د علم او زده کړې اهميت
په اسلام کې علم دومره اوچت اهميت لري چې د قرآن د نزول په پيل کې د علم يادونه شوې ده .
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ * خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ * الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (العلق).
ژباړه: ولوله په نوم د خپل رب، هغه چي پيدا کړی دی انسان له ځوړنده ټوټې د وينې، ولوله او ستا رب ډير کريم دی ، هغه (رب) چې ښودلی یې دی (خط انسان ته ) په قلم سره .
۱- د علم په ذريعه انسان خپل ځان او خپل خالق (جل جلاله) پيژندلای شي .
[ فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ] (محمد: ۱۹).
ژباړه : پوه شه چې پرته له يو الله نه بل هيڅ معبود نشته .
۲- علم د الله تعالی څخه د وېرې او تقوی وسيله ده .
[إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء] (الفاطر 28 ).
يقيناً د الله جل جلا له څخه د هغه پوه بنده ګان ( چې د شريعت په ضروري احکامو پوه وي ) وېريږي
۳- چا ته چې الله تعالی د خير اراده وکړي په دين کې پوهه ورکوي :
«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ » (3116 بخاري ) .
ژباړه: چاته چه پاک خدای د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .
۴- د علم حاصلول د جنت د لارو څخه يو لاره ده :
من سلک طريقاً يلتمس فيه علماً سهل الله له به طريقاً الی الجنة (رواه مسلم) .
ژباړه : څوک چې علم په لټه کې لاره طی کړي الله تعالی به هغه د جنت لاره آسانه کړي.