پوښتنه داسی ده چی د 5 وختو د قضایی لومنځو مناسب وختونه کوم دی که د یو مسلمان ورور څخه قضا شوی وی باید کوم وخت راوګرځول شی البت د ټولو وختونو په اړه خلص معلومات که راکړی ډیره مهربانی به مو وی .
محمد ناصر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د قضايي لمونځونو مسائل
۱- که د چا څخه د هېرې يا خوب او يا بل عذر له کبله لمونځ قضا شي کله یې چې په ياد شو فوراً به د لمانځه قضايي راوړي ، د کوم عذر پرته د قضاء تأخير او ځنډ ګناه ده .
په دليل د دغه حديث : ” من نسي صلاة أو نام عنها فکفارتها أن يصليها إذا ذکرها” (صحيح مسلم : 684- 315/477/1 )
يعنې د چا څخه چې لمونځ هير شي او يا خوب وړی وي او لمونځ ترې قضا شي د هغه کفاره دا ده چې کله يې ور په ياد شو همغه وخت به د هغه قضايي راوړي .
۲- د چا څخه چې يوازې يو لمونځ قضا شوی وي او مخکې کوم لمونځ نه وي ورڅخه قضا او يا يې د قضايي لمونځونو ورستی لمونځ وي نو پر هغه باندې واجب ده چې لومړی قضايي لمونځ ادا کړي او بيا د وخت لمونځ وکړي (درالمختار ۱/۷۵۹ ) .
۳- که د چا څخه دوه ، دری ، څلور او يا پنځه لمونځونه قضا شوي وي صاحب ترتيب بلل کيږي هغه به لومړی قضايي لمونځ ادا کوي او بيا به د وخت لمونځ ادا کوي او په قضايي کې به ترتيب په نظر کې نيسي ، مثلاً که د يوې ورځې لمونځونه ورڅخه قضا شوي وي نو لومړي د سهار لمونځ بيا د ماسپخين بيا د مازديګر او بيا د ماسختن داسې چې لومړي به قضايي او بيا د وخت لمونځ ادا کوي مګر که د وخت د لمونځونو د فوت وېره وه نو د وخت لمونځ به مخکې کړي او بيا به قضايي ادا کړي .
الترتيب بين الفروض الخمسة والوتر وبين الفائتة والوقتية مستحق لازم إلا أن يخاف فوات صلاة الوقت، فيقدم صلاة الوقت ثم يقضي الفائتة.
) البدائع: 1 / 131 وما بعدها، الدر المختار: 1 /679 – 685
۴- که د چا څخه ډير لمونځونه قضا شوی وي او ورسته توبه وباسي نو هغه به د قضا شويو لمونځونو شميره په غالب ګمان پيدا کړي او کوښښ به وکړي چې فوراً د لمانځه قضايي راوړي ځکه توبه يوازې د تأخير لپاره ده د لمانځه قضايي نه ساقطيږي .
د قضايي راوړلو لپاره مشخص وخت نشته د مکروهه وخت څخه پرته هر وخت چې د هر څومره لمونځونو قضايي ادا کولای شي نو هغه به ادا کړي (ردالمختار ۱/ ۷۶۹ ) .
۵- يوازې د فرض لمانځه او وتر لمونځ قضايي ادا کيږي.
۶- که چا ته د قضايي راوړلو وخت مساعد نشو نو هغه به د مرګ په وخت کې د فديه ورکولو وصيت وکړي (ردالمختار ۱/ ۷۶۶ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم