لیکنه: استاد حافظ مطیع الله هدایت
د علم او معارف تعريف: علم د عين په کسرې سره د جهل خلاف پوهې ته ويل کيږي.
د عين په فتحې سره فعل دی يانې ښوونه يې ورته وکړه لاره يې ور وښودله.
په اصطلاح کې: علم د اخيستنې په مانا باندې راځي، يانې کله چې ښوونکی درس ورکوي او زده کوونکي ورته غوږ نيسي، دلته د زده کوونکو غوږ نيول او د ښونکي له درس څخه يو څه اخيستل علم بلل کيږي.
د علم غرض: د جهل څخه د رڼاګانو په لور باندې تلل دي.
د علم ضرورت: علم ته ځکه زيات ضرورت دی چې د پرمختګ او روښنايی يوازنۍ لاره علم دی، بل دا چې د علم زده کړه په مسلمانانو باندې فرض ده په حديث شريف کې راځي:
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ” شعب الإيمان – (3 / 195)
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” اطْلُبُوا الْعِلْمَ وَلَوْ بِالصِّينِ، فَإِنَّ طَلَبَ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ” ” هَذَا حَدِيثٌ مَتْنُهُ مَشْهُورٌ، وَإِسْنَادُهُ ضَعِيفٌ ” وَقَدْ رُوِيَ مِنْ أَوْجُهٍ، كُلُّهَا ضَعِيفٌ. شعب الإيمان – (3 / 194)
د علم اهميت:
۱. علم د الله ج له اوه ذاتي صفتونو څخه يو دی الله جل جلاله پخپله عالم، عليم، بصير، سميع، او د نورو سترو او ښکلو صفتونو خاوند دی.
په قران کريم کې علم د نورو سپېڅلو صفتونو څخه زيات يانې (۵۸۲) ځلې ذکر شوی دی، که تدبر، تعقل، حکمت او نور ورته لغتونه يې ولټول شي، نو دا شمير نور هم زياتيږي.
۲. د قران کريم لومړی آيت او ددغه ايت لومړني توري (اقرء) په ټکي پيل شوي دي او يوه نړۍ حکمت پکې پروت دی، بناء د علم لوړ مقام، اهميت اندازه يې تر هر بل دين، مکتب، او مسلک لوړ دي.
۳. قلم او ليکنه دومره مهمه ده چې الله ج ورباندې قسم خوړلی دی. الله ج فرمايلي (ن والقلم ومايسطرون)
۴. د انسان پوهې ته اسلام تر حده زياته پراختيا ورکړې ده،ځکه الله ج آدم عليه سلام ته د ټولو شيانو نومونه ور ښودلي دي.
د علم ګټې:
الف دنيوي ګټې :
- د ماشومانو هراړخيزه وده پياوړې کوي.
- غربت له منځه وړي او اقتصادي د پياوړتيا راولي.
- وګړي ټولنيزکوي، او انسانيت پکې منځ ته راځي.
- سياست او ښه حکومت ولي رامنځ ته کوي.
ب- اخروي ګټې:
عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ مُطَرِّفٍ قَالَ: ” فَضْلُ الْعِلْمِ أَفْضَلُ مِنْ فَضْلِ الْعِبَادَةِ، وَخَيْرُ دِينِكُمُ الْوَرَعُ ” شعب الإيمان – (3 / 227).
عن ابن عباس قال : إن الذي يعلم الناس الخير يستغفر له كل دابة حتى الحوت في البحر، كتاب العلم – (1 / 9).
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ مَرْفُوعًا: ” يَشْفَعُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الْعُلَمَاءُ، ثُمَّ الشُّهَدَاءُ ” شعب الإيمان – (3 / 227).
وعن أنسٍ – رضي الله عنه – قَالَ : قَالَ رسولُ الله – صلى الله عليه وسلم – : (( مَنْ خَرَجَ في طَلَبِ العِلْمِ فَهُوَ في سَبيلِ اللهِ حَتَّى يَرْجِعَ )). رواه الترمذي ، وقال: (( حديث حسن )) .
د جهل او بې علمی ضررونه:
- د انسانيت څخه لرې پاتې کيدل.
- د غربت او ضعيف اقتصاد تر چتر لاندې ژوند تيرول.
- د خپلو او ټولنې د وګړو حقوقو څخه نا خبري.
له جهل څخه علم او معارف ته د رسيدو لارې چارې:
۱. ددولت ځانګړې پاملرنه د ګران وطن د علم برخې ته.
۲. د ولسونو ځانګړې همکاري.
۳. د پلرونو ځانګړې پاملرنه خپلو زامنو ته.
۳. د ښوونکو ځانګړې پاملرنه خپلو زده کوونکو ته.
۴. د ښوونځي شورا ځانګړې پاملرنه د ښوونځي زده کوونکو ته.
۵. د علماء بشپړه همکاري.
۶. د ښځو ځانګړې پاملرنه.
۷. د ځوانانو ځانګړې پاملرنه.