۱- اسلام : په کافر باندې لمونځ واجب نه دی .
۲- بلوغ : لمونځ په نابالغ فرض نه دی مګر جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی چې کله ماشومان (نارينه يا ښځينه ) اوه کلنۍ ته ورسيږي هغوی ته په لمانځه کولو حکم وکړئ او چې کله لس کلنی ته ورسيد د لمانځ په ترک يې ووهي تر څو په لمانځه کولو عادت شي په دليل د دغه حديث شريف :«مروا أولادكم بالصلاة وهم أبناء سبع سنين، واضربوهم عليها وهم أبناء عشر سنين، وفرقوا بينهم في المضاجع»(احمد و ابوداود ) .
مګر وهل به سخت نه وي په لاس سره به وي په لرګي به نه وي تر دريو وارو به زيات نه وي (فقه الاسلامي وادله ).
۳- عقل : په ليوني باندې لمونځ واجب نه دی .
همدارنګه په حائضه او نفاسه ښځه باندې لمونځ واجب نه دی .
د لمانځه د صحت شرطونه
د لمانځه د صحت شرطونه يا د لمانځه فرضونه چې ځنې د لمانځه څخه بهر دي چې د لمانځه شرطونه بلل کيږي او ځنې د لمانځه په دننه کې دي چې د لمانځه ارکان يا داخلي فرضونه بلل کيږي .
اول – د لمانځه شرطونه يا خارجي فرضونه :
اول شرط ، د لمانځه وخت :
د لمانځه وخت پيژندل د لمانځه د صحت شرط دی ،د وخت نه مخکې يا ورسته لمونځ کول نه صحي کيږي، لمونځ به په همغه ټاکل شويو وختونو ادا کيږي کوم چې مخکې بيان شول په دليل د دغه آيت شريف :[إن الصلاة كانت على المؤمنين كتاباً موقوتاً](النساء:۱۰۳/۴).
ژباړه :يقيناً چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو وختونو کې.
دوهم شرط ،د بدن پاکوالی :
د لمونځ کونکي بدن به د حقيقي (نجاست ) او حکمي نا پاکۍ نه پاک وي که اودس نلري اودس به کوي او که غسل نلري غسل به کوي .
په دليل د دغه آیت کريمه :[يا أيها الذين آمنوا إذا قمتم إلى الصلاة فاغسلوا وجوهكم وأيديكم إلى المرافق ]… [وإن كنتم جنباً فاطهروا](المائدة:۶/۵)
ژباړه : اي مؤمنانو ! کله چې پاڅيږئ تاسې لمانځه ته نو ووينځئ تاسې مخونه خپل ، او لاسونو خپل تر څنګلو پورې ….. او که تاسې جنب ياست نو ځان پاک کړئ (غسل وکړئ ) .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لايقبل الله صلاة بغير طهور» (رواه جماعة الا البخاري).
يعنې : الله تعالی بغير له طهارت (دا چې بدن يې په نجاست ککړ وي اودس ونلري يا جنب وي ) لمونځ نه قبلوي .
دريم شرط ،د جامو پاکوالی :
جامی به پاکې وي که نجاست غليظه يا خفيفه وي هغه به پريمنځي ، په دليل د دغه آيت شريف :[وثيابك فطهر](المدثر:۴/۷۴).
يعنې : او جامې خپلې دې پاکې وساته ( له نجاست څخه لکه بدن دې چې پاک ساتې ) .
څلورم شرط ، د لمانځه د ځای پاکوالی:
په کوم ځای کې چې لمونځ ادا کيږي لکه : ځمکه ، فرش او جاينماز هغه به له نجاست څخه پاک وي.
لقوله سبحانه وتعالی :[أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ] (البقره ۱۲۵ ).
ژباړه: دا چې پاک کړئ کور زما ( ځای د عبادت ) لپاره د طواف کوونکو او عاکفينو او رکوع او سجده کوونکو .
او بل په دليل د هغه حديث شريف چې عرابي په جومات کې ميتيازې کړې وې جناب رسول الله عليه وسلم په هغه باندې د ابو اچولو حکم کړی وو «دعوه وأهريقوا على بولِه دَلوًا مِن ماءٍ أو سَجْلًا مِن ماءٍ»(صحيح ابن حبان ۱۴۰۰ ) .
پنځم شرط، سترعورت :
په لمانځه کې د بدن پټول يا د بدن د هغو ځايونو پټول چې هغه ته نظر کول حرام دي ستر عورت وايي په لمانځه کې د عورت پټول شرط دی په دليل دغه قول د الله تعالی :[خذوا زينتكم عند كل مسجد](الأعراف۳۱) .
يعنې : واخلئ تاسې زينت ( واغوندې پاکې جامې ) په وخت د هر لمانځه کې .
ابن عباس رضی الله عنه وايي د زينت څخه مراد د لمانځه جامې دي
ابن عابدين وايی :که څه هم څوک نه وي او شپه وي بيا هم په لوڅ شان سره لمونځ کول نه صحي کيږي( رد المحتار:۳۷۵/۱).
د ښځې عورت پرته له مخ ، لاسونو او پښو نور ټول بدن عورت دی .
لقوله سبحانه وتعالی :[ولا يبدين زينتهن إلا ما ظهر منها)(النور:۳۱).
ژباړه :او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دی نه په ډاګه کوي .
هغه څه چې ظاهر دي او ښکارې د هغې څخه مخ ، لاسونه او قدمونه مراد دی .
همدارنګه رسول صلّى الله عليه وسلم فرمايي: «لا يقبل الله صلاة حائض إلا بخمار» (رواه حاکم ، وصححه ابن خزيمة).
ژباړه : الله تعالی د حائضې ښځې (بالغې ښځې ) لمونځ پرته له خمار څخه نه قبلوي .
خمار هغه لوی چادر ته وايي چې بغير له مخ او لاسونو ټول بدن پټ کړي.
جامې به دومره نازکې او نری نه وي چې د پوست رنګ ورڅخه معلوم شي يا ويښتان ورڅخه ښکاره شي په داسې جامه کې لمونځ کول نه صحي کيږي چې د پوست رنګ او ويښتان ورڅخه څرګند شي ځکه چې داسې جامې د ستر او پردې حکم نلري .
د نارينه عورت د نامه لاندې تر ګونډو يا زنګونو پورې چې خپله ګونډې هم په عورت کې شامل دي (الدر المختار:۳۷۵-۳۹۷/۱-، تبيين الحقائق للزيلعي:۹۷-۹۵/۱).
په دليل د دغه حديث شريف : فلا ينظر إلى ما دون السرة وفوق الركبة، فإن تحت السرة إلى الركبة من العورة»(الدارقطني ، احمد و ابوداود) .
ژباړه : پس نظر دې نه کوي د نامه نه لاندې تر ګونډو پورې ، ځکه د نامه نه لاندې تر ګونډو پورې عورت دی .
شپږم شرط،مخامخ قبلی درېدل :
په لمانځه کې قبلې ته مخامخ درېدل د لمانځه د صحت شرط دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[ فولّ وجهك شطر المسجد الحرام، وحيثما كنتم فولوا وجوهكم شطره](البقرة:۱۵۰).
ژباړه:نو وګرځوه مخ خپل په لورې د مجسد الحرام (کعبې شريفې) او په هر ځای کې چې اوسيږئ وګرځوئ مخونه خپل لورې (د کعبې ته ) .
اوم شرط ،د لمانځه نيت کول :
د لمانځه لپاره نيت کول فرض او د لمانځه د صحت شرط بلل کيږي .
نيت په لغت کې قصد او ارادې کولو ته وايي او په اصطلاح کې د عبادت لپاره د زړه عزم او ارادې ته د الله تعالی د تقرب او رضا لپاره نيت ويل کيږي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ](البينة:۸۹/۵).
ژباړه :دوي ته امر نه دی شوی مګر ددې چې د یو الله (جل جلاله) عبادت وکړي، مخلصین وي الله (جل جلاله) ته د دين له رويه .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى (متفق عليه ) .
ژباړه :د ټولو عملونو قبلېدل په نيت پورې اړه لري ، انسان ته د ده د نيت موافق ثواب او بدله ورکول کيږي.
د لمانځه نيت عبارت دی د لمانځه د پاره اداره کول يوازې د الله تعالی د رضا لپاره ، او اراده د زړه عمل يعنې د نيت او ادارې ځای زړه دی او په ژبه تکرار يې شرط نه دی مګر په ژبه تکرارول ښه او مستحب کار دی ځکه د زړه سره کومک دی .
فنية الصلاة: هي إرادة الصلاة لله تعالى، والإرادة عمل القلب، فمحل النية: هو القلب: بأن يعلم بقلبه أي صلاة يصلي، ولا يشترط الذكر باللسان، وإنما يستحب إعانة للقلب الجمع بين نية القلب وتلفظ اللسان (البدائع/۱۲۷/۱ ومابعدها، الدر المختار:۴۰۶/۱).