د ماشوم بریالۍ روزنه

لیکواله: کریسټینیا ډیس ماریس
ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

تر دې دمه ډیرو کسان د بریالیو ماشومانو ځانګړنې بیان کړي او دا یې هم ویلي چې څنګه دوی له نورو کسانو څخه توپیر لري. خو ترټولو مهمه پوښتنه دا ده؛ ددې لپاره چې ډاډمنه کړې ماشومان دې په راتلونکې کې بریالي وي، ته د مور یا پلار په توګه څه کولی شې؟

لاندې د څیړونو څو ټکي درسره شریکوو چې په عملي کولو یې تاسو د خپلو ماشومانو له بریا سره مرسته کولی شئ.

۱. د کورنۍ له غړو سره په ګډه د شپې ډوډۍ خوړل

د هاروارډ پوهنتون یو اړوند غیر انتفاعي سازمان په وینا، هغه ماشومان یاهم ځوانان چې په اونۍ کې پنځه وخته سر پر سر له کورنۍ سره یوځای خواړه خوري، د بد چلند، چاغوالي او ژور خپګان (ډیپریشن) نښې پکې ډیرې کمې لیدل کیږي. همدارنګه د دوی نومرې په منځنۍ کچه په ښوونځي یاهم په پوهنتون کې لوړې وي، د لغاتونو ښه ذخیره لري او په ځان ډیر باوري وي.

۲. ماشومان د بريښنايي سکرین لرونکو وسایلو ( سمارټ فون، ټابلیټ، کمپیوټر..) کارولو ته ډېر مه پریږدئ

څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي، که چیرې ماشومان له ټبليټ او یاهم سمارټ فون څخه ډیره استفاده وکړي، نو کولای شي چې د دوی ذهن د تل له پاره واړوي. په ځانګړي ډول، د ډیرو وړتیاوو د پرمختګ مانع ګرځي، په شمول د تمرکز، توجو، د لغاتو ذخیره او ټولنیز مهارتونه.

په حقیقت کې، د امریکا د ماشومانو طبي اکاډمي په وینا، د هغو ماشومانو عمر چې له اتلسو (۱۸) میاشتو څخه کم وي، نه باید چې د سکرین لرونکو توکو کارونې ته وخت ورکړل شي. هغه ماشومان چې عمرونه یې له (۵-۲) کالونو دي، باید په محدود ډول د ورځې یواځې یو ساعت سکرین لرونکو توکو ته وخت ځانګړی کړي. له پنځه کلنۍ نه لوړ عمره ماشومان باید په دې ځان ډاډمن کړي، چې همدا سکرین لرونکي توکي نه باید د هغوی د خوب، ورزش او ټولنیزو خبرو اترو ځای ونیسي.

دا څیړندویه ټولنه دا هم وایي چې، میندې و پلرونه باید د خوړو دسترخوان (میز)، موټر او د خوب تخت له سکرین لرونکو توکو څخه خوندي وساتي (په دې ځایونو کې ماشومانو ته د سکرین لرونکو بريښنايي وسایلو د کارولو اجازه ورنکړئ).

۳. له کور څخه بهر کار کول

د کور دننه د میندو کار کول (په کور کې پاتې کیدل) ګڼ شمیر کورنۍ ګټې لري، خو د هاروارډ پوهنتون د سوداګرۍ برخې څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي، چې کله چې یوه مور له کور څخه بهر کار کوي، نو په ډیر احتمال سره یې لوڼې کولای شي چې خپل ځان ته دندې ومومي، په ټولنه کې اداره کوونکي رولونه ولوبوي او د هغو نجونو په پرتله زیاتې پیسې لاسته راوړي چې میندۍ یې دندې نه لري.

۴. په ماشومانو واړه او سپک کارونه کول

د (۲۰۱۵) کال په (TED Talk) ویډیو کې، جولي لیټکوټ-هیمس، د ( ماشوم باید څنګه لوی کړئ) کتاب لیکوال وايي چې، په هاروارډ پوهنتون کې هغو ګډونوالو غوره بریاوې تر لاسه کړي چې په ماشومتوب کې یې د کور واړه او سپک کارونه ترسره کړي و.

۵. له ماشومانو سره درس ویل

د نیویارک پوهنتون د طبابت د څانګې څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې، هغه ماشومان چې میندې او پلرونه یې ورسره درس وايي، ښوونځي ته له تلو لا د مخه یې ژبه، لیک و لوست او د لوستلو مهارتونه ډیر ښه وي. همدارنګه، هغه ماشومان چې په کوچنیوالي کې له کتابونو سره لیوالتیا لري، وروسته په هغو کسانو بدلیږي چې کتابونه د شوق او ذوق لپاره لولي چې دا بیا په خپل ذات کې ډیرې ګټې لري.

ډاکټر الایس سولیوین وایي: موږ د یوشان ټولنیزو مخینو ماشومان چې په لس کلنۍ کې یې یوشان آزمویلې وړتیاوې درلودلې سره پرتله کړل او دې پایلې ته ورسیدو هغوی چې په متواتر ډول په لس کلنۍ کې یې کتابونه لوستلي وو او په په شپاړلس کلنۍ کې یې په یوه اونۍ کې له یوځل څخه زیات لوستي وو، د آزموینې پایله یې له هغو کسانو څخه لوړه وه چې په کمه اندازه یې کتابونه لوستي وو.

۶. سفر کولو ته ماشومان هڅول

د زده کوونکو او ځوانانو د سفر ټولنې د (۱،۴۳۲) هغو آمریکایي استادانو ترمنځ سروې کړې، چې نړیوالو سفرونو ته ډیر ارزښت ورکوي. په ځانګړي ډول، دغه نړیوال سفرونه کولای شي چې بې شمیره مثبتې اغیزې ولري:

• په زده کوونکو او ځوانانو کې (۷۶٪) د سفر کولو غوښتنه (میل) را ژوندی کوي
• کولای شي چې (۷۴٪) د نورو فرهنګونو او قومونو زغمل زیات کړي
• کولای شي چې (۷۳٪) د پوهې، زده کړې او نوښت لیوالتیا زیاته کړي
• کولای شي چې (۷۰٪) د بیلابیلو خوړو، د خوړلو لیوالتیا زیاته کړي
• کولای شي چې (۶۹٪) خپلواکي، خپل نفس ته درناوۍ (احترام به نفس) او په ځان باور زیات کړي
• کولای شي چې (۶۹٪) د کنجکاوۍ حس زیات کړي
• کولای شي چې (۶۶٪) زغم او مقابل لوري ته درناوۍ کول زیاته کړي
• کولای شي چې (۶۶٪) توافق ته رسیدل او د یو شي پر وړاندې حساس اوسیدل زیات کړي
• کولای شي چې (۵۱٪) د خپل شخصیت ښکاره کول زده کړي

د خپلو اولادونو (ماشومانو) بهر هیوادونو ته لیږل او یاهم له خپل ځان سره بهر هیوادونو ته بیول تر ډیره بریده شونې نه وي، خو لوی زړه غواړي. همدارنګه، دغه سروې له استادانو څخه د هیواد دننه سفرونو برابرولو غوښتنه کوي چې داهم بهر هیوادونو ته د سفر کولو یوشان ګټې لري.

۷. ماشومانو ته د ناکامۍ اجازه ورکول

که څه هم دا کار منطقي نه بریښي، خو بیاهم دا یو له هغو غوره کارونو څخه دی چې میندۍ و پلرونه یې باید ترسره کړي. د اروا پوهه ډاکټره سټیفني اولیري په وینا، موشومانو له پاره ناکامي د ځینو دلایلو پر بنسټ ډیره ښه ده. د ناکامۍ تجربه کول ستاسو ماشومانو ته مبارزه کول ورزده کوي، چې دا پخپله هغه مهارت دی چې په حقیقي نړۍ کې ډیره ورته اړتیا لیدل کیږي. همدا مبارزه ستاسې ماشومانو ته د اړتیا وړ مبارزه ورزده کوي چې څنګه له خپل سیال سره په واقعي بڼه مبارزه وکړي او بریالي شي. د وخت په تیریدو سره، هغو ماشومانو چې ماتې تجربه کړې اوسي، ارتجاعي حالت ځانته غوره کولای شي او د ستونزمنو او ننګوونکو کارونو ترسره کولو سره ډیره لیوالتیا ښيي ځکه چې دوی له ماتې څخه ډار نه لري. همدارنګه نوموړې وايي، هغه کارونه چې باید ماشومان یې ترسره کړي خو د هغوی پرځای یې تاسې ورته ترسره کوئ، د دې پیغام لیږدوي ګوندې تاسې پر هغوی باور نه لرئ.

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ادامـــه دارد…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟