السلام علیکم مولوي صاحب پوښتنه:زه په یوه اروپایی هیواد کې یم دلته راته دغه خلکو [نرسینګ د معاون] په برخه کی د تعلیم زمینه برابره کړې چی پس له تعلیمه به مو وظیفه د [زړو خلکو خذمت اویا هم په هسپتال کی د مریضانو خذمت وي زما مطلب د هغو پالنه به کوو او ساتنه به کوو
د اسلام له نظره دا کار څنګه دی
د ځواب په هیله ….
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د غير مسلم سره په لاندې شرايطو کار کول جايز دي .
۱- نومړي کافر به حربي نه وي يعنې د مسلمانانو سره به د جنګ او جګړې په حالت کې نه وي .
۲- نومړی کار به ذاتاً او آثاراً جايز وي حرام به نه وي ، ذاتاً داسې چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي لکه شراب ، سود ، غلا ، ظلم ، غصب وغيره .
او اثاراً دا چې هغه کار به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي لکه : په ټولنه کې د فحشاء خورول ، د بې دينی خورول ، د منکراتو خورول ، کافرانو ته د مسلمانانو جاسوسې کول ، د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کافرانو مرسته کول وغيره چې دا بيا اشد موالات بلل کيږي د ايمان د زوال او ارتداد سبب ګرځي .
۳- د غير مسلم سره د مسلمان مزدورې او کار کول به د ده دين ته ضرر نه وي مثلاً د لمانځه د قضا کيدو ، يا د جماعت د منع او یا داسې چې په منکراتو حکم ور ته کوي چې ږيره وخريه وغيره .
لنډه دا چې دا کار او مزدورې به د ده دين ته ضرر نه رسوي .دی به د خپل دين شعائر لوړ ساتي او د کافر په مذهبی شعائرو ، عقيدتي امور کې به بالکل کډون نه کوي .
حنفي فقهاوو هغه کار چې په هغه کې د مسلمان خواري او ذلت وي مکروه بللی دی لکه : د کافرانو پاککاري ، آشپزې ، او نور داسې خدمات چې په هغه کې د مسلمان ذلت وي مګروه دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم