زه یوه پوشتنه لرم خدای (جل جلاله) دې وکړي چه مفصل ځواب راکرئ:- که دې یوې ښځې خاوند لادرکه شوی وي هغه ښځه تر څو کالو انتظار وروسته د بل چا سره نکاح کولی شي البته ځواب به د څلور واړو یعنی حنفی ، شافعی، مالکی او حنبلی فقهو په اساس را کوئ وسلام
هتکي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مفقود الخبر هغه چا ته ويل کيږي چې بې درکه شوی او ورک شوی وي د مرګ او ژوند هيڅ پته يې نه وي .
ايا د بې درکه سړي ښځه د بل چا سره نکاح کولای شي ، د خپل ميړه د درک پيدا کيدو د پاره څومره انتظار کولای ؟
اول : د امام ابوحنيفه او امام شافعي په نزد څو پورې چې د سړي د مرګ خبر يا د هغه د مرګ غالب ګمان او يا د هغه لخوا طلاق نه وي ورکړی شوي ښځه د بل چا سره نکاح نشي کولای .
جاء في الموسوعة فقهية : ولكن إلى متى تبقى كذلك؟ لم يأت في السنّة إلا حديث واحد هو قوله عليه الصلاة والسلام: «امرأة المفقود امرأته حتّى يأتيها الخبر».
وهذا النّص المجمل جاء بيانه في قول عليٍّ رضي الله عنه: بأنّ امرأة المفقود تبقى على عصمته إلى أن يموت, أو يأتي منه طلاقها.
وبه قال ابن مسعودٍ رضي الله عنه والنّخعيّ, وأبو قلابة, والشّعبي, وجابر بن زيدٍ, والحكم, وحمّاد, وابن أبي ليلى, وابن شبرمة وعثمان البتّي, وسفيان الثّوري, والحسن ابن حيٍّ, وبعض أصحاب الحديث.
وإليه ذهب الحنفيّة, والشّافعي في الجديد.
حنفيه او شافعيه فقهاء په لاندې احاديثو باندې استلال کوي :
د حضرت مغيره بن شعبه رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : اِمرأة المفقود امرأته حتی ياتيها البيان ( دارقطني ) .
يعنې : د بې درکه سړي ښځه تر هغه پورې د هغه ښځه ده څو پورې د هغه د مرګ او ژوند پته و نه لکيږي .
همدارنګه د حضرت علی رضی الله عنه روايت دی چې چې د بې درکه سړی ښځې لره تر هغې پورې صبر کول پکار دی څو د هغه د مرګ او ژوند پوره حال معلوم شي : فلتصبر حتی يستبين موته او طلاقه . او د حضرت علی رضی الله عنه د قول سره ابن مسعود رضی الله عنه موافق دی .
دا چې په غالب ګمان ښځه څومره وخت انتظار وکړي تر څو د مرګ غالب ګمان پيدا شي دا نظر وخت او ځای ته فرق کوي په دې اړه د حنفي علماؤ رايې مختلفي دي ، شرح وقايه کې د ۹۰ کالو ذکر شوی دی ، د امام ابوخنفيه يو قول صرف د ۳۰ کلونو دی ، ځنو حضراتو ۶۰ يا ۷۰ کاله ذکر کړی دی او د صاحبينو نه د ۸۰ کلونو نقل شوی دی . (جديد فقهي مسائل ج ۲ ص ۱۵۶ – مختصرالقدوري ص ۱۵۰) .
دوهم : د قديمو شافعي فقهاء په نزد څلور کاله به انتظار کوي او د امام مالک په نزد باندې که سړي په دارالاسلام کې بې درکه شوی وي ښځه يوازې ۴ کاله انتظار کولای شي او په کفري ملک کې وي څو چې د هغه د مرګ درک نه وي معلوم شوی د بل چا سره نکاح نشي کولای.
د دوی دليل دا دی چې د حضرت عمر رضی الله عنه او حضرت عثمان رضی الله عنه نه روايت نقل شوی دی چې د بې درکه سړي ښځه به څلور کاله انتظار کوي او څلور مياشتې او لس ورځې به عدت تيروي د هغه وروسته د بل کس سره نکاح کولای شي .
جاء في موسوعة الفقهية : وذهب عمر رضي الله تعالى عنه إلى أنّ امرأة المفقود تتربّص أربع سنين, ثمّ تعتد للوفاة أربعة أشهرٍ وعشرة أيّامٍ, فإذا انقضت حلّت للأزواج.
وبهذا القول قال عثمان, وابن عمر, وابن عبّاسٍ, وابن الزبير, هو رواية عن ابن مسعودٍ, وعليٍّ رضي الله عنهم, وهو قول الشّافعيّ في القديم.
وذهب المالكيّة إلى أنّ المفقود في بلاد المسلمين تتربّص امرأته أربع سنين, ثمّ تعتد أربعة أشهرٍ وعشرة أيّامٍ, ثمّ تحل للأزواج, وأمّا المفقود في بلاد الأعداء, فإنّ زوجته لا تحل للأزواج إلا إذا ثبت موته
دريم : د بې درکه کس د ښځې د نکاح په اړه د حنابله دوه قولونه دي ، اول : دا چې د هغه د مرګ پته ولګيږي ، دوهم : دا چې هغه به ۹۰ کاله انتظار کوي .
جاء في موسوعة الفقهية :
وأمّا الحنابلة فعندهم في المفقود الّذي ظاهر غيبته السّلامة قولان:
الأوّل: لا تزول الزّوجيّة ما لم يثبت موته.
الثّاني: أنّ زوجته تنتظر حتّى يبلغ من العمر تسعين سنةً في روايةٍ, وفي روايةٍ أخرى أنّ المدّة مفوّضة إلى رأي الإمام والرّواية الأولى هي القويّة المفتى بها, وهذا هو الصّحيح في المذهب.
و الله سبحانه و تعالی اعلم