اول د هرڅه نه مخکی انلاین اسلامی لارښود ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته،زه دوی پوښتنی لرم چه پوښتنی می په دی ډول دی .
۱:- دقبرخاوره به حتمی پرقبرخلا سیږی که حتمی نه دی که دقبرمکمل احکام اومسائل را ته واضح کړی ډیره مهربانی به مووی لکه شناختی ، ډبری،ټکان ،کلنګان ترقبراړول اوراړول،دقبرلوړه ول،دقبرپوخ جوړول.
۲:- ایا دا حدیث شریف صحیح دی که یا ؟
قال علیه السلام من رش الماء علی راس القبرالی الرجل والقی الات التی حفربهاالقبرامنه الله تعاالله من عذاب القبر ۱۲ رواه البهیقی فی الدلائل النبوه ۱۴۹ نورالصراط۲۷ طریق الاسلام۳.
محمد صابر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
قبر او د مړي دفن کولو احکام :
د قبر اندازه :
د قبر اوږدوالې د مړی د قد په اندازه وي ژوروالی (عمق ) يې د انسان د قامت ټټر ياسينی په اندازه دی تر هغه زيات بهتره دی اوعرض يې د طول يا اوږدوالی نيمايې وي .
بغل ګور (لحد) بهتره دي خو که زمکه خامه وي نو بيا سيده (شق ) قبر هم صحی دی .
دوهم :
په قبر کې چه کله مړی ږدی داسې به وایې بِسمِ اللهِ علی ملة رسول الله ورسته به مړی پر ښی اړخ قبلې ته مخامخ څملوي .
دريم :
د مړی په قبر کې تر ايښودو ورسته به په لاسو کې خاورې واخلی دری ځله به يې په قبر باندی واچوي په لومړی ځل به وايی مِنْهَاخَلَقْنکُمْ او دوهم ځل وايې وَفِيْهَانُعِيْدُکُمْ او دريم ځل وايې وَمِنْهَانُخْرِجُکُمْ تَارَةً اُخری يعنی: الله تعالی فرمايي: چه ما تاسې ددی خاورې نه پيدا کړي ئئ اوبيا مو ديته بيرته واپس کوو او د دينه مو دوباره د قيامت په ورځ را باسو.
څلورم :
مړی له تابوت سره خښول جواز نلری (المقرب لأحکام الجنائز ).
پنځم :
د مړی د سر او پښو نه بغير نوري د سينی او پښو د کفن غوټی خلاصول پکار دي (المقرب لأحکام الجنائز ).
شپږم :
قبر ماهي پوشت شکله جوړيږي چه لوړوالې به يې تر يوه لويشت لوړ نه وي .
اوم :
د ښځی قبر ته د انتقال په وخت کې پرده ضروري ده .
آتم:
د دفن وروسته په قبر باندې اوبه شيندل مستحب دي :
جاء في “الموسوعة الفقهية” (32/250) : ” صرح الحنفية والشافعية والحنابلة ؛ بأنه يسن أن يرش على القبر بعد الدفن ماء؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم فعل ذلك بقبر سعد بن معاذ , وأمر به في قبر عثمان بن مظعون. وزاد الشافعية والحنابلة: أن يوضع عليه حصى صغار؛ لما روى جعفر بن محمد عن أبيه ( أن النبي صلى الله عليه وسلم رش على قبر ابنه إبراهيم ووضع عليه حصباء ) , ولأن ذلك أثبت له ، وأبعد لدروسه [يعني : انطماس القبر] , وأمنع لترابه من أن تذهبه الرياح ” انتهى.
نهم :
په قبر باندې کيناستل او هغه ته مخامخ لمونځ کول منع دي .
لا تجلسوا على القبور ولا تصلوا إليها(مسلم ).
د قبرونو د پاسه مه کښينئ او د د هغوی طرف ته مخامخ لمونځ مه کوی .
لسم :
د قبر پوخ ګچ کاري او کانکريټی جوړول ، جالی او ديوال تاوول او په هغه باندې کيناستل منع دي :
عن جابر قال : نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يُجَصَّصَ القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه .
رواه مسلم ( 970 ) .
مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی باندې جائز دي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم