د فحشا او بدکارۍ (زنا او لواطت) زيانونه

د فحشا او بدکارۍ (زنا او لواطت) زيانونه
  • بدکاري انسان مصيبتونو ته راکاږي .
  • په زړه کې د عبادت جذبه خرابوي .
  •  د قيامت په ورځ انسان د رب العالمين د رحمت څخه منع کوي .
  •  په زړه باندى مهر لږيږي .
  •  د انسان د ذلت لامل ګرځي .
  •  د انسان نيک صفت او شهرت ورسره ختميږي.
  •  د انسان زړه توروي .
  •  انسان د برکتونو د کمښت سره مخامخ کوي .
  •  قحطى ورسره راځي .
  • د انسان علم له مينځه وړي .
  • د انسان زړه سختوي .
  • د رب العالمين او بنده تر مينځ لرې والى راولي .
  • انسان له طيب او پاک رزق څخه محروميږى .
  • د انسان نيک عمل خرابوي .
  • که انسان ئي حلال وګڼى له ايمانه وځي .
  • د قرانکريم له علمونو څخه ګټه نشى اخيستلاى .
  • انسان په يو پسى بلې ګناه ته هڅوي .
  • د انسان د استدراج ( ګناه کې ډوبيدل ) لامل ګرځي .
  • د دنيوى عذاب سبب ګرځى لکه ابن عباس رضى الله عنه فرمائي ( هيڅ مصيبت نه راځې مګر د ګناه له امله .
  • د انسان مشابهت د خبيثو او خرابو څارويو سره کيږي .
  • د انسان ژوند تنګوي .
  • د مخ توروالى ورسره راځي .
  • د انسان د شرميدلو لامل ګرځي .
  • انسان د نيکو اعمالو څخه منعه کوي .
  • د انسان د عمر برکت له مينځه وړي .
  • د انسان زړه د کلک هوډ او عزم څخه کمزورى کوي .
  • انسان د ګناه سره عادت کيږى .
  • ګناه د تيرو قومونو ميراث او هلاکت لامل ؤ نو انسان هلاکوي .
  • د رب العالمين په وړاندى انسان سپکيږي .
  • نور ګناهونه ورته بيا واړه ښکاري .
  • ددى زيانونه د انسان څخه نورو څارويو ته سرايت کوي .
  • د انسان عقل ورباندى خرابيږي ، د ځينو سلفو څخه داقول نقل      دى .
  • انسان د لعنت مستحق ګرځي .
  • انسان د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دعاګانو څخه محروميږي .
  • انسان پرى جهنم ته ځې لکه د معراج په حديث کې ورته اشاره شوي چې څه خلک د اور تنور کې سوځېدل چې زنا کار وه.
  • په ځمکه کې د نورو فسادونو لامل ګرځي .
  • د انسان غيرت ختموي .
  • د رب العالمين عزت او وقار د انسان د زړه څخه وځي .
  • انسان د رب العالمين د ياد څخه غافلوي ، د آيت شريف مفهوم دى ( دغه خلکو الله هير کړو د ګناه له امله  الله تعالى به دوى هير کړي .
  • انسان د اخلاص او احسان له دايرى اوباسي .
  • د انسان د غم لامل ګرځي .
  • د انسان اړيکى له رب العالمين سره ختميږي .
  • د نعمتونو څخه محروميږي .
  • د انسان په زړه کې رعب پيدا کيږي نو هميشه به په ويره کې        وي .
  • د انسان زړه د استقامت له دايرى اوباسي .
  • د انسان بصيرت او پوهه له مينځه وړي .
  • انسان د ابليس عليه اللعنت په لومو کې ښکيليږي .
  • د انسان جاه او عزت له مينځه وړي .
  • انسان ورسره په بد نوم ياديږي مثلاً  چې فلانکى زنا کار دى اويا د لواطت په عمل کې دى.
  • د نفس ډاډ ورباندى کمزورى کيږي ، چې د نيکۍ خواته ئي رابولي .
  • د خپل ځان په مقابل کې د دښمن سره مرسته کوي چې په ده باندې د دغه عيب څخه نيوکه کوي چې دا دې مرض او بدکار والا دى.
  • انسان کم همته کوي .
  • د اعمالو خوند او برکت پرى له مينځه ځي .
  • انسان پرى د ملايکو د دعا څخه محروميږي.
  • انسان په ناشنا ناروغيو اخته کوي .
  • تر اوومى پيړۍ د انسان د لعنت سبب کرځي ، لکه په مسند احمد کې ورته اشاره شوى ( څوک چې ګناه کوي نو پدى سره رب غوصه کيږي او کله چې رب غوصه شي تر اوو پيړيو په انسان لعنت وائي .
  • دايمى فقر ورباندي راځى .
  • نفس پرى خبيثيږى .
 
يادونه:   دا مضمون په دغه ويب پاڼو کې هم کتلاى شئ:
جمع او ترتيب:   شيخ القران مولانا سردار ولي (ثاقب)
نشر او اشاعت: مدرسة تعليم القران والسنة جلال آباد نارنج باغ (٥) ناحيه.
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.