د قرآنکريم د حفظ د پاره څو قاعدې

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترماکه راته ووایئ چې د قرانکریم د حفظ غوره طریقې کومې دي او لومړی باید څنګه او له کومه ځایه پیل وشي؟ ډیره مننه

اسدالله عظيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړی قاعده ، اخلاص د کاميابۍ او فتحې سر دی :په هر عمل کې چې اخلاص نه وي پر الله تعالی توکل نه وي په هغه عمل کې که هر څومره کوښښ هم وشي بيا به هم ناقص وي او د الله تعالی په نزد به د قبول وړ نه وي ځکه د قرآنکريم لوستل ، زده کول او حفظ عبادت دی او د هر عبادت کولو څخه مقصد د الله تعالی رضا ده نو کله چې په کوم عبادت کې اخلاص نه وي هغه مردود دی .
دوهمه قاعده : 

د الله تعالی د پاره تقوی :

هر کس چې تقوی اختيار کړي ( ټول ګناهونه ترک کړي او د اسلامي شريعت د اوامرو ساتنه وکړي) د هغه د پاره الله تعالی د دنيا او آخرت کارونه او مشکلات آسانه کوي .

لقوله سبحانه وتعالی :وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .

او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

دريم قاعده :په وړوکتوب کې حفظ :

په کوچنيتوب او کم سن کې حفظ داسې دی لکه په ډبره کې نقش .

څلورمه قاعده : د حفظ د پاره د خاص وخت ټاکل .

د حفظ د پاره داسې وخت ټاکل چې ګيډه خالي وي ځکه کله چې کيډه له خوراک څخه ډک شي بدن د هغه پر هضمولو کار کوي او ذهن مشغوليږي . نو د حفظ د پاره غوره وخت سهار او مازديګر دی .

پنځمه قاعده : د حفظ د پاره مناسب ځای ټاکل :

داسې ځای چې آرام وي سترګې ، غوږونه او ژبه ټول حفظ ته متوجه وي .

همدارنګه داسې ځای چې اندامونه له حرامو څخه وساتل شي لکه : نا محرمو ته نظر نه کول ، د غيبت او بهتان نه کول او داسې نور .

شپږم قاعده ، په ښه صوت او تجويد سره لوستل :

قرآنکريم په ښه صوت او تجويد سره لوستل په کار دي داسې نه لکه د يو عادي کتاب په شان لوستل بلکي په داسې صوت سره لوستل چې تجويدي قواعد واورېدل شي .

اومه قاعده :

قرآنکريم کې به د يو مصحف څخه حفظ کيږي نه څو قسمه مصحفونو څخه .

آتم قاعده :

د يادلو او حفظ څخه مخکې به لومړی د قرآنکريم تجويد او صحي لوستل زده کوي د هغه نه وروسته به حفظ کوي .

نهمه قاعده ،تکرار

د تير او نوي درس به ګردان او تکرار کوي ځکه که تکرار نشي له ياده وځي .
لسمه قاعده :

هر ورځ منظم حفظ تر قطع کولو غوره دی .
يوولسمه قاعده

د قرآنکريم آيتونو ته کتل او بيا د حفظ په وخت سترګې پټول ، که د حفظ په وخت کې يو بل طرف ته وکتل شي دوماغ مصروفيږي .

دوولسمه قاعده :

د خپل شيخ او معلم سره ارتباط ، هغه ته د درس ستکرارول تر څو صحي او علظ لوستل ورته معلوم شي .
ديارلسمه قاعده :

د قرآنکريم په معنی او مفهوم پوهيل له حفظ سره کومک کوي .

څلوارلسمه قاعده :

دعا کول او د الله سبحانه وتعالی څخه مدد غوښتل .

د قرآنکريم د حفظ وخت او زمان :

که د ورځې يو آيت ياد شي نو ټول قرآن به په ۱۷ کاله ۷ مياشتو او ۹ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې يو دوه ياد شي نو ټول قرآن به په ۸ کاله ۹ مياشتو او ۱۸ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۳ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۵ کاله ۱۰ مياشتو او ۱۳ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۴ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۴ کاله ۴ مياشتو او ۲۴ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۵ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۳ کاله ۶ مياشتو او ۷ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۶ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۲ کاله ۱۱ مياشتو او ۴ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۷ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۲ کاله ۶ مياشتو او ۳ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۱۰ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۱ کال ۹ مياشتو او ۳ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۱۳ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۱ کاله ۴ مياشتو او ۶ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۱۵ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۱ کاله ۲ مياشتو او ۱ ورځو کې ياد شي .

که د ورځې ۲۰ آيته ياد شي نو ټول قرآن به په ۱۰ مياشتو او ۱۶ ورځو کې ياد شي .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟