د محمد صلی الله عليه وسلم د رسالت اثبات
د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت د اثبات لپاره تر ټولو ستره او د قيامت تر ورځې پورې موجوده معجزه قرآن دی .
معجزه: خارق للعادة (د عادت خلاف) کار ته وايي چې د الله تعالی د طرفه نه د پيغمبر په لاس باندې د هغه د پيغمبرۍ د اثبات لپاره مينځه راغلې وي .
معجزه د اعجاز د لفظ څخه ده ، اعجاز په لغت کې عاجز کولو او ناتوانه کولو ته وايي او په اصطلاح کې د قرآنکريم اثبات او د خلکو عاجز کول د هغه د مقابلې او يا د هغه د مثل په راوړلو سره.
لکه قرآنکريم د الله تعالی معجز کلام دی، اثبات او دليل دی چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې د الله تعالی د طرفه نازل شوی، د بشر او بل چا کلام نه دی بلکي داسې معجز کلام دی چې هيڅ څوک د هغه مقابله او مثل نشي جوړولای.
قرآن مجيد خپله ادعا کوي چې هغه يو معجز کتاب دی چې د الله سبحانه وتعالی له طرفه نازل شوی دی شکمنو کسانو ته د مبارزې او مقابلې کولو دعوت او چلنج ورکوي.
لقوله سبحانه وتعالی:[وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ، فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ] (البقره 23-24).
ژباړه :او که چېرې تاسې په هغه قرآن کې چې مونږ پخپل بنده (محمد صلی الله عليه وسلم) نازل کړی شک من ياست؟ نو هغه ته ورته يو سورت جوړ کړئ. که تاسې رښتنې ياست نو پرته له الله چې څومره ملاتړي لرئ ټول را وغواړئ. نو که دا مو په توان نه وه او هيڅکله به يې توان تر لاسه نکړئ نو له هغه اور څخه ځانونه وژغورئ چې خلک او ډبرې يې سونګ وي چې د کافرانو لپاره تيار شوی دی.
او فرمايي :[أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ] (يونس 38).
ژباړه :آيا هغوی وايي چې قرآن محمد له ځانه جوړ کړی دی. نو تاسې هم دده پشان يو سورت جوړ کړئ او پرته له الله چېرته مو چې لاس رسي کومک ترې وغواړئ که تاسې رښتنې ياست.