د ظلم حرمت (بنسټيز نصيحت)

Untitled-13

له ابوذر غفارى رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم  په حديث قدسى کې له الله تعالی روايت کړی دی چې: «يَا عِبَادِي: إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّماً فَلاَ تَظَالَمُوا. يَا عِبَادِي: كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلاَّ مَنْ هَدَيْتُهُ فَاسْتَهْدُونِي أَهْدِكُمْ. يَا عِبَادِي: كُلُّكُمْ جَائِعٌ إِلاَّ مَنْ أَطْعَمْتُهُ، فَاسْتَطْعَمُونِي أَطْعِمْكُمْ. يَا عِبَادِي: كُلُّكُمْ عَارٍ إِلاَّ مَنْ كَسَوْتُهُ فَاسْتَكْسُونِي أَكْسُكُمْ. يَا عِبَادِي: إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ، وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعاً، فَاسْتَغْفِرُونِي أَغْفِرْ لَكُمْ. يَا عِبَادِي: إِنَّكُمْ لَنْ تَبْلُغُوا ضُرِّي فَتَضُرُّونِي، وَلَنْ تَبْلُغُوا نَفْعِي فَتَنْفَعُونِي. يَا عِبَادِي: لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَتْقَى قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ، مَا زَادَ ذَلِكَ فِي مُلْكِي شَيْئاً. يَا عِبَادِي: لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَفْجَرِ قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ، مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِنْ مُلْكِي شَيْئاً. يَا عِبَادِي: لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيْدٍ وَاحِدٍ، فَسَأَلُونِي، فَأَعْطَيْتُ كُلَّ وَاحِدٍ مَسْأَلَتَهُ، مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلاَّ كَمَا يَنْقُصُ الْمِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ الْبَحْرَ. يَا عِبَادِي: إِنَّمَا هِيَ أَعْمَالُكُمْ أُحْصِيهَا لَكُمْ، ثُمَّ أُوَفِّيكُمْ إِيَّاهَا، فَمَنْ وَجَدَ خَيْراً فَلْيَحْمَدِ اللهَ، وَمَنْ وَجَدَ غَيْرَ ذَلِكَ فَلاَ يَلُومَنَّ إِلاَّ نَفْسَهُ»([1]).

ژباړه : ای زما بندګانو ما پخپل ځان ظلم حرام کړی دی او د تاسې په مينځ کې مې هم حرام ګرځولی دی ، پس يو له بل سره ظلم مه کوئ .

ای زما بندګانو ! ټول د تاسې لار ورکي او ګمراه ياست مګر هغه څوک چې ما ورته هدايت کړی وي ، پس زما څخه هدايت وغواړئ چې زه تاسې ته هدايت وکړم .

ای زما بندګانو ! ټول د تاسې وږې ياست مګر هغه کس چې ما هغه ته خوراک ورکړی وي ، پس زما څخه خوراک وغواړئ چې زه خوراک درکړم .

ای زما بندګانو ! ټول د تاسې لوڅ ياست مګر هغه چې ما پټ کړی وي نو زما څخه جامه وغواړئ چې زه لباس او جامه درکړم .

ای زما بنده ګانو ! په حقيقت کې تاسې ټول شپه او ورځ خطا کوئ او زه ګناهونه بښم ، نو زما څخه بښنه وغواړئ چې زه تاسې ته بښنه وکړم .

ای زما بندګانو ! تاسې ددې هيڅ توان او وس نلرئ چې ماته زيان ورسوئ ، او هيڅکله نه توانيږئ چې ما ته څه ګټه او فائده ورسوئ .

ای زما بندګانو ! کچيرې د تاسې د اولين څخه تر آخرين او د تاسې انس څخه نيولې تر جن پورې ټول يو پرهيزګاره زړه داسې لکه يو زړه د تاسې شئ ، يعنې چې هر يو پرهيز کاره شئ ( د تاسې دغه پرهيزکاري ) زما په پاچاهۍ کې څه نه زياتوي .

ای زما بنده ګانو ! کچيرې د تاسې د اولين څخه تر آخرين او د تاسې انس او جن ټول يو بدتره او ناپاکه زړه داسې لکه يو زړه د تاسې شئ ، يعنې چې هر يو بد کاره شئ ( د تاسې دغه بدکاري ) زما په پاچاهۍ کې څه نه کموي .

ای زما بنده ګانو ! کچيرې د تاسې د اولين څخه تر آخرين او د تاسې انس څخه نيولې تر جن پورې ټول زما په در کې ودريږئ او زما څخه سوال وکړئ او زه هر يو ته جلا د خپلې غوښتنې موافق ورکړم زما سره چې څه غوښتنې دي په هغه کې کمی نه راځي داسې لکه په درياب کې چې د ستنې په ننه ايستلو سره څه کمی نه راځې .

ای زما بنده ګانو ! يقيناً دا ستاسې اعمال دي چې هغه شمارم ،نو هر چا چې ښه په لاس راوړل بايد د الله تعالی شکر ادا کړي او چا چې پرته له هغه تر سره کړل د خپل ځان څخه پرته دې بل څوک نه ملامتوي .

تشريح :

قول د « إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي » ، د الله تعالی په حق کې ظلم شرک دی ، د الله تعالی په الوهيت ، ربوبيت ،اسماء او صفات کې شريک نيول او د هغه (جل جلاله) پرته د بل چا عبادت کول او بل څوک رب ګڼل د الله تعالی په حق کې ستر ظلم دی .

[ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ] (لقمان:۱۳).

ترجمه: بیشکه شرک ډیر لوی ظلم دی.

قول د «كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلاَّ مَنْ هَدَيْتُهُ……..كُلُّكُمْ جَائِعٌ …. كُلُّكُمْ عَارٍ…»

پر بنده ګانو باندې د الله تعالی د سترو نعمتونو ياد دی چې هغو کسانو ته چې حق ته غاړه ږدې او رجوع کوي هغوی ته يې د قرآن او وحی په نزول سره هدايت کړی ، هغوی (انسانانو) ته يې زرق حواله کړی دی او هغوی ته يې جامه او د ژوند ټول اسباب په ځمکه کې چمتو کړې دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : :[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۱، ۲۲).

ژباړه: عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي ، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ . هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله ، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې ، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ .

قول د « إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ » توبيخ دی بنده ګانو لره چې د بنده ګانو لپاره نه ښايي د الله تعالی څخه نا فرماني وکړي ځکه شپه او ورځ ددې لپاره دي چې تاسې په هغه کې اطاعت وکړئ ، مګر که چا څخه خطاء او ګناه وشي هغه به د الله تعالی له مهربانۍ څخه نه ناهيلی کيږي ځکه چې الله تعالی خو د ګناهونو بښونکی دی . په قول د « وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعاً » د « الذُّنُوبَ » په کلمه باندې الف لام تعريف داخل شوی دی او بيا په قول د « جَمِيعاً » سره تأکيد دی ، لکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايلي :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ] (الزمر ۵۳ ).

ژباړه : ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تېری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

قول د « لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَتْقَى قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ، مَا زَادَ ذَلِكَ فِي مُلْكِي شَيْئاً » مطلب دا چې د متقيانو تقوی خپله د هغوی لپاره رحمت دی ، د هغوی لپاره نجات دی د هغوی خپله کاميابې ده د الله تعالی په پاچاهۍ کې څه نه ورباندې زياتيږي .

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

اربعين النوويه / امام نووي رحمه الله

شرح ابن سابق العيد رحمه الله

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟