د علوم القرآن تعريف او هدف

علوم القرآن د قرآنکريم د نزول ، ترتيب ، د قرآنکريم جمع ، کتابت او تدوين ، تفسير ، اعجاز قرآن او ناسخ او منسوخ څخه بحث کوي .

علوم جمع علم دی او علم د يو شي درک کولو ته وايي ، يا علم د جهل او ناپوهی ضد دی .

علوم عموماً په دوو برخو ويشل شوي علوم آله او علوم مقاصد .

علوم مقاصد کوم چې علماؤ ذکر کړي دي عبارت دي له : علم عقيده او علم فقه ، يا فقه أکبر او فقه جوارح

علوم آله عبارت دي له : علوم القرآنکريم ، اصوله الفقه ، علوم اللغة او علم مصطلح الحديث .

دغو علومو ته علم آله ځکه وايي چې د نورو علومو د زده کړې لپاره آله ، وسيله او خدمت دی ، لکه : مصطلح الحديث د حديث خادم دی چې د مصطلح الحديث پرته د حديث علم څوک نشي حاصلولی مثلاً : مونږ په مصطلح الحديث يا علم الحديث کې وايو چې : حديث شاذ ، منکر او د صحيح او حسن شرائط او داسې نور لولو چې ددې علم پرته د حديثو پيژندل د قبول او رد له مخې ناشوني دي .

همدارنګه اصول الفقه د فقه د زده کړې آله ده ، مثلاً په اصول فقه کې وايو چې : أمر ، نهی ، علم ، خاص ، مطلق ، مقيد ، مجمل ، مبين ، ناسخ او منسوخ او داسې نور …

چې ددې شيانو د زده کړې څخه پرته د فقهې زده کول ناشوني دي چې دې ته د شريعت فرعي احکام وايي .

همدارنګه علوم القرآن د قرآن د زده کړې آله ده چې د قرآنکريم نزول ، اسباب نزول ، د قرآنکريم د کتابت او تدوين ، جمع قرآن ،اصول تفسير ، د تفسير طريقه ، ناسخ او منسوخ او نورو څخه بحث کوي چې د علوم القران پرته د قرآن پوهه ناشونې ده .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟