د قرآنکريم لوستو او نا لوستو ته لنډ پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

مسلمانانو وروڼو او خويندو !

قرآنکريم د الله سبحانه وتعالی هغه سپېڅلی کتاب دی چې د فضيلت او اهميت د پاره به دلته يوازې دومره ووايم چې نن عصر کې نه پيغمبر شته او نه هم وحی ځکه چې د پيغمبرۍ او وحی سلسله د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره ختمه شوې ده نن عصر د الله تعالی او د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دي .

څوک چې قرآن لوستلای شي هغه دې کوښښ وکړي چې قرآن په ښه شان تجويد سره تلاوت کړي .

او څوک چې قرآن نشي لوستلای او عمر يې زيات وي هغه دی هيڅکله دا فکر نه کوي چې زه اوس قرآن نشم زده کولای دا هسې شيطاني وسوسې دي الله سبحانه وتعالی قرآنکريم د خپلو بندګانو لپاره آسانه کړی دی .

لکه چې فرمايي :وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ( [القمر۱۷ ).
ژباړه :او يقيناً مونږ آسانه کړی دی قرآن د يادولو ، زده کولو او پند اخيستلو لپاره نو آيا شته څوک زده کوونکي ، يادونکي او پند اخيستونکي .

مونږ وينو چې ډېرو کوچنيو ماشومانو ټول قرآن حفظ کړی وي آيا بل کتاب به داسې آسانه او مکمل ياد کړای شي ؟

ماشوم چې په واړه بدن ، واړه دوماغ او وړه ژبه ټول قرآن يادولای شي آیا تاسې يې په لوی او تکميل شوي بدن ، دوماغ او پوره ژبه یوازې له مخه نشی زده کولای ؟

بلکي هر کله چې وغواړئ زده کولای يې شئ .

خادم القرآن ق عبدالله د دعوت نیوز بنسټ ګر په همدې موخه دا لړۍ د ماشومانو او لويانو لپاره پيل کړه تر څو په ډيره آسانه د هيواد د ننه او بهر هيوادونو کې استوګن وروڼه او خويندې ورڅخه استفاده وکړي او هغه کسان چې معلم او قاري ته په ورتګ سره شرم احساسوي هغوی کولای شي د خپل کمپوټر او موبايل له لارې څه نا څه قرآن زده کړي او بيا د اطمنان او تمرين لپاره معلم او قاري ته مراجعه وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟