د قرآن د تلاوت او ذکر په وخت کې خشوع او ژړا

سلامونه موومنی.
وروسته د سلام څخه محترمو زه دخپل وس مطابق د الله تعالی (ج) ذکراوعبادت کوم اوزیات کوښښ کوم چی وژاړم مګرژړانه راځی اوځمادسترګوڅخه اوښکی نه ځی نوپدی اړه موستاسی څخه په ډیراحترام داغوښتنه ده چی کوم عمل وکړم چی ځماسترګی له اووښکوډکی اوزړه می دالله (ج) له ویری نرم ترڅوژړاراشی.

الحاج دین محمد(محمدی)

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

واقعاً د الله تعالی د ياد او ذکر په وخت کې ژړل زيات فضيلت لری او دا د الله (جل جلا له) د خاصو بندګانو صفت دی (د الله تعالی د ويرې د ژړا فضائل) ،لکن د خشوع د پاره ژړل حتمي او لازمي نه دي ، خشوع د زړه خالي کول له غير الله څخه دي .

د قرآنکريم د تلاوت او ذکر په وخت د خشوع اسباب :

۱- د ټولو ګناهونو څخه توبه او استغفار ، ځکه ګناهونه زړه توروي چې د زړه د کلکوالي سبب ګرځي .

۲- د قرآنکريم په تلاوت کې فکر او تدبر کول ، لقوله سبحانه وتعالی : [أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ] (النساء 82)  ( ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوی) .

۳- قرآنکريم په تجويد او ښه صوت سره لوستل تر څو په زړه اثر وکړي ، لقوله سبحانه وتعالی : ورتل القرآن ترتيلا

د ترتيل څخه مقصد دا دی :

  • د حروفو صحيح ادا کول يعنې د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .
  • د وقف پر ځای په ښه شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جلا کول د کلام بې ځايه نشي .
  • حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .
  • آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه واوري .
  • قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ږر اثر کوي .
  • شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .
  • د رحمت او عذاب د آيتونو حق ادا کول .

قرآن لوستونکی بايد تر خپله وسه قرآنکريم په ښه صوت سره تلاوت کړي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :[ليس منّا من لم يتغنّ بالقرآن] (هغه له مونږ څخه نه دی چه قرآن په ښه آواز نه لولی) .

۴- د قرآنکريم د تلاوت ترک او همدارنګه ، مسنونه اذکارو او دعاګانو ترک خصوصاً د سبا او بيګا د ذکر ترک کول د زړه د سختوالی سبب ګرځي ، يعنې د الله تعالی ډير ډير يادول د زړه د نرموالي سبب ګرځي  .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟