اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسو روغ صحت د پاک رب نه غواړم هیله لرم چی روغ جوړ به یاست
عزت الله اتمانزی یم د ایران نه
یوه پوښتنه لرم هیله کوم چی ځواب یی راکړی ، یو مسلمان کافر سره په لاس ستړی مشی (روغبړ) کولی شی که نه
د شریعت محمدی له نظره دا کار جواز لری که نه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
غير مسلم ته د سلام څخه پرته مصافحه يا ستړي مشي کول لاندې حالتونو لري :
۱- د مذاهبو د جمهورو فقهاوو په نزد د غير مسلم سره د کوم مصلحت او حاجت پرته د ستړي مشو پيل او شروع کول مکروه دي (حاشية ابن عابدين 6/412، المجموع 19/۴۱۵).
د کراهيت علت د کافر ته د مسلمان ټيټوالی او د شرعې حکم مخالفت دی .
۲- او که څه حاجت او مصلحت وي لکه د خپل غير مسلم ګاونډي سره د ستړي مشو پيلول او يا د دعوت په نيت نو بيا کراهيت نلري .
لا بأس بمصافحة المسلم جاره النصراني إذا رجع بعد الغيبة ويتأذى بترك المصافحة (حاشية ابن عابدين 6 / 412).
و الله سبحانه وتعالی اعلم