کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
لیکوال: ډاکټر عبدالرؤف
ژباړه: رحمت شاه فراز
د علاج ناوړه روشونه
د ماشوم د دغه بد عادت د له منځه وړلو په وخت کې هم باید له ډېر زیات زغم نه کار واخیستل شي. د بد رد او په تریو تندي د زشتو خبرو په ځای پکار ده چې ګوته يې ورو له خولې را وایستل شي. بلکې ښه به وي چې ماشوم ته په لاس کې یو سپک او ښکلی لوبتوکی ورکول شي چې تر ډېره وخته يې په لاس کې ونیسي. کند ذهنه ماشومان له خارجي ماحول سره ډېره کمه علاقه لري، نو له همدې امله په خپله دنیا کې ورک وي او د ګوتې له روودنې ډېر زیات خوند اخلي. بل، هغه ماشومان چې په ذهني کشمکش کې اخته وي، هغوی هم د ګوتې په روودنې لنډمهاله ارامتیا احساسوي، او په همدې وختونو کې په ماشوم کې د ګوتې روودنې عادت پخېږي.
د ماشوم ګوته په مرچو یا ترخو درملو ککړول، دستکشې ور په لاسول یا د ماشوم لستوڼي دومره اوږده ګنډل چې ټول لاس يې پکې پټ وي، د دغې ستونزې د حل خورا ناوړه روشونه دي. د ماشومانو رټل، ترټل او د ګوتې پر روودنې ماشوم خجالته کول هم یو ناوړه کار دی. که تنکي ماشومان ګوته خولې ته اچوي، نو پکار ده چې یو لوبتوکی ورکول شي او کوشش دې وشي چې پام يې په بله واوړي. او که په لویینې کې هم دغه عادت نه ترې لرې کېږي، نو بیا دې د ماشومانو له ارواپوه سره مشوره وشي او د ماشومانو ارواپوهنیزه شننه باید وشي. او که ماشوم د کوم ذهني اختلال له رنځ نه د ځان ساتلو له مخې خپله ګوته رووي، نو بیا پکار ده چې د ذهني فشار د ختمولو په برخه کې يې وړنده لاسنیوی وشي.
د جنسي غړي د لمسولو عادت
په وړو ماشومانو کې خپل جنسي غړي ته د لاس ور وړلو عادت هم عام دی. دغه عادت ډېر زیات خطرناک دی. که ماشوم تر ډېره په دغه عادت اخته وي، نو د دې اندېښنه شته چې په لویینې کې دغه ماشوم په جنسي فعالیت کې د برخې اخیستو وړتیا له لاسه ورکړي.
په دې ځای هم کې مور او پلار باید له ډېر زغم او اروايي ځیرکتیا نه کار واخلي او د «اوه! وشرمېږه، دا څه کوې؟ ارمونیه! خبیثه!» په څېر ترخه توري استعمالول او یا جسمي سزا ورکول د اصلاح خورا ناوړه روشونه دي. ممکن ماشوم به په دې تنکي عمر کې خپل جنسي غړي ته یوازې د لوبتوکي په سترګه ګوري. که په ماشوم کې له مناسبو لوبتوکو او خوندورو فعالیتونو سره علاقه پیدا شي، نو ممکن پام يې په بله واوړي او پخپله به له دې عادت نه لاس واخلي.
په غاښونو د نکانو غوڅولو عادت
په غاښونو د نکانو غوڅولو عادت ډېر عام نه دی او تر ډېره په هغو ماشومانو کې پیدا کېږي چې ډېر زیات مضطرب او په ذهني فشار اخته وي. په غاښونو د نکانو غوڅول ماشوم ته لنډمهاله ارامي ورکوي. دغه ماشومان باید پوه کړای شي چې که د نکانو میکروب يې بدن ته ننوځي، پر روغتیا يې ناوړه اثر کولی شي او هسې هم د ښو ماشومانو په ډله کې نکانو غوڅوونکو خیرنو ماشومانو ته د احترام په سترګه نه کتل کېږي. بل خوا، پکار ده چې نجونو ته د نکانو توږوونکي او د نکانو رنګ ورکول شي او د صفا او صیقل شویو نکانو په جمالیاتي ټکو باید پوهې کړای شي، تر څو د نکانو د پاکوالي مینه ورسره پیدا شي.
د لویانو ناوړه عادتونه او ماشومان
ښکنځلې، جنګ او لاس اچول، په چټلتیا کې لوبېدل، چټل اوسېدل، دروغ ویل، غلا او دې ته ورته ناوړه عادتونو باندې به د کتاب په راتلونکو مخونو کې په تفصیل سره خبرې وکړو. خو که مو ماشوم په داسې چاپېریال کې روزل کېږي، چې هلته د وخت پابندي، د مهربانه مور او پلار په نرمه ژبه د خبرو انداز او یو کار په مناسبه طریقه ترسره کول رواج وي او داسې ماحول وي چې د ماشومانو مشروع تفریحي تقاضاوې په سپینو سترګو نه تر پښو لاندې کېږي، نو دا اندېښنه ډېره نه وي چې ماشومان به ناوړه عادتونه واخلي. د ماشوم په لوبو بندیز لګول، په اصل کې په ماشوم کې د غوسې او بدمزاجۍ د تقویه کولو په معنا ده.
یو شمېر کسان چې ماشوم په لوبو وویني، نو په خوا کې يې ودرېږي او هسې نا هسې د ماشوم په لوبو کې ګوتې ور وهي. د ماشوم دغه ډول لاسوهنه هېڅ نه خوښېږي. بله دا چې له دې سره د لوبو ازاده فضا هم له منځه ځي. په دې سربېره، دا ډول لاسوهنه په ماشوم کې دا صلاحیت ختموي چې خپل کار پخپله ترسره کړي او خپلو ستونزو ته پخپله د حل لاره ولټوي. په ماشوم ډېر پام ساتل، هر کار کې ورسره بې ځایه مرسته کول او هره هیله یې سملاسي پوره کول، د ماشوم د نوښت ځواک او خپلواکي ته زیان رسوي. تر حد ډېره مینه په ماشوم کې دا تلوسه ټوکوي چې د هر چا د سترګو تور اوسي او دغه تلوسه په بالغ ژوند کې هم ماشوم دې ته مجبوروي چې د نورو په اسرې پسې وګرځي او یا خیراتخوره او ماشومانه چال و چلند ته لاس کړي.
د ښوونکو او والدینو مسؤلیتونه
د بدو عادتونو د اصلاح تر ټولو مناسبه دوره، د ماشومتوب وخت دی. یو ځل چې عادتونه پاخه شي، بیا يې پرېښودل ډېر سخت وي. نو له همدې امله ډېر زیات پام پکار دی چې ماشومان مو یوازې ښه عادتونه زده کړي او که په بدو عادتونو اخته هم شي، نو بیا هم د هغوی د اصلاح کولو له مسؤلیت نه سترګې پټول یا د اصلاح غلط روشونه کارول، په خپلو ماشومانو او ټولنې لوی ظلم دی.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162