السلام علیکم الله دی وکری چی جور روغ به یوه پوشتنه می کوله چی قبله نه معلوم چی په کومه کومه خواه د سری یقین وی هغی خواته لمونج وکری وروسته معلومه شی چی قبله بلی خواته ده نو لمونج به راگرزوی کنه
صاحب خان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که ثقه څوک وي چې هغه ته علم وي د هغه څخه به د قبلې د جهت پوښتنه وکړي که څوک نه وي خپله به اجتهاد او کوښښ وکړي په غالب ګمان به د قبلې جهت ته لمونځ وکړي کچېرې په لمانځه کې ورته څرګنده شي چې خطاء شوی دی په لمانځه کې به د قبلې طرف ته ځان سم کړي او که تر آخره ورته څرګنده نشو نو د لمانځه ګرځول لازم نه دي ، مګر که د کوښښ او اجتهاد پرته يې په غلط جهت لمونځ کړی وي د لمانځه ګرځول واجب دی .
جاء في فقه الاسلامي وادلته :
إن تيقن الخطأ في اجتهاده، فقال الحنفية: إن كان في الصلاة استدار وبنى عليها أي أكمل صلاته، فلو صلى كل ركعة لجهة، جاز. وإن كان بعد الصلاة صلى الصلاة القادمة، ولا إعادة عليه لما مضى، لإتيانه بما في وسعه، قال علي: «قبلة المتحري جهة قصده» ومن صلى بلا تحرٍ وأصاب، لم تصح صلاته، لتركه فرض التحري، إلا إذا علم إصابته بعد فراغه، فلا يعيد بالاتفاق عندهم.