السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته پوښتنه دا ده فقیر چی د قربانی لپاره څاروی واخلی اوهغه د قربانی په ورځو کی قربانی یعنی ذبحه کړی خوراک یی د ده او اولاد لپاره جائز دی که نه مفتی به قول کوم دی ؟
ابوخليل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : فقير باندې چې مالک نصاب نه وي قرباني کول واجب نه دي
قرباني په هغه چا باندې واجب ده چې مالک نصاب وي يعنې د ۵۹۵ ګرامو سپينو زرو برابر قيمت د ضرورت څخه علاوه پيسی ، د استوګن ځای ، اضافي لباس او اضافي سامان ولري .
د زکات او قربانۍ د نصاب تر مينځ دا فرق دی چې د قربانۍ د نصاب د پاره هغه څه هم نصاف بلل کيږي چې په هغه کې زکات نه کيږي لکه د کور اضافي سامان ، د استوګنې څخه علاوه بل کور ، د کور د پاره اخيستل شوي موټر و غيره .
و شرائطها الاسلام و الاقامة و اليسار ( اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضا يساويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتلق به وجوب صدقة الفطر ( الدرالمختار ۶ /۳۱۲ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۳ ) .
دوهم :
د قربانۍ د غوښي خپله خوړل ، ميلمنو او خپلوانو ته ورکول او زخيره کول جايز دي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : كلوا وأطعموا وادخروا ( خپله له هغه څخه وخورئ ، نور ته يې ورکړئ او له هغه څخه يې زخيره کړئ ) (رواه البخاري )
او مسلم شريف دا روايت نقل کړی دی : كلوا وادخروا وتصدقوا (رواه المسلم ) :
علماء کرام وايي : غوره دا ده چې د قربانۍ غوښه دری حصې شي يوه حصه خپله وخوري ، يوه حصه صدقه کړي او يو حصه زخيره کړي ، مګر دا حکم مستحب دی واجب نه دی ، که کور ګن وي ټوله غوښه پر خپل اهل عيال خوړل جايز دي .
وأما التصدق منها فقال الحنفية والمالكية إن التصدق من الأضحية مندوب وليس بواجب . وحجتهم ما سبق في الأكل من الأضحية وهو أرجح أقوال العلماء في المسألة . ويتصدق منها على المسلمين من الفقراء والمحتاجين ويهدي إلى الأقارب والأصدقاء والجيران وإن كانوا أغنياء
قال جماهير العلماء من الصحابة والتابعين والأئمة الأربعة وغيرهم ، يجوز ادخار لحوم الأضاحي بعد ثلاث وإن النهي منسوخ (الاحکام أضحية علی المذاهب الأربعة ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم