د قرانکريم قانوني اعجاز

 قرانکريم د الله جل جلاله وروستى ستر کتاب دئ ، چي د بشري نړۍ د سعادت او نېکرغۍ په موخه الله جل جلاله  پر خپل وروستي استازي رسول اکرم  صلی الله عليه وسلم   باندي پر داسي مهال نازل کړئ دئ ، چي پر درسته نړۍ باندي د جهالت او ناپوهيو توروتيارو خپل  ناولي و زرونه غوړولي وه ، رڼا او پوهه د نړۍ څخه پر کوچېدو  وه ، انسانانو خپل خالق او د هغه بندګي هېره کړې وه او نړۍ وال په يوه داسي بد بختۍ کي  راګير وه ،  چي ان دين  ورته  هيڅ  ارزښت  نه  درلودئ .

الله جل جلاله  په  خپل   وروستي کتاب قرانکريم کي داسي حيرانه  ونکئ  او  اغېز من تاثير  يښى دئ ،  چي که  هرڅوک  يې  په انصاف او د عناده پرته  په اخلاص سره  ورقه   ور  واړوي او  وې ګوري نو دفکر  او سوچ کولو  پرته  به په  لوړ  اواز  سره ووايي ،  چي  دا قران يو  الهي کتاب دئ .
قرانکريم په يوه وخت کي پر عقل او زړه دواړو باندي اغېزه کوي  او حقانيت يې و زړه ته لاره پيدا کوي ، د هغه په شان بليغ او فصيح کلام وړاندي کول ، چي اخبار بالغيب هم پکښي وي د انساني قدرت څخه وتلې خبره ده ، نو ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په غټو معجزوکي حسابل کېږي  .
د قرانکريم پر حقانيت باندي دلايل   ويل دا سي معنى لري لکه يو څوک چي د نور پر نورانيت باندي د لايل وايي .خو په لاندي څو کرښوکي موږ  د دې له پاره د قران د اعجازونو د جملې څخه د هغه پر قانونيت باندي  څه کاږو تر څو پر قرانکريم باندي مو ايماني عقيده لا نوره  هم  غښتلې او قوت پکښي راسي .
انساني قانون که يوه کس جوړ کړئ وي او که دګڼو کسانو ( پارلمان او يا يوه مجلس)  لخوا جوړ سوئ وي ، د دې قانون د مسودې په تر تيب کي چي هر څونه پوهانو او د قانون جوړني ماهرينو برخه اخستې وي ، بيا هم دا قانون چي د ډېرو پو هانو د نظرونو  محصول دئ  تر ډېره په بېلا بيلو قومونو  او هيوادونو کي نسي چلېداى او هرو مرو به دا سي کمزورۍ پکښې ښکاره کېږي ، چي په هغه کي به و ترميم او بدلون ته اړتيا ترستر ګوکېږي  .
دا چي د يوه هيواد په قوانينو کي د همهغه  هيواد د قانون جوړوني د مجلس يا پارلمان له خوا تغير او بدلون را منځ ته کيږي او دنوو زېږېدلو اړتيا وو له پاره په قانون کي مادې زياتېږي ، نو دا کړنه په اصل کي د همدې انساني قانون د کمزورۍ د ليل دئ ، مګر د قران قانون ، چي د انساني ژوند د ټولو اړخونو لکه ، تعليم ، تربيه ، سياست ، جهاد  ، تجارت ، ټولنيز ژوند ، عبادات او نورو سره تړاو   لري  او بشر ته  د دې قراني قانون وړاندي کونکئ او راوړونکئ هم يو دا سي پيغمبر دئ چي ليک او لوست يې نه وو کړئ بلکي امي وو ، دا ځکه چي ددې پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  وطن چي دى مبارک پکښي د الهي او قراني قانون د تطبيق په موخه د پيغمبر په حيث لېږل سوئ وو هستوګن يې امي او نا لوستي وه ، نه يې کوم  روزن ځاى (مدرسه يامکتب )  درلودئ او نه يې هستوګنو د کوم قانون څخه خبر دارى در لودئ .
په دا سي حالاتو کي  ، چي نړۍ د غرقېدو په در شل کي وه ، د قران نجات بخښونکئ قانون ورته و ړاندي سو ، چي نه يواځي عربو بلکي د اسيا ، اروپا  او افريقا د درو  واړو لويو  وچو   هستوګنو تر زرو کالوډېره موده په دې قانون باندي فيصلې کولې ، په دې  اوږده موده کي ان نه پکښي کوم کوچنى نقص ښکاره سو او نه  و تر ميم او بدلون ته کومه اړتيا پکښي پېښه سوه ، بلکي په او سني د علم  او پر مختګ په دوره کي ، چي تعليم او زده کړي په ټوله نړۍ کي عام رواج موندلى دئ او د درستي نړۍ هستو ګن د يوې کورنۍ په ډول د تلويزون ، راډيو ، انټرنيټ ، ټليفون ، مجلو ، اخبارو  او نورو و سايلو  د لاري د يو او بل سره تړل سوي دي ، خو بيا هم د خپلو ټولو پر مختګونو  او لاس ته راوړنو سره سره نه يواځي مسلمانان بلکي د اسلام هغه مخالفين هم  چي د دې  دين او قران سره تعصب  او عناد نه لري ، د قران قانون يو بې مثاله ، معقول او جا مع قانون بولي ، دا په داسي حال کي  چي د قراني قانون پر نزول څه د پاسه  څوارلس  سوه کلونه  او ړي .
دلته  د نړۍ د څو کفري پوهانو څو اعترافات را نقلوو ترڅو څر ګنده سي ، چي دوئ هم  د قران پر عظمت  باندي اعتراف کونکي دي.
١- رونالد ليکلي : قران ونړۍ ته دا سي اصول او قوانين وړاندي کړل چي ان د ساينس مخ  پر وړاندي پېشرفت  او تر قي لا هم  مقابله نسي  ورسره کولاى .
٢-  اډ منډ برک وايي : اسلامي قانون ( قرانکريم ) د يوه ستر مشر څخه نيولې ان بيا تر يو ادنا کسه پوري د ټو لو له پاره يو شانته قانون دئ ، قران يو دا سي قانون دئ ، چي د فقهي پر معقول علم باندي مشتمل دئ ، چي بېلګه يې تر دې وړاندي د نړۍ په  اوږده  او لرغوني تاريخ کي هيڅ  نه تر سترګو کېږي .
٣-  فرانسوى موسيو دا جين کلا فل وايي : قرانکريم يو داسي کتاب نه دئ ، چي هغه دي د احکامو او قواعدو مجموعه وي بلکي په دې کتاب کي  د احکامو او قواعدو تر ځنګ ټولنيز احکام هم شتون لري ، چي د انساني ژوند له پاره  د ژوند په  هر ډګر کي  خورا گټور او مهم دي.
دا  د قرانکريم پر عظمت د ګن شمېر کفري پوهانو  د جملې څخه د يو څو نظرونه  او اعترافات  وه .
له دې څو پرا ګرافه لنډي ليکني څخه د قرانکريم قانوني اعجاز تر يوه بريده څرګند سو او د خپلي ليکني پايله په څو لاندي کرښوکي  دا سي  وړاندي کوم .
١ –  د قرانکريم قانوني او  ا صولي احکام  او   اوامر عام دي .
٢-  د قرانکريم ټول قانوني احکام هر اړ خيزه دي .
٣-  ټول احکام او قوانين يې خورا لنډ ، جامع   او  اسانه دي .
٤-  ټول  احکام  او قوانين  يې تل  پاته  او  ابدي دي .
٥-  دا چي ټول قوانين يې اصولي او بشپړ دي ، نو ځکه و هيڅ ډول بدلون ته  اړتيا نه  پکښي تر سترګو کېږي .
٦-  قوانين  او لارښووني  يې  د هر نسل  او قوم  له پاره  دي  .
٧-  و نړۍ ته قران يو دا سي مساويانه قانون وړاندي کوي ، چي د امير او غريب ، نارينه او ښځي ، عرب او عجم ، تور  او سپين  بلکي د ټو لو له پاره يو ډول  او  برابر قانون دئ .
درنو لوستونکو! د قرانکريم قانوني  احکام که  چيري د نړۍ د نورو قوانينو سره پر تله کړو ، نو په  هيڅ قانون کي  به  يادي  سوي ځانګړ تياوي او  صفات  تر سترګو نه  سي ،  نو ځکه  وايو   چي قران يو قانوني او تغير نه منونکى کتاب دئ .
په پاى کي  د  الله  جل جلاله   و ستر دربار ته د اوښکو او سلګيو په بدرګه سوال کوم ،  چي  اې زموږ  پروردګاره ! قران مو د ژوند په ټولو  چارو  يعني له عبادته تر سياسته ، له دعوته تر هجرته ، له تعليمه تر تربيې … پوري حاکم وګرځوه . امين .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟