السلام علیکم ، د مرتد سزا څه شی دی په دلایلو سره که ځواب راکړل شي، غوره به وي او دوهمه پوښتنه دا ده چې د لیوني سپي وژل څنګه دي؟
ستاسو ورور
سید محمد ابراهیم جاهد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ليوني سپي وژل چې ضرر يې ثابت وي جايز حتی ځينې فقهاء کرامو يې وژل واجب بللی دي .
په دليل د دغه قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي
: خَمْسٌ مِنْ الدَّوَابِّ كُلُّهُنَّ فَاسِقٌ , يُقْتَلْنَ فِي الْحَرَمِ : الْغُرَابُ , وَالْحِدَأَةُ , وَالْعَقْرَبُ , وَالْفَأْرَةُ , وَالْكَلْبُ الْعَقُورُ (رواه البخاري) .
ژباړه : پنځه قسمه له څارويو څخه فاسق (مضر ) دې په حرم کې دې قتل کړ شي :کړاخ ،يو قسم مرغ ، لړم ، موږک او عفور سپی .
د کلب العفور څخه مطلب داسې سپی دی چې په مضريت کې مشهور وي او د ليوه ، زمري ، پړانک په څير يې ضرر خطرناک وي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم