ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال الافغاني
اسلامي، اخلاقي، او تربيتي اړخونه
د فراغت په ورځ د ښوونځي او کالج هلکان او جینکۍ د خپل خوشحالۍ څرګندولو لپاره په خپلو جامو باندې د ملګرو لخوا لیکلو او لاسلیکونو اجازه ورکوي.
که څه هم دا عمل په ځینو ځایونو کې د مینې او یادګار نښه ګڼل کیږي، خو د اسلام له نظره دا کړنه څو مهمې ستونزې او زیانونه لري چې باید اصلاح شي.
اخلاقي کمزورۍ او تربيتي ستونزې:
په جامو لیکل د ځوان نسل په اخلاقو کې د کمزورۍ نښه ده. داسې عملونه دوی ته د بې پروا او سپکو چلندونو عادتونه ورکوي. د هغوی توجه له جدي زده کړو او اخلاقو څخه بې ځایه فعالیتونو ته اړوي.
د اسلامي اخلاقو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې انسان خپل عزت او د نورو عزت ته درناوی وکړي. داسې کړنې لکه د جامو بې ځایه کارول، په حقیقت کې د انسان خپل وقار ته سپکاوی دی.
والدین او ښوونکي باید د داسې غیر ضروري رواجونو په اړه د ځوانانو اصلاح وکړي او هغوی ته دا وروښيي چې د ژوند اصلي موخې څه دي.
اسلامي اړخ:
په اسلام کې پاکي او وقار ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. قرانکریم او احادیث په جامو او بدن د پاکوالي او ادب ساتلو ټینګار کوي:
الله تعالی فرمايي:
“وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ” (المدثر: 4)
“او خپلې جامې پاکې وساته.”
په دې آیت کې جامې پاکې ساتل یوازې د ظاهري نظافت لپاره نه دي، بلکې دا د انسان د باطني عزت او وقار څرګندونه هم کوي. په جامو بې ځایه لیکل او پرې د بې ارزښته خبرو ځای ورکول د دې آیت په معناو ټکر کې راځي.
نبي کریم ﷺ فرمایلي دي:
“إن الله جميل يحب الجمال”
“الله تعالی ښکلی دی او ښکلا خوښوي.”
هغه جامې چې د بې ځایه لیکنو له امله خرابې شي یا بې احترامي وشي، د دې ښکلا له منځه وړلو لامل ګرځي.
د سپکاوي ستونزه:
په جامو باندې د لیکلو دا عمل په ظاهره یو عادي کړنه ښکاري، خو په حقیقت کې د هغو جامو سپکاوی دی چې اسلام یې وقار ته زیات اهمیت ورکوي.
فقهاوو جامې د انسان د شخصیت او د هغه د عبادت وسیله ګڼلې ده. په جامو باندې بې ځایه خبرې یا نومونه لیکل دا ارزښت زیانمنوي.
د فقهاوو اقوال او لارښوونې:
فقهاوو د هغه عملونو نهې کړې ده چې د عزت، وقار یا د جامو د احترام خلاف وي.
امام غزالي رحمة الله علیه په “احیاء علوم الدین” کې لیکي چې انسان باید تل خپل ځان، جامې، او خپل چلند ته پاملرنه وکړي څو د الله تعالی او د خلکو په وړاندې د عزت وړ وګرځي.
والدينو او خصوصاً استاذانو او شاګردانو توصیه!
د قران او حدیثو له نظره د فراغت خوشحالۍ څرګندول په خپله ستونزه نه ده، خو دا باید د ادب، احترام، او اسلامي اصولو سره سم ترسره شي.
داسې یادګار جوړول چې د انسان شخصیت ته زیان ورسوي یا د هغه د جامو سپکاوی وکړي، یو بد عمل دی.
والدین، ښوونکي، او د تعلیمي ادارو مشران باید د دې عمل مخنیوی وکړي او د فراغت خوشحالۍ په داسې طریقه لمانځلو ته وده ورکړي چې اسلامي او اخلاقي اصولو سره برابره وي.
د حل لارې او مناسب رد عمل.
د فراغت په مناسبت د دعا او شکر ادا کولو ترتیب جوړ کړئ.
په یادګارونو باندې وخت او پیسې ضایع کولو پر ځای، له خپلو ملګرو سره د علمي یا ټولنیزو اهدافو لپاره ژمنه وکړئ.
داسې کتابچه یا البم ترتیب کړئ چې د یادګار په حیث وکارول شي، پر ځای د جامو سپکاوی وشي.
جامو لیکل او بيا د جینکو لپاره د حیا او عزت زیان:
د ښځې لپاره په اسلام کې حیا، عزت، او د وقار ساتنه ځانګړی مقام لري. الله تعالی ښځې ته داسې مقام ورکړی چې هغه د ټولنې د اخلاقو او تربیت محور ګڼل شوې ده. نن سبا د فراغت په خوشحالۍ کې د جینکو جامو باندې لیکل یو داسې عمل دی چې نه یوازې د هغې شخصیت ته زیان رسوي، بلکې د اسلامي ارزښتونو سره هم په ټکر کې دی.
د حیا او پردې زیان:
اسلام ښځه د حیا، پردې، او وقار څلی ګڼلې ده. الله تعالی فرمايي:
“وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ”
(سورة الأحزاب: 33)
“او په خپلو کورونو کې پاتې شئ او د لومړنۍ جاهلیت په شان ځانونه ښکاره مه کوئ.”
په جامو لیکل او پرې بې ځایه لاسلیکونه د ښځې د پردې او عزت په وړاندې سپکاوی ګڼل کېږي، ځکه دا عمل ښځه د نورو خلکو د پام وړ ګرځوي او د هغې حیا کمزورې کوي.
د والدینو سپکاوی:
والدین خپلې لوڼې د محبت او عزت په چاپېریال کې روزي، د هغې لپاره د پردې او وقار اصولو ته ډېر اهمیت ورکوي. که یوه جینۍ اجازه ورکړي چې د فراغت په خوشحالۍ کې د هغې جامې بې احترامي وشي یا پرې نامناسبې خبرې ولیکل شي، نو دا یوازې د هغې شخصیت ته زیان نه دی، بلکې د هغې د والدینو د عزت او تربیت سپکاوی هم دی.
نبي کریم ﷺ فرمایلي دي:
“كلُّكم راعٍ وكلُّكم مسؤولٌ عن رعيتِهِ.”
(بخاري او مسلم)
“تاسو ټول مسئول یاست او د خپلو زیر دستانو په اړه به جواب ورکوئ.”
جینۍ د خپلو والدینو او ټولنې عزت او وقار ساتلو کې لویه ونډه لري.
3. د ټولنیز شعور او تربیت کمزوري:
د فراغت په دې ډول رواجونو کې ګډون کول د جینکو لپاره د عزت او خپل ارزښت د پوهې کمزوري ښيي. دا هغه وخت پېښېږي چې هغوی ته له وړکتوب څخه د حیا او عزت په اړه مناسب شعور نه وي ورکړل شوی.
که جینۍ له ماشومتوبه د عزت او حیا په ارزښت پوه کړل شي، نو هغوی به هیڅکله داسې عمل ته زړه نه ښه کوي چې د دوی شخصیت او د والدینو وقار ته زیان ورسوي.
4. فقهاوو اقوال او اسلامي لارښوونې:
امام نووي رحمة الله علیه وایي:
“الحیاء خلق یبعث على ترک القبیح ویمنع من التقصیر فی حق ذی الحق.”
“حیا هغه خوی دی چې انسان د ناوړه کارونو کولو څخه منع کوي او حق لرونکي ته د هغه د حق په ادا کولو کې کمی نه کوي.”
په جامو لیکل، که څه هم ظاهري ډول ساده ښکاري، خو په حقیقت کې د یوې جینۍ لپاره د حیا او اخلاقو کمزورتیا څرګندوي.
دا يو اصلاحي پيغام دي او دړړه درد !
د جینکو لپاره ضروري ده چې د خپلو جامو وقار او عزت وساتي او د داسې کړنو مخه ونیسي چې د هغوی حیا او عزت زیانمن کړي.
د والدینو دنده ده چې خپلو لوڼو ته د حیا، عزت، او اسلامي اصولو په ارزښتونو کې پوره شعور ورکړي او هغوی له داسې بې ځایه رواجونو څخه لرې وساتي.
د اصلاح او حيا پيغام !
1. جینکۍ باید پوه کړل شي چې د دوی عزت او حیا د دوی تر ټولو لوی زیور دی، او دا په داسې کړنو ضایع کول نه دي پکار چې د خلکو پام ځان ته اړوي.
2. د فراغت په مناسبت د خپلو ملګرو سره د ګډو یادګارونو په جوړولو داسې طریقې اختیار کړئ چې اسلامي اصولو سره برابره وي.
3. ښوونځي او کالجونه دې د فراغت په مراسمو کې داسې کړنې رواج کړي چې د شاګردانو شخصیت جوړولو او اسلامي ارزښتونو ته وده ورکړي.
الله تعالی دې زموږ لوڼو او خوېندو ته د حیا، عزت، او وقار ساتلو توفیق ورکړي، او موږ ته د هغوی لپاره د غوره تربیت کولو توفیق راکړي.
الله تعالی دې موږ ته د خپلو جامو او شخصیت وقار ساتلو توفیق راکړي، او د بې ځایه رسمونو او رواجونو څخه وساتي.
آمین يا رب العالمين
ژباړه او ترتیب خالد منصور هډه وال.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ او نا اهلي ده.
ليکنه څومره مفيده وه ؟
څو فيصده ګټوره وه
20 فيصده…
50 فيصده…
80 فيصده…
او يا هم
100 فيصده…
کمنټ کښي فقط
20
50
80
100
وه ليکي.
او ضرور ئي شير کړئ مننه .
………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website