د غزې د مظلوم ولس بری د ټول اسلامي امت بری دی

تقريباً پنځوس ورځې مخکې يو ځل بيا د غزې پر مظلوم کړېدلی ، محاصره ولس باندې د امريکن طاغوت او اروپايي ټلوالی په اشاره او ملاتړ د اسرائيلو وحشي ځناورو حملي پيل شوې او په دې مظلوم ولس باندې يې د لويي حملی تيار نيولی وو او غوښتل يې چې دغه مظلوم ولس د زيات وخت محاصرې وروسته د خپلو پرمختللو اسليحو پر مټ تر خپل اشغال لاندې راولی .

خو الله د هغو مؤمنانو ناصر او مددګار دی کوم چې د الله په لاره کې د خپل دين د قيام او بقاء لپاره جنګيږي .

د چا سره چې د الله تعالی مدد وي هغه کامياب دي او څوک چې الله تعالی پرېږدي نو څوک به يې مرسته وکړي .

[ان يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ ] (آل عمران ۱۶۰) . ژباړه : که الله ستاسې ملاتړ وکړي نو هيڅکله پر تاسې نه شي برلاسه کيدای او که الله پاک مو پرېږدئ نو څوک دي چې د الله له پريښوولو وروسته ستاسې مرسته وکړي ؟ نو بايد چې مؤمنان يوازې پر الله پاک توکل وکړي .

الله تعالی د دغه مظلوم ولس موشک او توغندي د اسرائيلو کافر ځناور قوم ته د سجيل ډبرې وګرځولی او د هغوی په زړونو کې يې خوف ور واچولو او د اور بند ناري يې پورته کړي .

د اسلامي امت با شهامته زلميانو ټولي کفري نړی ته خپل تکتيک او جنګي مهارت وښودلو په داسې حال چې مظلوم ولس تر سختې محاصري لاندې وو خو په دا ډول سختو شرايطو کې بيا هم د دوښمن د مقابلی د پاره پوره تياری نيولی وو او د هغوی د هوايي بمبارک په مقابل کې يې د اسرائلو ښارونه په موشکو وويشتل او هغوی يې هم د خپل مظلوم ولس له حاله عملاً خبر کړل .

د اسرائلو نه يوازې دا چې امريکا ، انګليس ، فرانسې … حتي ځنې تش په نوم اسلامي حکمرانان ملاتړ کولو بيا هم له سختې ماتې سره مخ شول دا ځکه چې د حق پر وړاندې به طاغوت حتماً ماته خوري او د طاغوت دوستي هيڅ بقا نه لري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

مَثَلُ الذَّین اَتَّخذوا مِن دُونِ اللهِ اَولیاءَ کَمَثَلِ العَنکبُوتِ إتَّخَذَت بَیتاً و إنَّ اَوهَنَ البُیُوتِ لَبیتُ العَنکبُوتِ لوکانوا یَعلموُنَ (عنکبوت ۴۱ ) .

 

ژباړه : مثال د هغو کسانو چې د الله تعالی بغير يې نور خپل ملګري نيولي په مثال د هغه کور دی چې غنې جوړ کړی ( له تارونو خپلو ) او يقيناً د کورو ډير ضعيف کور د غڼې کور دی کچېرې دوی پوهيدلی .

شرحه : په کورو کې ضعيف کور د غڼې کور دی چې په کمه ډکه ړنګيږي د طاغوت ، شيطان او کفارو دوستي هم همداسې ده چې هيڅ بقا نه لری .

مسلمانانو ته ښايي ددې حادثې څخه پند واخلي چې الله تعالی د مؤمنانو ملګری دی او د کفر او طاغوت دوستي هيڅ بقاء نه لري .

تاسې وګورئ ! زمونږ په هيواد کې هغه د انګريز لاټيان څه شول ، د روسانو ملګري څنګه شول ، د امريکا او ناتو ملګري به هم همداسې شي خو څوک دي چې پند واخلي او له خپل عقل څخه کار واخلي .

او د داسې دوستی انجام ډير بد دی

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.