ليکوال: مولوي محمد انوارالدين شرفزی
علوم جمع د علم ده او علم د یو شي درک کولو ته وايي یا علم د جهل او ناپوهۍ ضد دی او علوم القرآن د قرآن د زده کړې علم دی.( ۱) چې د قرآنکریم نزول، د نزول اسباب، د قرآنکریم کتابت او تدوین، د قرآنکریم جمع، د تفسیر اصول، د تفسیر طریقه، ناسخ او منسوخ او نور قرآن پورې اړوندو علومو څخه بحث کوي(۲ ).
د علوم القرآن موضوع :
د علوم القرآن عمومي موضوع قرآنکریم دی دا ځکه کوم علوم چې په علوم القرآن کې د بحث لاندې نیول کیږي د هغو ټولو موضوع قرآنکریم دی، لکه د علم القراءات موضوع قرآنکریم دی د لفظ له مخې، علم التفسیر موضوع يي قرانکریم دی د شرحې او معنی له مخې، نو د علوم القرآن په ټوله کې عمومي موضوع قرآنکریم دی(۳ ).
علوم القرآن د قرانکریم د نزول، ترتیب، د قرانکریم جمع، کتابت او تدوین، تفسیر، اعجاز، ناسخ او منسوخ څخه بحث کوي( ۴).
د علوم القرآن د زده کړې اهمیت:
قرآنکریم د اسلام او اسلامي شریعت لومړی اساسي مصدر دی د قرآنکریم د صحیح زده کړې په وسیله مونږ د اسلامي شریعت له احکامو او اصولو په صحیح معنی پوهیدلای شو ځکه عادي کسان د عقائدو، عباداتو، معاملاتو، میراث، عقوبات، سیاست او په نورو شرعي احکامو کې خطا کیږي، نو علماء د انبیاؤ وارثان دي چې خلکو ته لارښوونه کوي او د قرآنکریم او سنتو په رڼا کې به هغوی له خطا څخه ژغوري، ځکه په قرانکریم او سنتو کې د فرد او ټولنې ټولو دمشکلاتو حل شته دی، نو داسې وایو چې قرآن د حق او عدالت قانون او د بشر د ژوندانه لارښود دی او علوم القرآن د دغه سپیڅلي کتاب د پیژندنې وسیله ده.
[1]- معجم اللغة العربية المعاصرة (۳/ ۱۷۸۹)، د أحمد مختار عبد الحميد عمر، عالم الكتب، اول چاپ(۱۴۲۹ه ق)، څلور جلده.
[۲]- وګوره: مناهل العرفان في علوم القرآن(۱/ ۲۱)، محمد عبدالعظيم الزرقان، دار الفكر، بيروت، اول چاپ(۱۹۹۶ه ق)، تحقيق:مكتب البحوث والدراسات، دوه جلده.
[۳] – مناهل العرفان في علوم القرآن(۱/ ۲۱)
[۴]- مباحث في علوم القرآن(صــ ۱۲)، مناع بن خليل القطان، مكتبة المعارف للنشر والتوزيع، دریم چاپ(۱۴۲۱ه ق)، یو جلده.