ټولنيزو چارو عالم إسماعيل عبد الباري ليکي چې د واده نه مخکې عشق او اړيکو واله نکاح او ازدواج 75% خراب وي چې عوامل يې په لاندې ډول دي :

۱- د عشق او محبت په دوران کې هر طرف کوښښ کوي تر څو خپل عيبونه پټ کړي او د خپل محبوب لورې د خوشحالی د پاره ښه اخلاق او رويه کاروي ، خو کله چې د دوی ترمينځ واده وشي او ژوند پيل شي څنګه چې ژوند له مشکلاتو ډک دی نو په کراره کراره د دوی دواړو غيبونه ښکاره کيږي او د بل نه نفرت اختياروي .

۲- عاشقان ګمان کوي چې دا عشق به د ژوند تر پايه دوام لري مګر د ژوند د مشکلات او مناظرو سره له مينځه ځي .

۳- د عشق په وخت کې د سړي حقيقي صورت نه څرګنديږي بلکي دوی هغه څه تر سره کوي کوم چې د مقابل لورې رضا په کې وي خو کله چې د واده نه وروسته ژوند پيل شي نو د هغه هغوی دينداري ، اخلاق ، رحم او ادب څرګنديږي چې د عشق د دوران سره به سراسر په ټکر کې وي .

۴- د عشق ژوند او ديدن د سپوژمۍ په شان وي چې د قطع څخه يې وېره لري نو کله چې دوی د واده وروسته په يو اتاق کې ژوند پيل کړي او زړه يې نور صبر شي نو دا ژوند د عشق له ژوند سره ډير توپير لري .

د نکاح په باب د خپل مور او پلار مشوره او رايه ډيره ضروري ده ځکه چې هغوی هر طرف ته توجه کوي نو تاسې خپل انتخاب ته د مور او پلار په انتخاب باندې ترجيح ورکړي الله تعالی به ستاسې په ژوند کې برکت واچوي .

او په خپل قسمت باندې صبر وکړئ الله جل جلا له به تاسې ته ډير غوره بدله در کړي ځکه دا د الله وعده ده چې :

وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا … (الطلاق ۲-۳ ) .

(او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي)

دغه مجازي عشق يو روحاني مرض دی تاسې ته دا سپارښتنه کوم چې هر سهار او ماښام د البقرې سورة اخري دوه آيتونه (امن رسول ) تلاوت کوئ

ان شآء الله ډير ژر مو زړه قرار ونيسۍ او ددې بې ځايه فريشانۍ څخه به نجات ومومئ .

ددې آيتونو تلاوت د هر آفت غم او پريشانۍ څخه د نجات لاره ده ابن مسعود رضی الله عنه روايت کوي چې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه (البخاري – 5008 )

يعنې : څوک چې د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *