د قرآنکريم او حديث قدسي تر مينځ ځينې فرقونه

۱- قرآنکريم د الله تعالی کلام دی چې لفظ او منعی يې د الله تعالی له طرفه ده او د حديث قدسي معنی د وحی په وسيله د الله تعالی د طرفه ده مګر لفظ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا ټاکل شوی وي .

۲- قرآنکريم د الله تعالی معجز کلام دی د عبادت په ډول تلاوت کيږي (د هر حرف په تلاوت باندې لس نيکۍ ليکل کيږي ) مګر حديث د عبادت په ډول نه تلاوت کيږي .

۳- د قرآنکريم د معنی روايت کول بدون له لفظ څخه حرام دي همدارنګه د قرآنکريم مسح کول د بې اودسه او جنوب د پاره جايز نه دي .

۴- قرآنکريم په تواتر مونږ ته را رسيدلی که څوک د قرآن حتی په يو حرف کې شک وکړي او له هغه څخه منکر شي کافر دی مګر په حديث قدسي کې صحيح ، حسن او ضعيف شته .

(علوم القرآن – الاکاديمية الاسلامية ) .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.