د غوره کورنۍ او ښې ښځې د لرلو لپاره ۳۰ اسلامي سپارښتنې (۲)

ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد)

دویمه سپارښتنه:

د خپلې کورنۍ بنسټ مو د دیندارۍ (تقوا) په خښته پیل کړئ!

الله تعالی په دې قادر او توانمن دی چې هر چاته وغواړي ژوند یې له بریالیتوب او خوښیو ډکوي. او په دې کې هېڅ شک نشته چې هره هغه کورنۍ چې بنسټ او موخه یې د الله تعالی خوښي او رضا وي نو الله تعالی به یې په ډېرو نعمتونو و نازوي او د دغه کورنۍ غړو ته به د دنیا او اخرت نېمکرغي ور په برخه کړي؛ نو که هر څوک غواړي دینداره او تقوا لرونکې کورنۍ ولري لاندې موارد دې عملي کړي.

• کورنۍ مو د نېکیو او الهي عبادت په خښتو جوړه کړئ. د بېلګې په توګه په کور کې نفلي لمونځونه، سنت او هغه ادبونه چې له لمانځته وروسته ترسره کېږي، د ضحی او وتر لمونځونه او هغه سنت او د پاکۍ وسیلې ترسره کړئ چې د الله تعالی د رضا سبب کېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «افضل صلوة المرء فی بیته الا الکمتوبة»رواه البخاري ۶۹۸ و مسلم ۷۸
یعنې «د یو مسلمان لپاره غوره داده چې له فرض لمانځه پرته نور ټول لمنځونه په کور کې ترسره کړي.»
دیني عالمانو ویلي چې له فرض لمنځونو پرته د نورو ټولو لمنځونو په کور کې ترسره کول اخلاص ته نږدې او له ریا لرې دي. بله دا چې د کورنۍ غړي د نارینه دغه ډول کارونه چې د څو کسیزې کورنۍ د رییس او مشر رول لري د کور د نورو غړو لپاره نېکه الګو جوړوي او ماشومان د خپل پلار په دغه عمل پسې اقتدا کوي او د هغه پر لاره قدم ږدي.
د دې موضوع په اړه په بل حدیث شریف کې راغلي: «اذا قضی احدکم الصلواة فی مسجد فلیجعل لبیته نصیبا من الصلاته فان الله جاعل فی بیته من صلاته خیرا.» رواه مسلم ۱۲۹۸
یعنې «له تاسو څخه چې هر یوه د خپلې سیمې په جومات کې فرض لمونځ ادا کړ، پاتې لمونځ په کور کې وکړئ، ځکه الله تعالی مو د دغه کار په بدل کې په کورونو کې خیر او برکت اچوي.»
او یو بل مهم کار چې یو مسلمان یې باید په کور کې تر سره کړي د قرانکریم تلاوت، د دیني عالمانو تقریرونه اورېدل، د ارزښتمنو او ګټورو دیني کتابونو مطالعه، د اصلاحي پروګرامونو جوړول مثلاْ نفلي روژې نیول او د دیني مسایلو په اړه خبرې او بحث کول دي.
[په کور کې د داسې اصلاحي پروګرامونو جوړول چې د کورنۍ غړي د نېکو کارونو ترسره کولو ته هڅوي هغه غوره نسخه ده چې ټول دیني عالمان، اصلاح کوونکي او اسلامي دعوت کوونکي یې د کورنۍ د غړو د روحي ناروغیو د درملنې لپاره سپارښتنه کوي. په دې باید پوه شو چې د کورنۍ د روحي ناروغیو د درملنې لپاره هېڅ بل کار د تربیتي او اصلاحي پروګرامونو له ترسره کولو او جوړولو اغېزناک نه دی. نو له دې امله د اسلامي کورنیو مشرانو ته لازمه ده چې د دغه مهم او درانه مسوولیت څخه اوږې سپکې نه کړي او د خپلې کورنۍ د غړو د اصلاح په برخه کې ناغېړي ونه کړي.]

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز.کام رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. جزاکم الله خیراً

د دعوت نیوز) بانکي پتهDN Bank AC # 00105100585219:)
د واټس آپ WhatsApp: +93747162162 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat News.com Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DN Bank AC # 00105100585219
WhatsApp: +93747162162

…………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬

🌐www.dawatnews.com

…………………………………………………………………………………………………………

لاتنسونا عن صالح دعائکم

اخوکم في الله ابوأحمد

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.