د قوم پالنې بطلان پيژندل په اسلام کې ضرور دي ځکه دا ښکاره ناروا او وحشي جاهليت دی او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې دسيسه ده ، د لاندې څلورو دلائلو په رڼا کې:
اول- ځکه چې دا د مسلمانانو د تفرقې سبب کيږي ، عجمي مسلمان له خپل عربي مسلمان ورور څخه جلا کوي بلکي خپله عرب پر ډلو او ګوندونو ويشي او دا کار د اسلامي مقصد مخالف دی کوم چې د مسلمانانو يووالي ته بلنه ده : وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا .
دوهم : دا د جاهليت کار دی ، او د اسلام څخه پرته بل څه ته بلنه ده ، او د اسلام او قرآن پرته هر ډول بلنه که هغه د نسب وي ، وطن وي ، مذهب وي او طريقې وي د جاهليت له خيالي دعوې څخه دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
: « لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ »
او فرمايي:« إِنَّ اللَّهَ أَوْحَى إِلَيَّ أَنْ تَوَاضَعُوا حَتَّى لَا يَبْغِيَ أَحَدٌ عَلَى أَحَدٍ ، وَلَا يَفْخَرَ أَحَدٌ عَلَى أَحَد»[1] .
ژباړه : الله تعالی ماته وحی کړې چې تواضع کوه تر څو څوک پر چا باندې ظلم ونه کړي او څوک پر چا باندې فخر ونه کړي .
او د شک پرته چې قوميت پالنه د کبر او فخر طرف ته بلنه کوي ، او دا د جاهليت مفکره ده چې په خلکو کې فخر او تعصب را منځته کوي .
دريم : دا کار د کفارو د موالاتو (دوستۍ او مدد ) سبب ګرځي او د هغوی په دوستۍ نيول دي او د قوميت د دوښمنۍ په مقابل کې د مسلمان او نا مسلمان مدد کول دي ، او دا کار د قرآن او سنتو د نصوصو مخالفت دی کوم چې د هغوی څخه نفرت واجب او موالات يې حرام دي .
الله تعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ] “[2] .
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى.
دوی د عربيت د قوميت يو کتله را منځته کول غواړي له همدې امله هر عربي هغه که يهود وي ، نصارا وي ، مجوس او بت پرست او يا ملحد او نور وي د عربيت د قوميت تر بيرغ لاندې دريږي او وايي : د هغوی په رژيم کې د عربی او غربي تر منځ فرق نه وي که څه هم دوی په اديانو کې سره مخالف وي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :
[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ ” إلى قوله: ” وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ][3]
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو زما دښمنان او خپل دښمنان دوستان مه نیسئ، چې تاسو دوى ته مینه وروړاندې كوئ….او په تاسو كې چې هر څوك دغه (كار) وكړي، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو.
او الله تعالی فرمايي:[ لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءهُمْ أَوْ أَبْنَاءهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ][4]
ژباړه : ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي۔ اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي۔
خو دوی (کافرانو او د دوی جاسوسانو ) قوم پالنه رواه ګرځولې وايي : دين له قوميت څخه جلا کړئ او دين له سياست څخه جلا کړئ او د خپلو ځانونو او خپلو قومونو څاپيره سره را ټول شئ خپل مصالح خوندي کړئ او خپل افتخارات مو وساتئ لکه اسلام چې د دوی په لاره کې ولاړ وي او دوی او د دوی د افتخارونو په منځ کې خنډ وی؟ ( نو آیا اسلامي د تاسې د مصالحو او افتخاراتو پر وړاندې کوم خنډ دی؟) ، و الله دا جهل دی فريب دی او قضيه برعکس ده ، او عاقل به څنګه دا قبول کړي چې ابوجهل ، ابو لهب ، عقبه او نضر بن حارث او نور کفار کوم چې نبی صلی الله عليه وسلم په زمانه کې وو د ابی بکر صديق ، عثمان او عمر او علي او نورو صحابه وو وروڼه او دوستان شي؟ ، و الله دا کار باطل دی لويه ناپوهي ده .
څلورم : قوميت ته بلنه د قرآنکريم د حکم له منځه وړلو سبب ګرځي ، ځکه چې د قوم پالنې تر سيورې لاندې نظام کې غير مسلم د قرآن په حکم خوښ نه وي نو ضرور به قومي مشران ساختګي احکام برابروي چې د قرآن سره به په ټکر کې وي تر دې چې قومي ټولنه به د دغو ساختګي قوانينو پر وړاندې يو برابر کړي .
په آخر کې دا بايد په ياد ولری چې په نني معاصر تاريخ کې قوم پالنه د الحادي استعمار شعار دی او اسلام دوښمنو پلان دی لکه مخکې مو چې د «لورانس» د غونډې وړانديز درته بيان کړ .
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي
[1] – رواه مسلم .
[2] – سوره المائده :۵۱ .
[3] – سوره الممتحنة :۱ .
[4] – سوره المجادله :۲۲ .