د علوم القرآن د حاصولو اهميت

قرآنکريم د اسلام او اسلامي شريعت لومړی اساسي مصدر دی د قرآنکريم د صحيح زده کړې په وسيله سړي د اسلامي شريعت له احکامو او اصولو په صحيح شان پوهېدلای شي ځکه عادي کسان د عقائدو ، عباداتو ، معاملاتو ، ميراث ، عقوبات ، سياست او نور کې خطا کيږي .

پس علماء د أنبياؤ وارثان دي چې دوی به عامو خلکو ته لارښوونه کوي او هغوی به له خطا څخه ژغوري .

په قرآنکريم او سنتو کې د ټولو مشکلات حل شته هغه که فرد دی ، ټولنه ده او که دولت او حکومت دی .

نن ډير حکومتونه چې ځانونه مسلمان او د اسلامي حکومت دارۍ دعوی لري قرآن او سنت يې ترک کړي دي د بشر په ساختګي قوانينو باندې عمل کوي چې دا د قرآن او ايمان سره لويه جفا ده . ترکي عالم نظام الدين إبراهيم اوغلو په خپل کتاب علوم القرآن کې ليکلي دي :

دا چې قرآنکريم د حق لارښوونکی دی سربيره پر هغه د علم او طبعيت يو علمي معجزه هم ده ، د قرآنکريم تقريباً (۶۷۰) آيتونه د علم څخه بحث کوي.

الله سبحانه وتعالی پخپل فضل ټول علوم د قرآنکريم او انبياء عليهم السلام د وحي ، د صالحو کسانو د کراماتو او فکر او همدارنګه د ځنو کسانو د خوب او الهام په ذريعه بيان کړي او انسان په دې باندې وتوانيد چې د نن عصر موجود علوم کشف کړي ځکه الله سبحانه وتعالی انسان ته د موجوده علومو د کشف او اختراع توان ورکړې دی چې هغه د انسان مغز دی چې په ميليونو حجرې پکې شتون لري .

همدارنګه الله سبحانه وتعالی مونږ ته د اسلامي شريعت په ذريعه د ژوند کولو طريقه بيان کړې او د هغه د پاره يې واضح احکام راليږلي دي چې بل څوک يې د تغير هيڅ صلاحيت نلري .

مثلاً د امنيت او ټولنيز ژوند طريقه چې بل ته هر قسم ضرر رسول حرام دي او د ضرر رسولو په صورت کې د حدودو د پلې کولو قانون وضع شوی دی .

د ځمکې پر مخ چې د انسان د استفادې او کټې لپاره کوم شيان دي د هغه د استفادې او استعمال طريقه ، حلال او حرام راته بيان شوي دی .

لنډ دا چې قرآن د حق او عدالت قانون او د بشر د ژوندانه لارښود دی او علوم القرآن د دغه سپيڅلې کتاب د پيژندو وسيله ده .

 د علوم القرآن موضوعات :

۱- علم أسباب النزول ، ۲- علم المکي او المدني ، ۳- علم التفسير ،۴- علم اصول تفسير، ۵- علم الناسخ و المنسوخ،۶-علم القراءات،۷- علم اعجاز القرآن ، ۸- علم التجويد ،۸- علم رسم المصاحف (رسم القراني) ، ۹- علم غريب القرآن ، ۱۰- علم محکم و المتشابه فی القرآن .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟