ټولنیز بدلون هغه وخت برکت لري چې د عقل، عدالت او تدریج پر بنسټ وي. خو کله چې بدلون د افراط بڼه غوره کړي، نو له اصلاح نه شخړه زېږوي او له نظم نه بېباوري. زموږ د ټولنې د لباس تجربه د همدې واقعیت ژوندی مثال دی.
یو وخت مکتب ته بېپتلونه تګ منع و، حال دا چې ډېری کورنۍ له دې فرهنګ سره اشنا نه وې. دا کار د نظم په نوم تحمیل شو او ورو ورو خلکو ومنلو، خو څوک دا پوښتنه ونه کړه چې:
ایا نظم هغه وخت ګټور دی چې د شاګرد عزت تر پښو لاندې کړي؟
وروسته بله دوره راغله؛ لونګۍ جبري شوه. حتی پر وړو ماشومانو دا بار واچول شو. کورنیو ته د درس ستونزه دومره سخته نه وه، څومره چې د لونګۍ تړل. دا حالت د افراط ښکاره بېلګه وه، ځکه له عمر، چاپېریال او واقعیت سره برابر نه و.
کله چې دا مرحله پای ته ورسېده، پتلون بېرته راغی، خو ورسره نکتایي هم لازمي اعلان شوه. ستونزه یوازې مکتبونو کې پاتې نه شوه، بلکې ځینو دولتي او خصوصي ادارو امر وکړ چې بې له نکتایي څوک باید داخل نه شي. همدلته افراط نوی شکل غوره کړ:
د کار، خدمت او وړتیا پر ځای، جامه معیار وګرځېد.
نن یو ځل بیا د لونګۍ او نکتایي جګړه راژوندۍ شوې ده. ځینې لونګۍ د دین نښه ګڼي او ځینې نکتایي د تمدن سمبول، حال دا چې دا دواړه یوازې وسایل دي، نه هدفونه. دین د انسان د اخلاقو لپاره راغلی، نه د جامو د جګړې لپاره؛ او تمدن د فکر، علم او نظم نوم دی، نه د تقلید.
دلته پوښتنه دا ده، او دا پوښتنه باید ځوانان په ځانګړې توګه له ځانه وکړي:
ایا پرمختګ دا دی چې له خپل فرهنګ بېګانه شو؟
او که دا دی چې د خپل فرهنګ تر سیوري لاندې علم، مهارت او نظم ترلاسه کړو؟
علامه اقبال په څو کرښو کې دا حقیقت ښه بیانوي:
قوت دین از مقام وحدت است
وحدت ار مشهود گردد ملت است
یعنې د دین ځواک په یووالي کې دی، او ملت هغه وخت ملت کېږي چې یووالی پکې ژوندی شي.
او همدارنګه وایي:
حکمت از قطع و برید جامه نیست
مانع علم و هنر عمامه نیست
نه جامې حکمت جوړوي، او نه لباس د علم او هنر خنډ دی.
ځوانانو ته پیغام
ځوانانو!
تاسو د دې ټولنې فکري ستنې یاست. مه پرېږدئ چې افراط تاسو له اصلي هدفه واړوي.
• علم په نکتایي نه راځي
• اخلاق په لونګۍ نه تحمیلېږي
• پرمختګ په تقلید نه، بلکې په تفکر کې دی
که نظم غواړو، باید د عقل له لارې یې پلی کړو؛
که دین غواړو، باید د اخلاقو په بڼه یې ژوندی کړو؛
او که پرمختګ غواړو، باید ځان، فکر او مهارت ته پانګونه وکړو.
شاتهوالی هغه فکر دی چې انسان په ظاهر قضاوت کوي، او پرمختګ هغه شعور دی چې انسان په عمل پېژني.
که افراط ډېر شي، ټولنه ټوټه کېږي؛ خو که اعتدال واکمن شي، هم دین خوندي کېږي، هم فرهنګ، هم تعلیم، او هم راتلونکی نسل.
راځئ د جامو پر ځای فکر سم کړو، ځکه ملتونه د عقل، عدالت او یووالي پر بنسټ جوړېږي، نه د ظاهري نښو پر سر د شخړو له لارې.
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website