دريم قانون : د نجلی او يا هلک په انتخاب کې د هغه د ولي مداخله جرم او خشونت دی .
پنځمه ماده کې داسې ليکي : [خشونت است : ممانعت از حق ازدواج يا حق انتخاب زوج] .
د دغه قانون فسادونه په لاندې ډول دي :
اول :
د ډيوکراسۍ د قانون له مخې که کومه نجلی کوم هلک يا هلک نجلی د نکاح د پاره خوښ کړي په هغه کې د ولي مداخله جرم دی يا که نجلی کوم هلک ته ور وتښتي او يا کوم هلک د چا لور وتښتوي هغوی مجرمين نه بلل کيږي ، نکاح يې د اعتبار وړ ده او د هغوی د استقبال د پاره د دوی په اصطلاح د امن کورونه تيار شوی دي .
او ډير ډير د افسوس ځای دا دی چې دغه د امن کورونه (د کفري ديموکراسۍ د فورمول موافق فاحشه خانې ) په داسې خاوره کې جوږيږي چې پر هره لويشت يې د اسلام د بقا او قيام د پاره وينه تويي شوی ده .
او ددې قانون له مخکې د نجلی د ولي هر ډول مداخله کول جرم ګنل کيږي ، حال دا چې په اسلامي شريعت کې د فقهاؤ په اتفاق د ولی د اجازې بغير نکاح باطله ده .
لقوله سبحانه وتعالی :{ و أنكحوا الأيامـى منكم والصــالحين من عبــادكم وإمــائكم } . الآيــة [ النور 32 ] .
(او نا واده هلکان او پېغلې ، نيک غلامان او وينځې مو واده کړئ ) .
په پورته آيت شريف کې خطاب دی د هلک او پېغلې ولی ته .
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې : ( لا نكاح إلا بولي ) رواه أبو داود ( 2085 ) والترمذي (1101 ) وابن ماجه (1881)
يعنې د ولی د اجازې نه بغير نکاح نه صحي کيږي .
وقوله صلى الله عليه وسلم : ( أيما امرأة نكحت بغير إذن وليها فنكاحها باطل ، فنكاحها باطل ، فنكاحها باطل ) رواه أحمد ( 24417) وأبو داود (2083) والترمذي (1102) في صحيح الجامع برقم (2709).
يعنې : کومې ښځې چې د ولی د اجازې بغير نکاح وکړه ، نکاح يې باطله ده ، نکاح باطله ده ، نکاح باطله ده .
د جمهورو فقهاؤ امام شافعي ، امام مالک او امام احمد ، امام محمد حنفی په نزد د ولې د اجازې بغير نکاح باطله ده ، د امام ابوحنيفه په نزد که کومه شريفه ښځه د خپل کفو (سيال ) سره د ولې د اجازې بغير نکاح وکړي دا کار د سنتو خلاف دی مګر نکاح صحيح ده (معارف القرآن) ، د نن زمانې بې شرمه تښتيدل او تښتول هيڅ څوک جايز نشي ګڼلي .
دلته راجح قول د جمهورو فقهاؤ دی هغه دا چې ( دا ډول نکاح باطله ده ) او په دي قول باندې د عثماني خلافت احنافو شپږسوه کاله حکم چلولی دی (موقع الاسلام سوال جواب ) .
دوهم :
په اسلامي شريعت کې د نا محرمو ملګري ، ارتباطات ، خبرې ، ديدن او نور حرام ګرځول شوي دي .
الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )
يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .
قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .
يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)
ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .
دريم :
د والدينو په انتخاب کې لوی خير او برکت دی ، ځکه هغوی د خپل اولاد د ښه او سالم ژوند د پاره ډير کوښښ کوي مګر د نجلی يا هلک خپل سری انتخاب اکثراً نا کام وي ، د ټولنيزو چارو عربي عالم إسماعيل عبد الباري ليکي چې د واده نه مخکې عشق او اړيکو واله نکاح او ازدواج 75% خراب وي چې عوامل يې په لاندې ډول دي :
۱- د عشق او محبت په دوران کې هر طرف کوښښ کوي تر څو خپل عيبونه پټ کړي او د خپل محبوب لورې د خوشحالی د پاره ښه اخلاق او رويه کاروي ، خو کله چې د دوی ترمينځ واده وشي او ژوند پيل شي څنګه چې ژوند له مشکلاتو ډک دی نو په کراره کراره د دوی دواړو غيبونه ښکاره کيږي او د بل نه نفرت اختياروي .
۲- عاشقان ګمان کوي چې دا عشق به د ژوند تر پايه دوام لري مګر د ژوند د مشکلاتو او مناظرو سره له مينځه ځي .
۳- د عشق په وخت کې د سړي حقيقي صورت نه څرګنديږي بلکي دوی هغه څه تر سره کوي کوم چې د مقابل لورې رضا په کې وي خو کله چې د واده نه وروسته ژوند پيل شي نو د هغوی دينداري ، اخلاق ، رحم او ادب څرګنديږي چې د عشق د دوران سره به سراسر په ټکر کې وي .
۴- د عشق ژوند او ديدن د سپوژمۍ په شان وي چې د قطع څخه يې وېره لري نو کله چې دوی د واده وروسته په يو اتاق کې ژوند پيل کړي او زړه يې نور صبر شي نو دا ژوند د عشق له ژوند سره ډير توپير لري .
څلورم : د والدينو پر وړاندې بغاوت ، او خپلې کورنۍ او قوم سپکاوی :
ټول ته واضح ده چې دا عمل په افغاني عرف کې سخته د شرم خبره ده چې د کورنۍ او ولس د شرم او سپکاوي سبب ګرځي ، د نجلې د سرپرست يا د هغه د والدينو په حق کې ستر ظلم دی ، ځکه مور او پلار د خپلې لور يا زوی په روزنه او پالنه کې ډير زحمت ګاللی وي ، د نجلی خپل سری واده ، او بل کس ته په بې شرمۍ سره ور تښتيدل يې سخت غمجنوي او واقعاً چې دا کار د والدينو په حق کې ډير لوی ظلم او لڼډغري ده .
خو په لنډه غره ډيموکراسۍ کې والدين څه اهميت نه لري ځکه په لنډغره ديموکراسي کې چې کله د چا والدين د بوډاوالی سن ته ورسيږي نو د خپل کور او اهل نه جلا د ډيموراسي د امن کور ته سپارل کيږي ، نور له خپل اهل عيال څخه جلا او د مرګ تر ورځې د خپل اولاد او اهل په بيلتون او فراق کې ژوند تيروي . ( لعنت الله علی الدموکراسية الطاغوتية ) .