د فرض حج څخه مخکې عمره ادا کول

سلام او احترام …. که یوسری فرضی حج نه وی کری نو  دعمری حج کولی شی او کنه دا بعضی وایی چی د بیت الله شریف په لیدو سره حج فرض کیژی په دی اره مو معلومات غوشتل مننه

رفيع الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د حج څخه مخکې عمره کول جايز دی ، مشهور روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حج څخه مخکې دری ځله عمره کړي ده ، همدارنګه په کال کې څو ځله عمره کول او د عمري تکرار جايز دی .

جاء في موسوعة الفقهية :

يُسْتَحَبُّ الإِكْثَارُ مِنَ الْعُمْرَةِ ، وَلا يُكْرَهُ تَكْرَارُهَا فِي السَّنَةِ الْوَاحِدَةِ عِنْدَ الْجُمْهُورِ ( الْحَنَفِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ وَمُطَرِّفٍ وَابْنِ الْمَاجِشُونِ مِنَ الْمَالِكِيَّةِ ) وَهُوَ قَوْلُ عَلِيٍّ وَابْنِ عُمَرَ وَابْنِ عَبَّاسٍ وَأَنَسٍ وَعَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُمْ وَعَطَاءٍ وَطَاوُسٍ وَعِكْرِمَةَ رَحِمَهُمُ اللَّهُ (1) ، وَتَدُلُّ لَهُمُ الأَحَادِيثُ الْوَارِدَةُ فِي فَضْلِ الْعُمْرَةِ ، وَالْحَثِّ عَلَيْهَا ، فَإِنَّهَا مُطْلَقَةٌ تَتَنَاوَلُ تَكْرَارَ الْعُمْرَةِ تَحُثُّ عَلَيْهِ (الموسوعة الفقهية ۳۰/۳۲۵ ).

و جاء في شرح موطاء امام مالک باب الحج :قد اعتمر رسول الله صلى الله عليه وسلم قبل أن يحج

د حج د ورځو څخه پرته بل وخت عمره کولو او د کعبې ليدلو باندې حج نه فرض کيږي بلکي د حج د فرضيت د پاره شرط د لارې مالي او جسمي توان او په اوس عصر کې نوبت دی .

مګر که ددې وېره وي چې که عمرې ته لاړ شي د فرضي حج د مصارف له کمبود سره به مخ شي نو بيا به تر هغه پورې عمره نه کوي څو پورې حج وکړي .

جاء في مرکز الفتاوي الاسلام ويب :

فلا نعلم خلافاً في جواز أداء العمرة قبل حج الفرض لمن لا يخشى العجز عن مصاريف ‏الحج إذا هو ذهب إلى العمرة، أما من خشي العجز عن مصاريف الحج فالظاهر أن عليه ‏أن لا يعتمر حتى يحج، لأن أمر الحج عند الله عظيم. قال تعالى: ( ولله على الناس حج ‏البيت من استطاع إليه سبيلاً ومن كفر فإن الله غني عن العالمين).[آل عمرآن:]‏

دوهم: مګر د عمري په ادا کولو سره په هيڅ صورت د فرضي حج نه ساقطيږي ، عمره په ټول عمر يو ځل سنت دی او حج فرض دی ، د سنتو او نفلو په ادا کولو سره فرض نه ادا کيږي ، عمره د کال په هر وخت کيږي ، مګر حج ټاکلې ورځې لري چې د حج يو ستر رکن عرفات دی چې د عرفې په ورځ ادا کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟