د ماشوم د سنت کولو شرعي حکم

سلامونه او نیکی هیلی ټولو ورونو ته الله دی وکړی چی روغ او جوړ اوسی زما پوښتنه داده چی دیو ماشوم سنت کولو لپاره شرعی دلیل او حدیث په رڼا کښی تشریح کړی نو ستاسو به ډیره مننه وی

شاهد احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

(الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط). ( متفق عليه )

دا پنځه شيان دانسان د فطرت سليمه د تقاضا خاص احکام دي :

ختنه سنت کول ۲- د نامه لاندې ويښتو خريل ۳- د بريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخستل  .

د سنت کولو د وخت په اړه مو کوم شرعي دليل پيدا نه کړ .

خو د ځنو علماؤ رايه دا ده چې د اوو کلونو د عمر په د ننه کې اولی دی .

ځګه د ماشوم والدينو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دا دی چې په اوه کلنې کې مو اولاد ته د لمانځه کولو حکم وکړﺉ ، ختنه يا سنت کول له طهارت سره تړلي دي .

و الله اعلم

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.