د قربانۍ په ادا کولو زکات نه ادا کيږي

محترمو سلامونه او احترامات٠ پوښتنه دا ده چه كه يو تن د بدى ورځې  لپاره فرضا لس زره أفغاني ولري او د كال په تيريدو سره ترې زكات وباسي او د زكات له همدغه  پيسو نه قرباني وكړي او نورو مسكينانو ته وركري ځکه چه دى نور عايد نه لري نو أيا د قربانى دغه پيسى په زكات كى شميرل كيدى شي كه نه٠هيله كوم جواب به وليكى٠درناوى

عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې مالک نصاب وي په هغه باندې زکات فرض او قربانۍ واجبه ده د زکات په ادا کولو سره قربانۍ نه ادا کيږي او قربانۍ په ادا کولو سره زکات نه ادا کيږي مګر که د اختر تر ورځې پورې هغه داسې بې وسه شي چې مالک نصاب نه وي نو بيا په هغه باندې قرباني نشته .

د زکات نصاب ۲۰۰ شرعي درهم يا ۵۹۵ ګرامه سپين زر چې اوس تقريباً ۴۱۰۰۰ افغانۍ کيږي نغدي پيسي وي يا د دومره افغانيو تجارتي مال ولري او کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

مګر د قرباني د نصاب د پاره که څوک ۴۱۰۰۰ افغانۍ ، تجارتي مال يا د دومره افغانيو اضافي سامان ، لباس او اضافي کور ولري قرباني ورباندې واجبه ده ، پر چا چې صدقه فطر واجب وي په هغه باندې قرباني هم واجب ده .

و شرائطها الاسلام و الاقامة و اليسار ( اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضا يساويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتلق به وجوب صدقة الفطر ( الدرالمختار ۶ /۳۱۲ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۳ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.