د آخرې زمانې فتنې
قيامت علامې :
د قيامت د علائمو د پيژندلو اهميت
۱- په قيامت باندې د ايمان ثبات او ټينګښت چې په قيامت باندې ايمان لرل د ايمان رکن دی چې د هغه پرته ايمان نه صحي کيږي ، د قيامت د وړو او لويو نښو راتلل نړيوالو ته ښکاره دليل او خبرداری دی چې قيامت راتلونکی دی .
۲- د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اخبارو صدق ، کوم چې د وحی په ذريعه خبر ورکړ شوی او هغه خپل امت ورڅخه خبر کړی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى][1].
او د قيامت د نښو خبر له غيبي اخبارو څخه دی چې د نبوت د سترو دلائلو څخه يو دليل دی، نړۍ ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت او نبوت د صدق ښکاره او واضح دليل دی .
۳- د قيامت د علائمو د بيان مقصد د خلکو خبرول دي، د غافلو او ويدو خلکو بيدارول تر څو په خپلو نيکو اعمالو کې بيړه او توجه وکړي او روانو فتنه ته تيار ووسي .
چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په څو رواياتو کې د خپل امت په اړه دا ټينګار کړی دی چې : « بَادِرُوا بالأعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ المُظْلِمِ… »[2].
ژباړه : د نيکو عملونو په کولو کې بيړه وکړئ مخکې له هغو فتنو څخه چې د تورو شپو د ټکړو په شان به پرلپسې راځي .
۴- نړۍ ته ښکاره خبرداری دی چې د دنيا موجوده نظام نړيدونکی دی ،کافران دې حق ته تسليم شي او فاجران ، مجرمان او ظالمان دې له خپلو کړنو څخه توبه ګار شي يقيناً چې داسې ورځ راتلونکي ده چې دوی به د خپلو کړنو حساب ورکوي او د خپلو کړنو سزا به مومي .
حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : له قيامت څخه مخکې د هغه د نښو ښکاره کيدلو حکمت د غافله خلکو خبرول دي څو دوی توبه وباسي.[3]
او د قيامت له قيام څخه مخکې وړې نښې او بيا په تدريجې توګه سترې نښې را تلونکي دي خو کله چې لمر له مغرب را وخت نو بيا نه توبه قبليږي او نه عمل صالح عمل ، بس نور د ټولو دروازه وتړل شوه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ سِتًّا: طُلُوعَ الشَّمْسِ مِنْ مَغْرِبِهَا، أَوِ الدُّخَانَ، أَوِ الدَّجَّالَ، أَوِ الدَّابَّةَ، أَوْ خَاصَّةَ أَحَدِكُمْ أَوْ أَمْرَ الْعَامَّةِ »[4].
۵- مؤمنانو ته د آخرې زمانې د فتنو په اړه پوره بصيرت او علم حاصليدل تر څو د فتنو پر مهال پر خپل ايمان باندې ثابت او له فتنو څخه ځان وساتي .
خُذيفه رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «تُعْرَضُ الْفِتَنُ عَلَى الْقُلُوبِ كَالْحَصِيرِ عُودًا عُودًا، فَأَيُّ قَلْبٍ أُشْرِبَهَا، نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ، وَأَيُّ قَلْبٍ أَنْكَرَهَا، نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ بَيْضَاءُ، حَتَّى تَصِيرَ عَلَى قَلْبَيْنِ، عَلَى أَبْيَضَ مِثْلِ الصَّفَا فَلَا تَضُرُّهُ فِتْنَةٌ مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ، وَالْآخَرُ أَسْوَدُ مُرْبَادًّا كَالْكُوزِ، مُجَخِّيًا لَا يَعْرِفُ مَعْرُوفًا، وَلَا يُنْكِرُ مُنْكَرًا، إِلَّا مَا أُشْرِبَ مِنْ هَوَاهُ »[5]
ژباړه: ژباړه : زړونه به د فتنو سره داسې مخامخ شي لکه پوزی يو پر بل پسې ، نو کوم زړه چې په دغو فتنو باندې خوښ او راضي شو نو په هغه کې به يو تور داغ پيدا شي . او کوم زړه چې هغه بد وګڼلو په هغه کې به سپين داغ پيدا شي تر څو ټول سپين شي لکه صافه ډبره ، نو څو پورې چې ځمکې او آسمانونه دي دغه زړه ته به فتنې ضرر ونه رسوي ، هغه بل تور (زړه) به لکه د کږې شوې او يا سوری کوزې پشان وي چې نه به ښه کار پيژني او نه به له بد کار څخه کرکه کوي مګر په هغه کې به يوازې هوا او خواهشات څښل کيږي .
۶- مؤمنانو ته تسليت او د دين د غربت او فتنو پر مهال په ايمان باندې د ثابت پاتې کيدو د ستر اجر زيری ورکول .
جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«بَدَأَ الْإِسْلاَمُ غَرِيبًا ثُمَّ يَعُودُ غَرِيبًا كَمَا بَدَأَ فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَنْ الْغُرَبَاءُ؟ قَالَ: «الَّذِينَ يُصْلِحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ» .[6]
يعنې : اسلام بې کسه او غريب شروع شوي دی او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ پس طوبی ( خوشحالي ، اکرام ، لوی خير او جنت دی) لپاره د غريبانو – چا پوښتنه وکړه يا رسول الله ! غريبان کوم کسان دي؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه کسان دي چه د فتنو او فساد په وخت کې د خلکو د اصلاح کوښښ کوي .
او همدارنګه د فتنو پر مهال عبادت لوی اجر لري چې بيان به يې وروسته راشي .
[1] – سوره النجم ۳-۴ .
[2] – رواه مسلم .
[3] – فتح الباري لابن حجر (۱۱/ ۳۵۰)
[4] – رواه مسلم: ۲۹۴۷.
[5] – رواه مسلم: ۱۴۴.
[6] – رواه أحمد والترمذي- السلسلة الصحيحة .