د قذف د حد د وجوب شرطونه

د قذف د حد د وجوب شرطونه

حنفي فقهاؤ د قذف د حد د وجوب د پاره شپږ قسمه شرايط نقل کړي دي چې ځنې په قاذف (بهتان کوونکي ) او ځنې په مقذوف ( چا ته چې د زنا نسبت شوی وي ) او ځنې د دوی دواړو او ځنې د مقذوف به او مقذوف فيه په باره کې دي .

اول : د قاذف (بهتان کوونکي ) شرطونه :

۱- عقل شرط دی پس د ليوني بهتان د اعتبار وړ نه دی .

۲- بلوغ شرط دی ،په نا بالغ ماشوم باندې د بهتان حد نشته .

۳- د څلورو شاهدانو حاضرول ، کچېرې قذف واله څلور شاهدان پر زاني باندې حاضر کړي نو د قذف حد ساقطيږي . لقوله تعالى: {والذين يرمون المحصنات ثم لم يأتوا بأربعة شهداء فاجلدوهم ثمانين جلدة} [النور:4/24] (3)
او د امام ابوحنيفه په نزد په شاهدانو کې دا شرط دی چې ټول به جمع وي او د يو شاهد جلا شاهدي ويل اعتبار نه لري هغه هم په قذب کې حسابيږي .
۴- قاذف به په شرعي احکامو خبر او ملتزم وي ، حربي به نه وي .

۵- اختيار شرط دی که چا په زور مجبور کړی وي چې په فلاني پسې بهتان وکړه نو په دغه باندې حد نشته ځکه د حد د قيام د پاره اختيار شرط دی .

۶- دا چې مقذوف (چا ته چې د زنا نسبت شوی وي ) هغه به قاذف ته اجازه نه وي کړې که داسې وي حد نه جاري کيږي ځکه په دې کې شبهه راغله .

دوهم : د مقذوف ( چا پسې چې بهتان شوی وي ) شرطونه :

۱- دا چې مقذوب به محصن ( اصيل او آزاد) وي:

لقوله سبحانه وتعالی : [والذين يرمون المحصنات] (النور:۴)

۲- دا چې مقذوف به معلوم وي که مجهول وي نو په هغه باندې حد نشته لکه : څوک ووايي ، هغوی ټول زانيان دي ، يا داسې په هغوی کې يو زاني دي نوم يې معلوم نه وي .

دريم : د قاذف او مقذوف شرطونه :

په اتفاق د فقهاؤ که قاذف د مقذوف پلار ، جد ، مور ، نيا وي نو پر هغوی باندې حد نشته ځکه چې په شريعت کې د هغوی سره احسان کول او د هغوی احترام او تعظيم واجب دی (البدائع: ۴۲/۷).

څلورم : د مقذوف به (بهتان ) شرطونه :

د زنا نسبت او بهتان به په واضح او صريحو الفاظو وي چې بيان يې مخکې تير شو .
پنځم : د مقذوف فيه ( د بهتان د ځای ) شرطونه :

د قذف د حد د پاره دا شرط دی چې بهتان او قذف په دار العدل کې وي نه په دارالحرب او دارالبغی کې ځکه چې په دارالحرب او دارالبغی کې حدود نشته (البدائع: ۴۵/۷) .
شپږم : د قذف شرطونه :

قذف او بهتان به مطلق وي د وقت سره به تړلی نه وي لکه په مستقبل او آينده کې کچيرې معلق په شرط او زمان وي نو حد نه جاري کيږي لکه : څوک چا ته ووايي که ته دغه کور ته داخل شوې نو زاني يې ، يا داسې ته به سبا ته زاني وي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟