د مس شيطان (پيريانې ) نښې او علاج
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.
کوم ښځه چې پيرياني وي ، پيريان لري د هغه سره څه کول پکار دي ؟
بختيار – ايران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول د پيرياني کېدو عوامل :
دا چې په انسان باندې پيريان او يا شيطانان مسلط ګرځي لاندې عوامل لري .
الف ) : پيريانو ته ضرر رسول او د هغوی انتقام .
– په آشپزخانه او حمام کې د بسم الله ويلو پرته ګرمي او جوش اوبه اچول .
– تشناب ته د ننوتلو په وخت کې مسنونه دعا نه ويل او پر پيريانو باندې ميتيازې کول .
– د حشراتو په ځالو يا سوريو ، سوړو کې بولې او ميتيازې کول .
– په کور کې د ضرر او زيان پرته د حشراتو وژل .
– د ضرر رسولو پرته سپي او پشکې ته ضرر او زيان رسول .
– په کور کې د الله د ذکر او د قرآن د تلاوت ترک او د هغه پر ځای موسیقي .
– په شپه کې د بسم الله ويلو پرته د ډبرې او يا بل څه غوځول .
– سحر او جادو
پيريان او شيطانان د بسم الله او اذکارو په ويلو سره تښتي او په انسان حمله نشي کولای ، چې په دې بنا مسنونه اذکار خاص اهميت لري لکه : د خوراک د پيل دعا ، حمام ته د ننوتلو او وتلو دعا ، کور ته د ننوتلو او وتلو دعا ، د خوب دعا او نور ، تفصیل دلته ولولئ .
https://dawat610.com/archives/3978
مګر هغه کس چې په مسنونه اذکارو عمل کوي شيطان او پيريان هغه ته ضرر نشي رسولای د انتقام لپاره د هغه نږدې کس او نږدې خپلوان ته ضرر رسوي .
ب ) : د عبادت ترک کول او يا هغه په ښه شان سره نه اداکول ، مثلاً لمونځ صحي نه ادا کول او داسې نور ، په ډيرو ګناهونو باندې مبتلاء کيدل او د توبې او استغفار ترک کول ددې سبب کيږي چې په انسان باندې پيريان او شيطانان تسلط مومي .
د پيرياني کس (مس شيطان ) ځينې علائم :
– ډير زيات په غصه او قهر کېدل .
– زيات پتنګ کيدل .
– د خپل کور ، کار ، ښځې ، يا خاوند ، خپلوانو او او ټولنې څخه نفرت کول .
– د زړه کلک والی او بې رحمي .
– غير ارادې حرکات او د کوم طبي سبب پرته د ځينو اندامونو کږوالی .
– د عجيبو آوازونو اورېدل .
– د کوم سبب پرته د بدن حرارت ، تبه او خولې کېدل .
– بې سببه ژړل .
– کډوډې خبرې .
– په خوب کې د حيوانانو لکه : ليوه ، مار ، لړم او نورو حيواناتو ليدل ، قبرستان ، همدارنګه په خوب کې په ناپاکو اوبو او چټلې او وينو ککړېدل او نور ګډوډ او نا آرامه خوبونه د مس شيطان نښه ده .
– کسل او ټبلي او ډير وسواس .
وقايه :
۱- په لمانځه او ټولو شرعي امورو مواظبت .
۲- ذکر ، تلاوت او منسونه دعاګانې ، خصوصاً د بيت خلا، ، خوراک ، خوب او نور منسونه اذکار او دعاګانې ، د سهار او ماښام اذکار ، آيت کرسي ويل او د خوب پر مهال د مغوذتين تلاوت کول او شپې د البقرې دوه آخري آيتونه لوستل .
۳- د ضرر رسولو پرته د حشراتو له وژلو څخه ځان ساتل .
۴- د ماښام وروسته د بهر وتلو څخه د ماشومانو منع کول .
۵- خپل کور له مجسمو ، تصويرونو ، ساز او سرود او موسيقی څخه پاکول .
د مس شيطان (پيرياني ) او سحر شرعي علاج :
په مريض باندې د سورت فاتحې ، قل الله ، معوذتين لوستل او د اعراف (۱۱۷۰۱۱۹) آيتونه ، سوره يونس (۷۹-۸۲ ) آيتونه ، سوره طه (۶۵-۶۹ ) ايتونه لوستل او په مريض دم کول او يا د اوبو دمول او هغه مريض ته ور څښل .
د دم کوونکې لپاره اخلاص ، پر الله تعالی توکل ، صحي عقيده ، په شرعي طريقه دم کول شرط دي .