د فکر تعریف څه شی دی؟

ویناوال: دکتور طارق السویدان (1)

ژباړه: د هلال تلویزیون ښوونیز کمیسیون

الحَمدُلِله والصَّلاة و السَّلام علی رسولِ الله!!

د (فکري لاس ته راوړنې) خپرونې ته ډیر ښه راغلاست!!

د (فکري لاس ته راوړنې) خپرونه په حقیقت کې د پخوانۍ خپرونې یوه لړۍ ده؛ کومه چې ما بشپړه کړې وه، او د عمري لاس ته راوړنې په نامه یادېده.

عُمري لاس ته راوړنې په خپرونه کې زما د ژوند تجربې وي چې: زما شخصیت، زما افکار، زما ژوند او زه یې رامنځ ته کړم؛ او ما ته یې ارزښتونه راوپېژندل، او ورسته له دې چې د ورځو په تېرېدلو سره دې فکرونو وده وکړله، بلکې حتی د ډېرو خلکو په ذهنونو کې راڅرګند شول؛ نو ما وغوښتل چې: خپلې یو لړ فکري لاس ته راوړنې له نوي نسل سره شریکې کړم. هغه راتلونکی نسل چې اِن شاءَ الله بدلون او پرمختګ به د همدوی په لاس کې وي؛ نو ومې غوښتل چې نوي نسل ته د خپل افکارو ثمره ډالۍ کړم؛ او لومړنی نوم چې زما په ذهن کې د دې خپرونې لپاره راغی، هغه (زما د فکرونو) په نامه ؤ؛ خو دا ټول زما افکار نه دي، بلکه دا خپرونه زما د افکارو او فکري لاس ته راوړنو لنډیز او ثمره ده.

د مېوې کلمه په اصل کې هغه څه ده چې، کله پخه شي؛ نو انسان له هغې څخه یو څه انتخابوي؛ بیا انسان راځي او د دې ډیر شیانو له ټولګې څخه، غوره او ښکلې له هغوی څخه ځان ته ټاکې؛ او پخه مېوه لاس ته راوړي؛ او ما د (فکري لاس ته راوړنې) په خپرونه کې همداسې کړي دي.

او زما له نظره؛ د فکر تعریف شاید داسې وي چې: (( هغه په یوکار کې د خپل عقل په لاره اچول دي، چې د هغه په واسطه انسان یو نوی تصور لاس ته راوړي)). اوس که دا نوی فکر د سیاست په اړه وي؛ نو دې ته سیاسي فکر ویل کیږي؛ او که هغه څه چې موږ یې په اړه فکر کوو اقتصادي وي؛ نو دې ته اقتصادي فکر ویل کیږي؛ او که موږ په عمومي توګه سره فکر کوو؛ لکه دا چې: ولې موږ شاته پاتې یو؟ او څنګه بیرته پر خپلو پښو ودریدای شو؟ او په دې لار کې زموږ پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟ او په دې لاره کې زموږ نقش (رول) څه دی؟ نو په دې حالت کې دا یو تمدني او شمولي فکر ګڼل کېږي؛ او دا د دې (فکري لاس ته راوړنې) د خپرونې اساسي موخه ده.

شاید یو له هغه ارزښتونو څخه چې غواړم پیل پرې وکړم هغه دا دی چې:

کیدای شي دا یو نوی فکر نه وي، او دا په دې مانا نه ده چې هیڅ چا په دې اړه تر اوسه څه کار نه دی کړی؛ خو هغه څه چې په دې خپرونه کې نوی دی؛ دا دی چې:

د دې فکر د وړاندې کولو تګلاره شاید نوی وي، له همدې کبله زه غواړم، دا خپرونه چې تاسو ته یې وړاندې کوم، تر څو یو مُعاصر فکر وي، او داسي یو فکر وي چې د دې عصر سره سمون وخوري، او یو واقعي فکر وي، چې موږ ورته په خپل ورځنې ژوند کې اړتیا لرو. یو داسي فکر چې هم د عامو خلکو او هم د ګوندونو او تر ټولو مهم دا چې: د ټول اسلامي امت لپاره وي.

ولې فکر کولو ته دومره باید پاملرنه وشي؟

ځکه چې دا په حقیقت کې د انساني ژوند د تجربې لنډیز دی. په حقیقت کې هغه انسان نه دی چې، فکر ونه لري، او هغه انسان څنګه انسان کېدلی شي چې فکر نه کوي او نه هم فکر او نظر ولري کوم چې هغه ته ژوند او ارزښتونه ورپېژني. په همدې اساس زه خپله په دې فکر یم چې: فکر د انسان هغه مهمه سرمایه ده چې انسان یې نورو ته په میراث پرېږدي. فکر په حقیقت کې د خیال نتیجه ده، یعنې خیالونه رامنځ ته کوي، او د دې خیالونو په نتیجه کې پوهه رامنځ ته کېږي؛ او د پوهې په پایله کې تصمیم رامنځ ته کیږي، او د همدې پریکړي په پایله کې موقف (دریځ) نیول کیږي، او همدا دریځونه دي چې زمونږ خبري، کړنې او سلوک رامینځ ته کوي.

په اصل کې دا فکر ممکن په یوه کورنۍ کې د سالمې روزنې پر اساس رامینځ ته شي؛ او شاید په عملي مرکزونو کې د تعلیم پر اساس رامنیځ ته شي؛ او ممکن د هغه علماؤو له لارې رامنیځ ته شي چې موږ دوستي ورسره لرو؛ او بېشکه ممکنه ده چې د مختلفو کتابونو په لوستلو سره رامنځ ته شي؛ ځکه مطالعه د پخوانیو خلکو د افکارو او تجربو لنډیز ته ویل کيږي.

او حتی امکان لري چې دا فکر د ملګري یا رسنیو سره د تعامل په بدل کې رامنځ ته شوي وي.

او دا ټول څیزونه فکر جوړوي. البته د انسان فکر له یوې مرحلې څخه د ژوند تر بلې مرحلې پورې؛ او له یوه نسل څخه بل نسله پورې سره توپیر لري؛ مګر زما په آند تر ټولو مهم نتایج چې د دې ټولو سرچینو څخه رامینځ ته کیږي، هغه په حقیقت کې هغه تحلیل او شننه ده چې د همدې فکر په پایله کې رامینځ ته کېږي.

هغه فکر چې د منطق پر اساس رامینځ ته کیږي؛ او د نوو او ګټورو شیانو د بیرون راویستلو په نتیجه کې لاس ته راځي، هغه ګټور تصور چې زموږ لپاره زمونږ په ژوند کې په درد خوري. دا خپرونه؛ د یو څه مطالعه نه ده، او نه هم هغه فکرونه دي چې ما لوستلی وي، او یا مې له نورو څخه پکې تقلید کړی وي؛ بلکې که تاسو راڅخه پوښتنه وکړئ؛ نو زه خپله هم نه پوهیږم چې: د دې افکارو سرچینه او اساس څه شی دی؟

په حقیقت کې دا افکار د ورځو او کلونو په تیریدو سره رامنځته شوي دي؛ او امکان لري چې د کتاب له یوې جملې څخه جوړ شوی وي؛ او یا هم شاید چې ما له کوم عالم څخه زده کړې وي.

زه نه پوهیږم چې دا نظریات څنګه رامینځ ته شول؟

داسې هم کیدلی شي چې: له یو لړ هغه پوښتنو څخه رامنځ ته شوی وي چې د فکر کولو په اړه مې له خپلو مینه والو سره شریکې کړی وی. هغوی چې زما کړنې څاري او خپل نظریات او افکار یې له ما سره شریک کړي دي؛ نو دا ټول شیان د همدې فکري لاس ته راوړنې په خپرونې کې سره راټول شوي دي.

شاید دا خپرونه یوه داسې خپرونه وي چې تاسو به ترېنه ګټه واخلۍ؛ او زه دعاء کوم چې: الله تعالی دې دا خپرونه د نوي نسل لپاره ګټوره وګرځوي؛ ترڅو هغوی خپل افکار او نظریات په غوره او ښایسته توګه رامنځ ته کړي؛ او په خپلو فکرونو کې سمون راولي؛ ترڅو دوی هم یو ځل بیا د امت په راويښولو کې برخه واخلي؛ او د دوی هېوادونه پرمختګ وکړي.

خدای تعالی دې تاسو ټول په دنیا او آخرت کې بریالي ولري؛ او هیله مند یو چې ځل بیا به د فکري لاس ته راوړنو په خپرونه کې له تاسو سره واوسو.

_________________________________

تعریف اندیشه چیست؟

سخنرانی از: دکتور طارق السویدان (1)

ترجمه: کمیسیون آموزشی تلویزیون هلال

الحَمــــدُلِله و الصَّـــــــلاة و السَّــــــــــــــلام علی رســـــــــــــــــــــولِ الله !!

به برنامه ای ثمره فکری خوش آمدید.

برنامه حصاد الفکر (ثمره فکری) در حقیقت امتداد برنامه ای گذشته است که؛ آنرا تکمیل کردم و بنام (حصاد العمر) یا ثمره عمری یاد می شد.

در برنامه ثمره عمر مجموعه از تجارب زنده گی ام بود که خلاصه زنده گی ، شخصیت و فکرم را تشکیل میدهد، و ارزشهایم راساخت؛ و بعد از اینکه این افکار با گذشت روز ها پیشرفت نمود و در اذهان مردم روشن شد. خواستم که همه ی تجارب خود را به نسل جدید تقدیم نمایم.نسلیکه ان شاء الله تغییر و پیشرفت در دست آنها می باشد.

خواستم ثمره ی از افکار خود را به نسل جدید تقدیم نمایم ، و اولین نامیکه برای این برنامه در ذهنم آمد افکار من بود. اما این همه افکار م نیست ،بلکه این برنامه خلاصه و ثمره ی از اندیشه هایم می باشد؛ و کلمه ثمره در اصل چیزی است، که وقتی پخته می شود؛ انسان از آن گلچین می کند.

بعد از آن انسان می آید و از مجموعه این اشیای زیاد، بهترین و زیباترین آن را انتخاب می نماید؛ و همین کار را با برنامه ثمره فکری انجام داده ام .

و تعریف فکر از دید من: (( به کار بردن عقل است تا به واسطه آن یک انسان به دیدگاه جدید پی می برد)).

پس در این صورت اگر، این رأی جدید در مورد سیاست باشد ، پس این را فکری سیاسی می دانند، و اگر در باره اقتصاد باشد؛ پس این را فکر اقتصادی می دانند.

و اگر به شکل عام تفکر نماییم؛ مثلاً:

اینکه چرا ما عقب مانده ایم؟ و چگونه دوباره احیا و به پای خود ایستاد شویم؟ و موانع و خلل ما در این راستا چیست؟ و نقش ما در این تغییر چیست؟و نقش ما در این راستا چه است؟

در اینصورت؛ این یک تصور تمدنی و شمولی می باشد؛ و این مقصد اساسی این برنامه ثمره ای فکر می باشد ؛ و شاید هم از ارزش های ممهی که میخواهم با آن شروع نمایم این است که:

امکان دارد این فکر یک فکری جدید نباشد ،و همچنان این به آن معنا نیست که کسی دیگر در این مورد تاکنون چیزی نگفته است؛ مگر چیزیکه در این برنامه جدید می باشد؛‌ این است که: امکان دارد شیوه ء و پیشکش کردن این فکر باشد ، و به همین علت میخواهم برنامه ی را که برای شما تقدیم می نمایم، یک فکر معاصر باشد، و فکری باشد که مطابق به عصر ما باشد، و یک فکر ملموس، واقعی و حقیقی) باشد که در زنده گی روز مره ما به آن نیاز داریم؛ ویک فکری باشد که هم برای افراد و هم برای نهادهای مناسب تر باشد ، و مهمتر از همه اینکه: این مفکوره برای تمامی امت اسلامی باشد.

چرا اینقدر توجه باید برای فکر صورت بگیرد ؟

بخاطریکه همین فکر در حقیقت خلاصه ای تجربه ای زندگی انسانهاست .

در حقیقت آن انسان چیست که فکر و اندیشه ای نداشته باشد، و آن انسان چگونه انسانی هست که نه فکر می کند و نه هم آن اندیشه ای دارد، که زندگی و ارزشهای اش را تشکیل می دهد.

به همین اساس؛ من به این دید هستم که:‌ فکر مهمترین چیزی است که باید انسان آن را به دیگران به میراث می گذارد. فکر در حقیقت نتیجه تصورات است ، وهمین تصورات از فکر بوجود می آید ، و در نتیجه همین تصورات، فهم و دانش آن چیزی است که: به سبب آن تصمیم گیری صورت می گیرد؛ و در نتیجه همین تصمیم مواقف گرفته می شود؛ و همین مواقف گفتارها ، کردارها ، و سلوک های مارا تشکیل میدهد.

در اصل این فکر شاید بر اساس تربیه و پرورش سالم انسان در خانه بوجود بیاید؛ و شاید که از طریق تعلیم در مراکز علمی تشکیل شود ؛ و ممکن از طریق علماییکه برآنها تکیه می نماییم ایجاد شود؛ و همچنان بدون شک امکان دارد که از طریق مطالعه کتاب های مختلف به وجود آید ، چون مطالعه خلاصه ای از افکار و تجارب گذشتگان ما می باشد؛ و حتی امکان دارد این فکر در مقابل برخورد و معاشرت با دوست و یا هم رسانه ها ایجاد شده باشد؛ و تمامی اینها افکار را تشکیل میدهد . والبته فکر انسان از یک عمر تا عمر دیگر و از یک نسل تا نسل دیگر متفاوت است.

اما مهمتر از همه به نظرم؛ این آثار و افکار که از مصادر و منابع مختلف بوجود می آید ، اینست که: آن فکر از همه مهمتر است که در نتیجه تحلیل و بررسی بوجود می آید. فکریکه از منطق بوحود می آید؛ کوشش و سعی به خرج دادن برای استخراج چیزهای جدید و مفید یکه در زنده گی برای ما به درد بخور باشد.

‌این برنامه؛ مطالعه یک چیزی نیست که از روی وی چیزی خوانده باشم، و همچنان افکاری نیست که از دیگران تقلید کرده باشم. در حقیقت اگر از خودم سوال نمایم: من هم نمیدانم که مصدر و اساس این افکار چیست؟ !!!

بدون شک؛ این افکار به مرور روز ها و سالها تشکیل شده است؛ و امکان دارد که فکر این برنامه از کلمه ای داخل یک کتاب تشکیل شده باشد؛ و شاید مصدر این فکر، بهره ای باشد که من از کدام دانشمند آموخته ام.

نمیدانم این مفکوره هارا چه چیز تشکیل میدهد؟

امکان دارد این فکر مبتنی بر سوالات باشد که من داشته ام. آنانیکه کارکرد هایم را دنبال می کنند و نظریات و افکار شان را با من شریک کرده اند؛ پس تمام اینها در برنامه بنام ثمره فکری جمع آوری شده است .

شاید برنامه ای باشد که: شما از آن بهره مند شوید ، و از خداوند متعال ـ جل جلاله ـ میخواهم که نسل جدید را کمک نماید؛ تا افکار و اندیشه های شان را به شکل خوبتر و زیباتر تقدیم نمایند ؛ و افکار شان را اصلاح نموده تا در پیشرفت امت دوباره سهم داشته باشند؛ و همچنان برای ترقی و پیشرفت کشورهایشان.

خداوند همه شمارا در دنیا و آخرت کامیاب ورستگار داشته؛ و در اخیر بسوی برنامه های بیشتر از ثمره فکری با شما خواهیم بود.

 

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟