د عمل قبلېدل په نيت پورې اړه لري

اميرالمؤمنين عمر بن خطاب رضی الله عنه وايي له رسول الله صلی الله عليه وسلم مې اورېدلي چې فرمايل يې: «إنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّياَّتِ وَإنمَّاَ لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْياَ يُصِيْبُهَا أَوِ امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْه»([1]).

ژباړه : بيشکه چې عملونه په نيتونو پورې اړه لري ، او يقيناً هر کس ته به د هغه څه (اجر او ثواب ) ورکول کيږي د څه يې چې نيت کړی وي ، پس د چا چې هجرت د الله تعالی او د هغه د رسول په لورې وي پس د هغه هجرت به

(خاص) د الله او د هغه د رسول په لورې وي ، او د چا چې هجرت د څه دنيوي مقصد لپاره وي هغه به (خپل مقصد ) ته ورسيږي او يا د ښځې لپاره وي چې د هغې سره نکاح وکړي پس د هغه هجرت به د هغه څه لپاره هجرت وي د کوم يې چې نيت او قصد کړی وي .

تشريح :

دا حديث په دين کې يو عظيم اصل دی ، چې موضوع يې ده په عمل کې اخلاص او د نيت شرطونه او د هغه اثر پر اعمالو باندې ، امام بخاری رحمه الله د خپل کتاب بخاري شريف شروع په همدغه حديث باندې کړی ده او دې ته يې اشاره کړې ده چې ټول اعمال په نيت پورې اړه لري ، ټول هغه اعمال چې په هغه کې نيت او اخلاص صحي نه وي باطل دي ، ځينې علماء وايي چې دا حديث د علم دريمه حصه ده او دا حديث د فقه اويا بابوبه تشکلوي ، امام احمد رحمه الله وايي : د اسلام اصل دری احاديث دي ، د عمر رضی الله عنه حديث [إنما الأعمال بالنيات] د عايشه رضی الله عنها حديث [من أحدث في أمرنا ] او د نعمان بن بشير حديث [الحلال بين والحرام بين ] .

په حديث کې مسائل :

اول :

قول د «إنما الأعمال بالنيات»: يعنې د ټولو اعمالو صحت او بطلان ، قبوليت او رد په نيت پورې اړه لري .

قول د «وإنما لكل امرئ ما نوى»: يعنې د هر عمل بدله په نيت پورې اړه لري چا چې د خير نيت کړی وي هغه ته د خير بدله ورکول کيږي ، چا چې د شر نيت کړی وي هغه ته به د شر سزا ورکول کيږي او چا چې د مباح نيت کړی وي هغه به ثواب او اجر نه لري .

دوهم : نيت

الف : د هر عمل نيت به خاص وي يعنې هر عمل به د الله پاک د پاره وي په هغه کې به شرک او ريا نه وي .

ب ) : د هرعمل د پاره نيت شرط دی، يعنې لمونځ بغير له نيت څخه نه صحي کيږي ، زکات بغير له نيت څخه نه صحي کيږي ، مثلاً که څوک ډير مال خيرات کړي خو نيت يې د زکات نه وي کړی که هر څومره مال صرف کړي زکات نه شو ځکه د زکات نيت يې نه وو کړی . همداسې د هر عمل د پاره نيت شرط دی .

دريم :

قول د «فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله فهجرته إلى الله ورسوله»: يعنې د چا چې هجرت د الله (جل جلا له ) د پاره وي هغه به د الله (جل جلا له) او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم مهاجر وي ، همدارنګه چا چې د الله (جل جلا له) د پاره جهاد وکړ هغه به د الله (جل جلا له) د لارې مجاهد وي .

خو چا چې د دنيوي عرض د پاره هجرت او جهاد وکړ د هغه کس دا عمل مردود دی .

پنځم :

د نيت او اخلاص اجر : هر يو مؤمن چې د کوم عمل د پاره صادقانه نيت ولري الله (جل جلا له) د هغه نيت بدله ورکوي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا] (النسآء ۱۰۰ ) ،

ژباړه : او څوک چې ووځې له خپل کور څخه هجرت کوونکی طرف د الله او رسول ته ( جهاد ، حج ، علم او نور شرعي امور د پاره) بيا دی په لاره کې وفات شي نو د ده اجر په الله دی او الله دی ښه بخښونکی او ډير مهربان .

او په حديث شريف کې راغلی دي: [إذا مرض العبد أو سافر كتب له ما كان يعمل صحيحا مقيما] (البخاري )

( کله چې کوم څوک مريض شي يا مسافر شي الله (جل جلا له) ده ته د اقامت اجر ورکوي يعنې څنګه چې ده د روغتيا په حالت کې او کور کې عبادت کولو هغسې اجر به ورکوي .

 شپږم :

په مباحاتو د خير د نيت کولو اجر :

مؤمن حتی چې دنيوي امورو کې د خير نيت ولري او نيت يې د دين او حق قيام وي اجر ورکول کيږي د هغه خوب ، خوراک ، او څښاک ، فکر او نور عبادت شميرل کيږي .

د پورته حديث شريف فوائد :

۱- دا حديث دليل دی په دې چې د هر عمل لپاره نيت شرط دی .

۲- دا حديث دليل دی په دې چې د خلکو د اعمالو د نيت په تفاوت او فرق کې ستر اثر دی .

۳- دا حديث دليل دی په دې چې د الله تعالی په لاره کې هجرت کول افضل عمل دی .

اربعين النوويه – امام نووي رحمه الله

شرح حديث – خالد بن سعود البليهد

ژباړه – حمدالله شاکري

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

[1]– رَوَاهُ إمَامَا الْـمُحَدِّثِينَ أَبو عَبْدِ اللهِ مُحَمَّدُ بْنُ إِسْمَاعِيْلَ بْنِ إبْرَاهِيمَ بْنِ الْـمُغِيرَةِ بْنِ بَرْدِزْبَهْ البُخَارِيُّ وَأَبُو الْحُسَيْنِ مُسْلِمُ بْنُ الْحَجَّاجِ بْنِ مُسْلِمٍ الْقُشَيْرِيُّ النَّيْسِابُورِيُّ فِي صَحِيْحَيْهِمَا اللَّذَيْنِ هُمَا أَصَحُّ الْكُتُبِ الْـمُصَنَّفَةِ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟