پنځمه سپارښتنه:
ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد)
ناشر: دعوت نیوز.کام
له خپلې ښځې سره د مینې او عاطفې د ډېرېدو لپاره هڅه وکړئ!
ښايي دا ډېره عجیبه او غریبه درته ښکاره شي چې د واده په لومړیو ورځو کې له خپلې ښځې سره د مینې او عاطفې په تر ټولو لوړه کچه کې قرار لرئ؛ خو څو داسې لومړني فعالیتونه شته چې د ښځې/خاوند پر وړاندې د مینې او عاطفې د کمېدو لامل کېږي او د دواړو (ښځې او خاوند) ترمنځ د مینې کچه کموي؛ یاده تېروتنه د دواړو (ښځې او مېړه) له لوري رامنځته کېدای شي.
ځينې وخت مېړه سهار وختي له کوره وځي او له ښځې سره د یوځای پاتې کېدو لپاره هېڅ وخت نه ځانګړی کوي او د هغې غوښتنو ته توجه نه کوي او اصلاً په دې اړه هېڅ فکر نه کوي چې ښځه یې له څه شي سره مینه لري (څه شی خوښوي)، که یې ښځه په دې اړه څه ورته ووایي مېړه یې خبره داسې ردوي: اوس د مینې، عاطفې او محبت وخت تېر شوی!.
په همدې توګه ځینې ښځې له واده یو کال وروسته له مېړه سره د اړیکو په برخه کې بې توجهي (ناغېړي) کوي؛ کېدای شي دغه بې توجهي د خپلې ظاهري بڼې د ښکلا او زینت (آرایش) په برخه کې وي، یا د کوروالي په برخه کې د مېړه د غوښتنو د نه پوره کولو په برخه کې یا هم د کور د داخلي کارونو او ژوند د چارو د تنظیم په برخه کې، په دې کې شک نشته چې دغه ډول بې توجهي (ناغېړي) د ښځې او مېړه ترمنځ د مینې او عاطفې په تدریجې کمېدو بد اغېز لري؛ نو له دې له امله د دغه فرهنګ د دوامداره ژوندي ساتلو لپاره باید لاندې مواردو ته پام وشي.
• ښایسته خبرې او له مینې او محبت څخه ډکې کلمې.
• [د ښځې لخوا خاوند یا د خاوند لخوا ښځې ته] د خپلې مینې اظهارول، د بېلګې په توګه «مینه درسره لرم، در باندې مین/مینه یم او …»
• د ګډ ژوند د دورې د ښکلو او ښو خاطرو یادول.
• یو او بل ته مناسبه ډالۍ وړاندې کول. مثلاً: ګل، عطر، جامې او نور…
• د ښه کار له ترسره کولو وروسته تل له یو او بل څخه مننه کول.
• د ژوند له پېښو لکه خوښۍ، غم او ناروغۍ سره عاقلانه چلند.
پیغام: له ښځې/مېړه څخه د لرېوالي (جدایۍ) پر مهال د مینه ناک پیغام انتقالول. مثلاً: [ښځه دې خاوند ته یا دې خاوند ښځې ته] له څه وخت جدایۍ وورسته ووایي: ((زړه مې ډېر درپسې خپه شوی و او نور…))