دشكرسجده كول څنګه دي
سوال : دشكرسجده څه حكم لري،اود مانځه نه وروسته سجده كول په كاردي اوكه په بل كوم وخت كښې ،اود مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب سجده كول څنګه دي ؟
جواب: دنعمت دتجدد(نوي كيدلو) پر مهال دشكرسجده مستحب ده ،(فى الدرالمختار وسجدة الشكرمستحبة(4) ) او د مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب نه مكروه ده (كمافيه ايضا لكنها تكره بعد الصلوة لا ن الجهلة يعتقدونها سنة او واجبة وكل مباح يؤدي اليه فهو مكروه الخ (1)) .