د غوره کورنۍ او ښې ښځې لرلو لپاره ۳۰ اسلامي سپارښتنې! (شپږمه سپارښتنه)

ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد)

ناشر:دعوت نیوز.کام

شپږمه سپارښتنه

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….
د ګډ ژوند (همسردارۍ) نظام اړوند تصمیم نیونه کې احتیاط وکړئ!
موږ په خپل ګډ ژوند کې داسې ژمنې کوو چې ځينې ټولې له حقیقت لرې وي چې دغه کار ښې پایلې نه لري؛ بلکې ځينې ژمنې او تصمیمونه زموږ پر ګډ ژوند منفي اغېز لرلای شي.
رښتینې بېلګې:
1) د ستونزې د حل لپاره انتخاب، هغه هم په یو ټاکلي وخت کې: ګران وروره/خورې! کله مو چې د ستونزې د حل په موخه د تصمیم نیولو هوډ وکړ، وګوره چې دغه ډول تصمیم نیونه، پرته له دې چې له کوم کس سره مشوره وکړې یا د صلاح او مشورې پر اساس مصالحې ته په کتو د راتلونکې لپاره ګټور دی او یا دا چې یاد تصمیم دې په بیړه نیولی دی؟
2) په ځانګړي ښار کې د سفر تصمیم، هغه هم پر ټاکلي وخت، ایا دغه تصمیم دې فرصت ته په کتو نیولی؟ ایا په دغه کار کې دې فکر کړی او کنه؟
3) د ژوند لپاره د نوي کور انتخابول او له یوه کور څخه بل کور ته بېځایه کېدل «کډه کول» دې د ګډ ژوند او کورني نظام د قوانینو او لارښوونو په اساس وو یا دا چې ټول کار دې په بیړه ــ چې زموږ عادت ده ــ ترسره کړی دی؟
4) ځينې کسان د دویم واده علاقه لري. ګرانه وروره! کله دې دا فکر کړی چې ایا دغه تصمیم دې د ژوند له شرایطو سره برابر دی او د کورنۍ د غړو خوښه دې اخیستې؟ یا دا چې دغه تصمیم دې هم له لومړۍ مېرمنې سره د کرکې یا له هغې د غچ اخیستو په اساس نیولی؟ یا دا چې د څو ورځو د شهوت غوښتنه دې منلې ده! ښايي ډېری وخت د دویم واده تصمیم په بیړه نیول شوی وي او د لومړۍ ښځې او کورنۍ د نورو غړو خوښې او رضایت ته زمینه نه وي برابره شوې.
5) هغه تصامیم چې د کورنۍ او اولادونو په مالي او اقتصادي چارو پورې اړه لري، ایا دغه تصمیمونه دې هم د کورني ژوند د اصولو او قوانینو په اساس نیولي او که د شخصي او بیړنیو موخو د ترلاسه کولو لپاره!؟
6) د ژوند تر پایه د ښځې/ مېړه ترڅنګ پاتې کېدل یا د هغې طلاق؛ دا هم د څو اولادونو د لرلو په صورت کې اسانه او ساده کار نه دی.
په ټولیز ډول طلاق شر نه دی؛ بلکې ځينې وخت کېدای شي دغه کار د دواړو (مېړه او ښځې) په ګټه وي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د ګډ ژوند ترسره کول سخت شي؛ خو هغه کار چې د نورو په ژوند او برخلیک پورې هم تړلی وي او هر غړی حق لري چې باید پرې خبر شي، باید په خپل سر ترسره نه کړو او د نورو ګټې او مصالحې هم په پام کې ونیسو.
پيغام: د ژوند په اړه د تصمیم پر مهال احتیاط وکړئ، مخکې له دې چې د کورنیو چارو او کارونو په اړه تصمیم ونیسئ له پوه او باتجربه کس سره مشوره وکړئ او د دغه تصمیم د پایلو په اړه ژور فکر وکړئ، هسې نه یوه ورځ پښېمانه شئ او بیا هېڅ کار نه شی کولای.

 

یادونه:  د غوره کورنۍ او ښې ښځې لرلو لپاره ۳۰ اسلامي سپارښتنو نشرولو لړۍ د دعوت نیوز څخه دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟